انځور په شعر کې د هغه کلماتو ترکیب ته وايي، چې د لوستلو پر مهال د لوستونکي ټول حواس فعال وساتي او له دغه ځانګړي کیفه بشپړ خوند واخیستلی شي. خو دغه ترکیب هم بېلابېل اړخونه لري چې یوه ته یې متحرک او بل بُعد یې د ساکنو تصاویرو په نوم پېژندل کېږي.
زه دلته د شعر تیوري نه بیانوم او نه د دې عظیم هنر پر ګټګورۍ بحث کوم، بلکې سیده د یوه لوی شاعر، ارواښاد عمردراز مروت، د منظوم کلام پر انځوریز اړخ څو کرښې کاږم.
ارواښاد مروت وايي:
د تا د غم سړيخواره مې بېخي نشي خوړى
که ستا د تورو سترګو تورې بلا ونه خوړم
د ارواښاد هره منظومه وینا مو په لومړیو کې د دوو کسانو ترمنځ هغه حالت ته کشوي، چې د ټولنیزو اړیکو غوندې رنګ لري او په طبيعي ډول د کرکې او خواخوږۍ پر اساس له انساني شعوره زېږي. خو که خپله د مطالعې کړۍ- د خاص فوکس پهپار- راټوله کړو؛ نو د دې ستر انسان پر هغه ستر کمال به مو ښه سر خلاص شي، چې په شاعرۍ کې متحرک انځور بلل کېږي.
د ارواښاد په شعر کې تر ډېره متحرک تصویرونه لیدل کېږي. متحرک انځور په دې مانا چې د لوستلو پر مهال د دې کلام په یوه برخه کې پرته صحنه، یو خاص خوځښت ولري او لوستونکي ته د موضوع له ټولو ابعادو د سګتګۍ پرته پورته کړي.
نه په ژړا جانان موندېږي، نه په زور او زارۍ
ته ګورې نه محروم د اوښکو لښکر بېرته راوړم
د عمردراز د دې کمال بل اړخ له لوستونکي سره د هراړخیز تفاهم مثبته پایله ده. دی د نورو شاعرانو غوندې پخپلو منظومو خبرو کې د لوړو تصویرونو د ایجاد دعوه نه کوي، بلکې دا پرېکړه د دې هنر مینهوالو ته پرېږدي. دغه کمال له هغه تفاهم رازېږي، چې په شاعرۍ کې د نارسېزم ضد د شاعر مثبت اکټ هم ورته ویلای شو.
زمانه څه چی زمانې ورباندې تیرې شولې،
دا ستا د لاس هغه جوړ شوے تعمیر نه بدلېږي
اوس يې په ځیر “عمردراز مروته” نشم کتی،
عمر نه پس د یار د سترګو تاثیر نه بدلېږي
لنډه دا که د ارواښاد عمردراز مروت هر شعر- له دې هنر سره د ژور عشق پر اساس- مطالعه کړو؛ نو د یوه داسې انځوریز البوم ننداره به مو کړې وي، چې یوازې د جنونیت له تاثره خوندي خیال رغولی وي او د دې ژوند د هر بُعد تعریف یې په ښه او په زړهپورې بڼه وړاندې کړی وي.
د ارواښاد مروت ګور د روښانه او یاد یې د تل وي!.
پای
کابل، خوشحال مېنه
پېلبو دفتر