ښکاري له لوږې او ګرمې بې سېکه و، خبريال ته يې بد بد کتل، لکه له پوښتنو يې چې ستړى شوى وي، د خپل باز په سر يې يو ځل بيا لاس را تېر کړ او هغه ته يې وکتل
بس يوازې دومره پيسې تر لاسه کوم چې د خپلو اولادونو ګېده مې پرې يوه ، يوه نيمه مياشت مړېږي او ناروغې مور ته مې پرې څه درمل را ونيسم !
خبريال بيا د وروستۍ پوښتنې په توګه ښکاري ته خپل مايک ورنږدې کړ
ښه عربان بيا په دې مرغانو څه کوي؟
ښکاري په نه زړه ځواب ورکړ
هغوى يې د يو ډول کبانو د نيولو لپاره روزې، هغه کبان په لويو سمندرونو کې دي، وايي چې ددې کبانو غوښه د شهوت او شهواني قوې په پياوړتيا کې له هغوى سره مرسته کوي…
خبريال خپل ټيپ ريکارډر بند کړ او په دښته کې اوښلنې سترګې روان شو. ورياد شول چې له ښکاري يې د مرکې لپاره مننه هم ونه کړه.
٢٠١٤ د سپټمبر ٢٥مه