کال مخکي د هلمند په امنيه قومندانۍ کي د محمد حکيم انګار په مشري د ګوندونو له استازو سره مشورتي غونډه جوړه شوي وه.
غونډه په دې موخه رابلل شوي چي څنګه کولای سو په اساني سره د پوليسو او ولس تر منځ شته واټن رالنډ او په زيمن کي پوليس مسلکي کړو؟
يادې غونډي ته زه هم د و.ا.ګ د هلمند کمېټي په استازيتوب بلل شوی وم، هلته مي خدای شاهد دی له نورو په استثناء د پوليسو په ليکو کي د شته فساد څخه وار له واره ښه بيخاره پرده پورته کړه او هيله مي څرګنده کړه چي پوليس دي په ملي روحيه وروزل شي، ملي ملي ترانه او ملي سرود دې نه يواځي دا چي ور وپيژندل سي بلکي ورباندي پياد دې هم کړی شي او ددې سره سره دې هڅه وشي چي پوليس مو حماسي سندري واوري او يو بل څه چي د بندېدلو يادونه مي وکړه هغه دا وو چي هغه تش په نوم پوليس دي د قانون منګولو ته وسپارل شي چي وظيفه نه تر سره کوي خو معاش هر وخت په ټاکلي نېټه تر لاسه کوي.
همدارنګه مي د پوليسو په ليکو کي د کم عمره ماشومانو د جلب او جذب د له منځه وړلو جدي غوښتنه وکړه، ياد څه مي هغه څه وبلل چي زموږ د پوليسو او ولس تر منځ يې واټن زيات کړی.
کله چي له غونډي راووتم شهيد ايوبي د خپل هميشني عادت له مخي ټينګ په غيږ کي ونيولم، په جالب انداز يې راته وويل:
ياره شيدا!
ليونی ځکه نه راته شکاريږي چي د يو ګوند په استازيتوب راغلی يې او زورور دې هم ځکه نه بولم چي له نورو څخه په توپير بيله کوم ساتوونکي او خيرغوښتونکي راغلی يې، خو دومره پوهيږم چي يو درد دې کړوي، هغه درد چي زه يې ښه درکولای سم.
که چيري د نظامي کس راجستر په ګوند کي جرم نه وی، نو همدا نن مي په و.ا.ګ کي ستاسو د ملګرتوب وياړ تر لاسه کوی.
په داسي حال کي چي شني بريښندونکي سترګي يې ځليدلي پسي زياته يې کړه:
زه خير هغه د شاعر خبره موږ به په ښارونو، تاسو غره کي دعا وکړئ
ګل ګل پښتونخوا ته په لمانځه کي دعا وکړئ
اوس هم موږ به دلته او تاسو هم هلته د افغانستان او افغان انسان د ژغورلو هڅي مه سپموئ.
ايوبي له ما سره کړي ژمنه وپالله او لا هم باور لرم چي پاللي به يې وی، که چيري مرګ نازوانه نازواني نه وی ورسره کړي.
د شهيد ايوبي په اړه نور هلمندوال هم وپوښتئ چي ناويلي ورڅخه واورئ، خو که بيا هم هيڅ درته ونه ويل شول، نو دده همدا کړنه چي د ځان په نظرانه کولو سره يې د لسګونه ديني عالمانو ژوند وژغوری دا هر څه ده، دا د تاريخ يو زرين باب دی او له ده سره د خوشحال بابا دا بيت ښايېږي
ښه خو دا چي د چا نوم پکي ياديږي
په فاني دنيا به نه وي ژوندي تل څوک
وطن ته سلام!
وطـنـــه سـپـیـروخـاورو،دښـتـو،غـرو تـه دســـلام ژوندوته دسلام
ژونــدواوپه سرووینو شهـیـدانو مـیـړنوته دســلام شملو ته دسلام
له هـر سـیـلـۍ،غـضبه شـې پـه مـځـکه پـه لــویدو
را پـورتـه ګـوډروان شې مــاتــو پـښــو ته دســلام پښتـو ته دسلام
درولــویــږي پـه ستـرګـو کې اغــزي دوړې پـردي
له شــګو ئـې کـړې پـاک، درنــولیــمو تـه دســـلام کـتـوتـه دســلام
کنـډو، کنـډو چـاودلی ئې مـات زړه په هـر زمــــان
پـرارونـواو دردونـو،دغه صبرو حوصلـوته دسلام ځګیرووته دسلام
پـه سـرو،سـرو ژړیـــدلئ ئـې دظــلـــم پـه حــالــت
لـه اوښـکونه شول وچ خـوارو سیـنـدوتـه دســلام تـنـدو تـه دسـلام
داتـورو ،سـورواو شیـن کمس مې ښکلئ اوغانـئ
ســوری،سوری ویـشتـلئ په ګوليونښانو ته دسلام پـراروته دسـلام
کــــه هـر څـه خـړوپـړ،خـوارو،فـقـیـر ئـېپـه دنـیـا
حاتم په څیر سخا ـ دغه خـصلت دشاهـانوته دسلام عـاروتـه دسـلام
تـه وږی،تـږی پـروت ـ پـه دې زړګــي داِشـیـــــــــا
شلیدلي جامې،وږي،تږي ورک،خواروبچوته دسلام نیالګو ته دسلام
په غاښ ګوته نیولې ده هـمـت تـه دوګـړو دجهــان
دښمن باندې په نیغــه مخـامخ دغه ورتلوته دسلام نـنـګوته دسـلام
کــه هــرڅـوخـالــده ذرې،ذرې شـوه ستــا پـه نـوم
په هره یوه ذره کې ئې ستا ذکـــر دا ذرو ته دسلام ویرانو ته دسلام
هــــوا د زمـــا ســـاه اوبــــــه دویــنـــه زمــا دزړه
دا خاوره د رانجـه زما دسترګودې رنجو ته دسلام
دالــوړو،لــوړوغــرونـو پـاکـو غـروتـه دسـلام
خالده
۱۱/۰۵/۲۰۱۵