په داسې حال کې چې په پام کې ده له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووځي، ټاکل شوې چې د مرکزي اسيا د هېوادونو مهم چارواکي د سرحدي مسايلو په اړه په دوه ورځنۍ غونډه کې خبرې او بحثونه وکړي. دغه غونډه به د دوشنبې او سې شنبې په ورځو جوړه شي.
قرغزستان به د غونډې کوربه توب کوي، تر دې مخکې هم ورته غونډه جوړ شوې وه. د قرغزستان د صدراعظم مرستيال توکون محمدوف وايي په دې غونډه کې به د مشترکو ګټو پر مسايلو خبرې وشي.
د غونډې ګډونوال به په منځنۍ اسيا کې سرحدي همکاريو پر څرنګوالي هم خبرې وکړي، په ځانګړې ډول په ٢٠١٤م کال کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعيت به وڅېړل شي.
د قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او افغانستان استازي به په دې غونډه کې ګډون لري. ورته بله غونډه په ٢٠١١م کال کې جوړه شوې وه.
د مرکزي اسيا هېوادونه په ځانګړي ډول روسيه اندېښنه لري چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي سخت دريځي وسلوال دغه هېوادونه ناامنه کړي او د مخدره موادو قاچاق به نور هم زيات شي.