د مرورې ولسوالۍ  ولسونو د یوې لويې غونډې په ترڅ کې د دولت له تګلارو او کړنلارو څخه په ټینګه ملاتړ اعلان کړ،د امن،سولې او ثبات په ټینګښت کې یې په ولسي قوت سره د بشپړې همکارۍ کولو ډاډ څرګند کړ.په دغه غونډه د کونړ والي ترڅنګ د بیلابیلو ادارو مسوولینو،دخلکو استازو،دینی علماوو،مشرانو ،مدني فعالینو او په ځانګړې توګه د مرورې ولسوالۍ ګڼ شمیر دینی علماوو، مشرانو او ځوانانو برخه اخیستي وه.

ویناوالو غونډې ته په خپلو خبرو کې د مرورې ولسوالۍ وضعیت د اندېښنې وړ وبللو او په یاده ولسوالۍ کې شته امنیتي تهدیدونه یې د هر ډول پرمختګ،امن،سولې او ثبات پر وړاندې ستر خنډونه یاد کړل.کونړ والي غونډې ته د خپلې وینا پرمهال امن،سوله او ثبات د ټولو افغانانو تاریخي هیله او اساسي غوښتنه یاده کړه او نوموړې ولسوالي یې د کونړ ولایت یوه مهمه ولسوالي په ګوته کړه نوموړي وویل یو شمیر وحشي کړیو د پردیو په اشاره ددغه مهمې ولسوالۍ امنیت،پرمختګ او ولسي نیکمرغۍ ته زیان رسولی دی او میشت ولسونه یې له ګڼ شمیرستونزو سره مخ کړي دي.

کونړ والي وویل دولتي ادارې او امنیتي ارګانونه د ولس په خدمت کې دي هر هغه څوک چې د ولس د خدمت او دنظام د حاکمیت مخنیوی کوي په واقعیت کې پردۍ غلامي او خیانت کوي.نوموړي  پر ولسونو غږ وکړ چې سره یو شي او دغه ولسوالي د پردیو غلامانو ،د ولس او نظام د دښمانو له ناروا کړنو او فعالیتونو پاکه کړي ترڅو هلته د ولسي نیکمرغۍ او پرمختګ دروازې پرانیستل شي.کونړ والي د مرورې ولسوالۍ له مشرانو وغوښتل چې دامنیت،پرمختګ او ولسي نیکرغۍ په وړاندې د پرتو خنډونو په مخنیوي کې په ملي او اسلامي مسوولیت سره له دولت سره همکاري وکړي.

د مرورې ولسوالۍ دیني علماوو او مشرانو د خپلو خبرو پرمهال د امن او پرمختګ په وړاندې ټولې ناروا کړنې په ټینګه وغندلې او په خپله ولسوالۍ کې یې د دولتي حاکمیت د پراختیا او بیارغونې غوښتنه وکړه، دوی ټولو د ولایتي ادارې مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې په وحدت سره به د دولت د تګلارو او کړنلارو ملاتړ کوي او په خپلو سیمو کې به هیڅ چاته د دې اجازه ورنه کړي چې د امنیت،سولې او ثبات پرضد حرکتونه ترسره کړي.د مرورې ولسوالۍ دیني علماوو او مشرانو د یوه پریکړه لیک په اساس دولت ته ډاډ ورکړ چې د امنیتي ارګانونو سره به پشبړه همکاري کوي اوپه خپلو سیمو کې به دامنیتي تهدیدونو په مخنیوي له دولت سره شپه او ورځ همکاري کوي. دوی د مرورې د کانال او لوی سرک د جوړیدو غوښتنه هم وکړه.د ولایتي ادارې مشرتابه دوی ته ډاډ ورکړ چې ټولې غوښتنې به یې تر لوړو مقاماتو پورې ورسوي او دامنیت په شتون کې به دغه ولسوالۍ ته خپله توجه نوره هم زیاته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *