زموږ د خاورینې کلا په دېوال کې؛ یوې توررنګې مرغۍ ځاله جوړه کړې وه. دغې مرغې خپل ژوند په عجیبه فلسفه کې لټولو؛ کله به چې د وري (حمل) په میاشت کې له ګرمو ملکونو راغله؛ لومړی به یې د خپل ویجاړ کور په جوړولو پیل وکړ. خس او خشاک به يې راټول کړل، او د ځالې په جوړلوبه یې شروع وکړه. ځاله به جوړه شوه، څو ورځې وروسته یې هګۍ واچولې، موده پس به له دغو هګیو؛ بې بڼکې بچي راووتل.
که چېرته فکر وکړئ؛ مرغان یوه ډېره خوندوره فلسفه لري. ويې لولئ زه یې اوس بېلګې درته لیکم: د خپل بچي د روزنې فلسفه: کله چې د هغه بې بڼکو بچي له هګیو رابهر شي؛ تر دولس ساعتونو پورې یې مور تر وزرونو لاندې ساتي؛ دوی فکر کوي چې که چېرته زه خپل نوی له هګۍ راوتلی بچی؛ تر وزرونو لاندې ونه ساتم؛ ښايي چې په راتلوونکي کې د فلج په یوه خطرناکه ناروغۍ اخته شي، چې دغه ناروغي دمرغانو د الوتنې مخنیوی کوي.
(((داسې فکر ونه کړئ؛ چې دا هرڅه خو په طبیعي ډول واقع کېدونکي دي؛ دلته زما موخه فلسفه ده، په تعریف سربېره؛ دژوند په ټولو اړخونو کې د فلسفې په شتون ځان پوهول اړین دي!))).
خپل بچي ته د غذا راوړلو فلسفه: مرغان له معمول سره؛ نمجنو ځمکو ته ځان رسوي، له هغه ځایه، یو ډول د خړې (لمدې خاورې) شنه چینجي را اخلي او د خپلو بچو لپاره یې راوړي. دلته پوښتنه پیدا کېږي؛ چې مرغان خو له هرڅه نه د حبوباتو سره زیاته مینه لري، ولې نو بیا هغه خپلو بچو ته د خوراک په ډول نه ورکوي؟
ددې پوښتنې د ځواب لپاره؛ لږ تفکر ته اړتیا ده؛ مرغان کم او زیات ترڅلوېښتو ورځو پورې هڅه کوي؛ چې د خپلو بچو لپاره، اوبلن خوراکونه تیار کړي. ځکه چې د نوي پیدا شوي مرغه معده ډېره کمزورې وي، هغه نشي کولای چې دانه دار خوراکونه هضم کړي.
د الوت فلسفه: کله مو که فکر کړی وي؛ د مرغۍ بچوڼی چې له ځالې پرېوځي، سمدلاسه ماشومان ورپسې منډه کوي، هغه یو ټوپ وهي بېرته ودرېږي، بیا یو ټوپ وهي بېرته ودرېږي؛ دی په خپلو کوچینیو وزرونو باور نه لري، هغه د خپل پرواز لپاره لومړی دا ډول تمرین ترسره کوي…
یادښت: په همدې توګه مرغان چې د الله تعلی مخلوق دی؛ په خپل ژوند کې ډېرې داسې کړنې ترسره کوي چې په هغه کې د انسان لپاره یو ډول درس نغښتل شوی وي.
د تعریف له مخې په فلسفه ځان پوهول؛ له فلسفې سره لویه بې انصافي ده؛ که د نړۍ په کائیناتو کې تفکر وکړئ، ښايي چې تاسې یې ترټولو ښه پېژندنه کړې وي.
مننه