د افغانستان د پوهنې وزارت پیغام
پوره ۳۵ کاله وړاندې په همدې ورځ د وخت د شوروي اتحاد سرو لښکرو په افغانستان باندې نظامي یرغل وکړ.
شوروي اتحاد د وخت له هغو لویو قدرتونو څخه وو، چې نړۍ ترې په وېره کې وه او د مرکزي آسیا د مسلمانانو په ګډون یې د خپل ګاونډ ۱۵ هېوادونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي وو.
د افغانستان غیور ملت د سرو لښکرو د بې شرمانه تېري د همغو لومړيو ساعتونو له پیل څخه خپل جهاد پیل کړ او د یو واحد او متحد ولس په څېر یې د اعلای کلمة الله او د هېواد د ازادۍ لپاره په تشو لاسونو خپل سپېڅلي جهاد ته دوام ورکړ. ددې سپېڅلې مبارزې د بریا په لار کې ډېر شمېر مجاهدو او آزادي غوښتونکو افغانانو خپل سرونه قربان کړل.
افغانانو نه یوازې دا چې سرو لښکرو ته سخته ماتې ورکړه بلکې د مرکزي آسیا مسلمانان او د نړۍ نور کمزوري هېوادونه یې د تل لپاره د کمونیزم له خطر څخه وژغورل.
دلته مو ددې ورځې له یادولو موخه دا نه ده، چې د سرو لښکرو د ۹ کلن یرغل په ترڅ کې د افغانانو د ترخو خاطرو یاد تازه کړو، بلکې غواړو چې نړیوال په ځانګړي ډول هغه کسان چې زموږ د هېواد پر سپېڅلي حریم د یرغل هوډ لري، وپوهو چې زموږ د آزادۍ غوښتلو او اسلام دوستۍ له ویاړلي تاریخ څخه دې د عبرت درس واخلي او زموږ په چارو کې دې له لاس وهلو ډډه وکړي، که نه د نړۍ د لویو قدرتونو په سرنوشت به اخته شي.
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست