دا سریزه ښايي ډیروته حیرانوونکې ښکاره شی چې مرګ به لاپسې څنګه په بیه اخستل کیږی او څوک به یې څنګه پلوري، کله ناکله چې څوک له چا سره ټوکې کوی اویا په چا ملنډې وهی اویا چاته زورښکاره کوي نو ورته وایي ځان ته مرګ په بیه مه اخله، هسې خومرګ په دې مانا ده کله چې روح له تنه بیل شي اوجسد پاتې کیږي اود روح له وتلو سره سم د بد ن دفاعی توان، کاری صلاحیت اومقاومت له منځه لاړشی اوجسد د خرابتیا اوتجزیه کیدوخواته ځي. خوځینې وخت انسان مړژواندی د مرګ او ژوند تر منځ په پوله ولاړوی چې په دې حالت کې انسان د مړینې خواته ورلنډ وي او یوازې ساه اخلي، خوراک کوي، هاخوا دې خوا ګرځي  خونه یې خوراک سړي ته پاتې کیږي اونه يې ګرځیدل، همدارنګه د اوسید ویا شپې سبا کولواو ورځ تیرولوموخه اوځای یې نامعلومه وی، د ژوند په چارواوټولنیزوکارونوکې هیڅ ونډه نه اخلی چې دا ډول کسان هم په مړوشمېرل کیږي، ځکه نه د خپل ځان په ګټه وي اونه هم دبل، چې ډیرځلې د خپلوانو، ګاونډ يانو، کلیوالواوټولنې په زیان وي د کورنۍ غړي ورسره په لانجه اخته وی اوآن دا چې د هغه په مړینه ډيرنه غمجن کیږي.

د دې لیکنې فکرهغه وخت راته پیدا شوچې د ژمي موسم وو د کابل ښار پامیرسینما ته څیرمه چې سوړوالي يې دسیلۍ دلګید وله امله دښارد نوروسیمو په پرتله ډیروي، سهارمهال ورسیدم کاته مې چې یوسړی مړ او بل یې مړژواندی له سړوریږدی په وچه او سړه ځمکه پروت ده اوڅو تنه ترې ګرد چارپیره ولاړدی اوویل یی: له سیند نه مو را وایستل، ددی پیښې په لیدو ډیرخوا شینی شوم اوله ځانه سره مې وویل خدایه ! دلته دانسان ارزښت څومره راټیټ شوی اود یوڅو پیسو لاس ته راوړلولپاره څوک په یوډول اوڅوک په بل ډول وژل کیږی اوډیری د مرګ په پوله ولاړ وي لکه خوشحال خټک چې وایی.

 دا دنیا قصاب خانه شوه خدایه ماته – پا بسته ولاړ په غولي د قصاب یم .

 په کلي کې به کله کله چې د ځوانانواولویانوزړه د کب غوښې ته وشو نوله دوکان یا بازارڅخه به یې مرګ ماهی راوړاوبیا به يې د سیند په اوبوکې واچول او لږ وروسته به کوچني اوغټ کبان مړه اونیم ژواندی د اوبو په سرښکاره شول اوهلکانو به راټولول اوله پاکولووروسته به یې میله ورباندې جوړه کړه، همدارنګه دموږکانو د تلک ځای هغوذهرجنو موادو ونیو چې مرګ موش ( د موږکانو مرګ) ورته وایی اوپه بازارکې هم پلورونکی هغه د مرګ موش په نامه خرڅوي، خود ا ذهرکله نا کله په نا پوهی،  قصدی او یا ناخبره توګه د انسانانو دمرګ سبب شوی دی چې په دې صورت کې کید ای شی د مرګ انسان په نامه یاد شۍ خود مرګ موش په واسطه د انسان وژنې را منځ ته کیدل ډیرعام ندی. زه نه پوهیږم دا د کبانو اوموږکانو ښیرا وه چې انسانانوته قبوله شوه که څنګه ؟  اوانسانانود خپل حرص له مخې د طبیعت له ښیګڼوڅخه په ناوړه ګټه اخیستلوسره خپلوځانونوته داسې د مرګ وسیله را پیداکړه چې کبان اوموږکان یې هیرشول.  

د څښتن تعالی په قول هیڅ شی په دې خاورینه نړۍ کې بې مقصده منځ ته ندی راغلي اوډیريې د انسانانود ښېګڼې او ژوند دښه والی لپاره پیدا شوي دي خوانسانان یې د خپل حرص له مخې په داسې لارو کاروي چې دوی خپله د انسانیت له دایرې څخه لرې کوي، د انسانیت په وړاندې یې کاروی او له تد ریجي مرګ سره یې مخامخ کوی.

نیږدی دوه لسیزې مخکې کله چې لومړی ځل د ننګرهارولایت د خوګیانواو وزیرو سیمې ته له خپلو تخنیکی ملګروسره د مالداری د زده کړې کوروسونو دایرولوپاره په دنده تللی وم، هلته مې دسرواوسپینو ګلانوډ ک پټی ولیدل چې ترمنځ يې یویا نیم پتی شفتله چې لاګلان يې سم نوه غوړیدلی لیدل کیده، خود ګلانود پټوپه منځ کې یوه وړه لوحه چې د څښتن تعالی د کلام آیت اویا د الله درسول صلی الله علیه وسلم حد یث اودهغه ژباړه ورباندې لیکلی شوی وه ولاړه وه چې موخه یې د نشه ای بوټودکرلومخنیوی وه اوکله چې پوه شوم دا ګلان د اپینوپوټی دي هک پک پاتې شوم، ځکه زموږ په سیمه کې یوازې د چرسولږ اویا څوبوتي به د سبزی کاری د پټو په پولو لیدل کیدل خود تریاکو (اپینو) له بوټوسره مې آشنایی نه درلوده،  له همدې امله کله به چې د ښوونې اوزده کړې له ورځني کارونو څخه خلاص شوم له کلیوالواوکروندګروسره به څه موده کښیناستم دکرنې اومالداري په هکله به مې پوښتنې ترې کولې او د خپل پروګرام د پرا ختیا لپاره به مې معلومات را ټولول، همدا وه چې د اپینو د کرنې اوټولولو په هکله پوه شوم اوپه ډې لړکې پوښتنه راته پیدا شوه چې د اپینود کرلواوراکړې ورکړې سره به څومره کسان د تریاکو په کارولو روږدي شوي وي ؟ خوکله چې په دې هکله مې له خلکووپوښتل هغوی داسې راته ویل: که څه هم اپین دلته له پخوا راهیسې کرل کیږی خوپه ټوله سیمه کې یوازې یوکس چې هغه هم په عمرپوخ سړی ده د اپینو په خوړلوروږدی ده ، خود وروستیومعلوماتوله مخې اوس هلته د روږ دوکسانوشمېر سلګونوته لوړشوی ده ، کله چې درې یا څلورکاله وروسته مې بیا معلومات ترلاسه کړل د روږدوکسانوشمېرلاپسې لوړشوی اولویه برخه یې له ایران څخه را ستانه شوي کسان وو.

  څومره چې کروندګراودهغوی کورنۍ د اپینوپه کرلو، رسولواوراټولولو کې ډیرزیارباسي د زیاراوزحمت په پرتله هومره پیسې نه شي ترلاسه کولی اوداپینو بیا کرلواوټولولو تروخته دوه هومره پوروړی وي اودپورخلاصولولپاره بیا مجبوردی اپین وکری اوپه  همدې توګه د پورورکولواواپین کرلولړۍ  ترکلنوروانه وي مګرغټه مړۍ د قاچاق کوونکواوما فیایې کړیو به نصیب وي.      همدارنګه دهیواد یوه لرې پروت ولایت (غور)  ته چې پخوا د پسونود سوداګري مرکزبلل کیده د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له خوا په دنده تللی وم کاته مې چې د اپینوکرل په کې ډیردود شوی وو آن داچې هلته د ځینې رسمی چا رواکوله خوا بې له دې چې شرعی اړخ یې په پام کې ونیول شی دعشرپه نامه د ا پینود حاصل لسمه برخه اخیستل کیده اوهمدارنګه د یوبل لرې پروت ولایت (فاریاب)  په ځینې سیموکې چې کروند ګردغلودانواوسبواصلاح شویو تخمونوته کلکه اړتیا درلوده داسې کروندې موترسترګو شوې چې ډیرښیرازه داپینوبوټي په کې ولاړوواود اپینوله نوروکروندو سره یې لوی توپیردرلود کله چې له کروند ګروڅخه مي په دې هکله وپوښتل هغوی راته وویل دا ډیر ښه اصلاح شوی تخم ده، زه هک پک پاتې شوم چې د اپینود تخم اصلاح کولومرکزبه چیرته وي ځکه تراوسه په هیواد کې دننه په رسمي ډول داسې کوم فعالیت نده ترسترګوشوی اوکیدی شی په پټه دننه اویا دباندې دا کاروشی.  

د محمد داوود خان د جمهوري دولت دعمومی جزایی قانون (کال ۱۳۵۵) له مخې دمخد ره توکود کرنې، سوداګری، وړلوراوړلو او کارولو لپاره د جزا وړاند وینه وشوه اود لودیزجرمنی اوامریکې متحده ایالاتوسره دمخدره توکود له مینځه وړلو لپاره پروژې په پام کې ونیول شوې اودهمدې پروژوله مخې د مخنیوی یوه دولتی اداره جوړه شوه اونوی قانون په دې هکله جاري شو، خود ثورد  کرغیړنې کودتا رامنځ کیدوله امله د ا ټولې هڅې نیمګړې پاتې شوې اودخلقیانواوبیا د اتحاد شوروي لښکرو یرغل په زمانه کې او ګاونډیوهیوا دونوته له مهاجرت څخه مخکې اپینو کرنه زموږ په هیواد کې دومره ډیره نوه چې هیواد د فساد او روږدی توب د کچې په سرلیکه کې ودروي اویوازې په ځینې سیموکې لږ لږکرل کیدل چې حکومت به د ملګروملتو نوله اړوند ې ادارې سره ژمنه درلوده چې د هغه د کرلوکچه لوړه نشي اوله دې درکه به یې هرکال د اپینوکربندیزاوعامی کرنې د ښه والي په نامه یوڅه مرسته ترلاسه کوله او هرچا دومره له تریاکو څخه جوړشوي شیان لکه پودر( هیرویین) اونورنه پیژاندل يوازې د طبابت کارکونکی اوداکټران له ځینې درملو سره  لکه مورفین اوکودین چې  د درد او ټوخې کرارولولپاره کارید ل بلد وه، کله به چې دا ډول درمل کوم ناروغ ته په کارشول نو له نسخې برته به چاته نه ورکول کیدل اوددې ډول درملوالمارۍ به په هردرملتون کې ښکاره وه اود روغتیا وزارت ته به د هغه راپور ورکول کیده، نه لکه اوس چې زهرهم په ښکاره توګه په درملتونونوکې بې له کومې پوښتنې پلورل کیږي.

 د شوروي اتحاد دیرغل ( ۱۹۸۰ ) اوکورنۍ تپل شویوجګړواوله هغو څخه د را پیدا شویونا کراریو له امله چې د افغانستان اقتصادی اوټولنیز بنسټونه له منځه ولاړل د اپینود کرنې اوتولید کچه له پخوا څخه لوړه شوه چې په ۲۰۰۰ م کال کې د تریاکونړیوال با زار۷۰  ٪ له افغانستان څخه برابریدل. د طا لبانود واکمني په دوران کې سره له دې چې د اپینوپه کرنه اوتولید بندیزولګیده د هر۷۴۰ متر مربع کرنیزې زمکې د اپینومحصول نیږدې یوټن ته و رسیده خود طالبانود واکمني له نړیدواولنډ مهاله (مؤقت) دولت را منځ ته کیدوڅخه وروسته دسیاسی ګډ وډیواود دولتی کنترول نشتوالي له امله د اپینوکرنې کچه مخ په لوړید وشوه چې د امریکا د متحده ایالاتود تخمین له مخې د اپینود کرنې کچه په ۲۰۱۱ کال کې له ۱۲۳۰۰۰ هکتاره زمکې څخه ۱۳۱۰۰۰هکتاره ځمکي ته ورسیده اود اپینود حاصلاتوکچه له ۳۶۰۰ ټنه څخه ۵۸۰۰ ټنوته لوړه شوه اودا موږ ته را په ګوته کوی چې د ملګروملتونودجرمونواومخدره توکوپه وړاندې د مبارزې ادارې ( UNODC ) له وینا سره سم د مخدره موادود تولید اوقاچا قومخنیوی یوازې د افغانستان ستونځه نده بلکې په نړیواله کچه ګډوهلوځلوته اړتیا لری ځکه په افغانستان کې د اپینوتولید ۸٪ زیاتوالی د نړۍ داپینوبرابرولوپه برخه وه، خو په  ۲۰۱۰ م کال کې ۷۴٪  او په ۲۰۱۱ کال کې۸۲٪ ته رسیدلې ده، په دې حال کې د اپینو ټولیزوعوا ید ۶۵ میلیارده دالروپه بیه وه خو  د اپینوپه کرنه، تولید، ترانزیت اوخرڅلاوکې د کروند ګروبرخه ۳٪ اود نړیوالې مافیا برخه ۹۷ ٪ ده.  سره له دې چې افغانستا ن د نړۍ د اپینوسرچینه پیژاند ل شوي خوپه اپینوروږدی کیدل په افغانستان کې یوه لویه اقتصادی اوټولنیزه غمیزه ده اوله سیاسي اړخه یې ټولنه ډیره کمزورې کړې ده.   

د نړۍ په تاریخ کې په تریا کو(اپینو) باندې د خلکوپه تیره بیا د ځوان نسل روږدی کول ډیرځلې د زمانې داستعمارې قوتونوله خوا د هیوادونود نیولواوترخپلې ولکې لاندې راوستلولپاره چې د خلکوذهن اوماغزه له کاره وغورځوي د وسلې په توګه کاریدلي دي.  همدارنګه په نړیوالوجګړوکې ډیروجنګیالو، جګړه ماروډلواونظامي ځواکونوډول ډول مخدره توکي کارولی دي، چې له دغوتوکوڅخه ځینې يې په زرقي ډول وواوپه زرقی توګه د مخدره توکوکارول د ایډزپه نامه ناروغۍ لپاره دبلې غمیزې په توګه لاره خلا صه کړیده اوځوانان یې له پښوغورځولي دي.

کله چې دغوایي دکودتا چلوونکي حکومت په وړاندې د هیواد په ټولوسیموکې جګړو زورواخیست او ډیرې سیمې د حکومت له ولکې څخه بهرشوې د اپینواوله هغه څخه جوړشویوترکیبی شیانوکاروباریانواوقاچاق وړونکوته موقع په لاس ورغله چې د تریاکو(اپینو) کرنه پراخه کړي اونوروسیموته چې پخواهلته د اپینوکرنه هیڅ دود نوه وغځوي اوکومه پا نګه چې له دې لاری په لاس ورتله دهغه لویه برخه د نویوجګړواوګدوډیورا منځ ته کولولپاره وکارول شوه اوهمدارنګه د هغه د راکړې ورکړې بازارتودولولپاره دانګازوخپرول اوپه مستقیم اوغیر مستقیم ډول هره خوا نغاري وهل ددې سبب شول چې  داپینو( د مرګ انسان )  کرنه زیاته شي او دهغه د اغیزوزیا تولواو لیږد آسانه کولو (حجم او وزن کمولو) لپاره نوې تکنالوژي پکارواچول شي اودا نوي تکنالوژي او کیمیاوی توکي چې د نړۍ د پرمختللوهیوادونود کارخانو محصول ده په ډیره آساني سره  دلته راوړل کیږي اوهغه اړوندې نړیوالې ادارې اوټولنې چې دمرګ انسان د کچې را ټیټولو په نا مه يې شورماشورجوړکړی هرکال د خپلو نا چلوپروګرامونو په واسطه نه یوازې دا چې ډیرې پیسې ترلاسه کوي بلکې دا د خپلو ګټوسرچینه يې لا پسې پراخه ساتلی ده، د کورنیو چارو وزارت د مخدراتو دمخنیوی معنیت د معلوماتو له مخې داپینوکرنه له ۲۰۱۲- ۲۰۱۳ ( ۱۳۹۱) کال نه تر۱۳۹۲ کال پورې له ۱۳۱۰۰۰ هکتاره ځمکې څخه  ۲۰۹۰۰۰ هکتاره ځمکې ته لوړه شوه چې دا په ۱۰کلنوکې د اپینود تولید لوړه کچه ښیي اود روږدو کسانو شمېرله یوملیون څخه  ۱،۶ ملیون کسانو ته لوړشوخو نورې معلوماتی سرچینې بیا د روږدو کسانو شمېرڅلورمیلونه وګړی اټکلوی چې د ټولنې ۱۳سلنه کیږی، که په منځني ډول یوروږدی کس په ورځ کې ۵ ملی ګرامه هیرویین پودرچې بیه یې (۵۰) افغانۍ ده وکاروی نوددې ګڼ شمېرروږدو کسانوورځنې لګښت ۱۵ملیونه افغانیوته رسیږي او په هیواد کې دننه د کارول شویوتوکواندازه په کال کې ۵۴۷۵ کیلوګرامه ( ۵.۵ ټنه) ته رسیږي چې دا له اقتصاد ي پلوه په افغاني ټولنه باندې لوی ګزارده. او د روږدوکسانود شمېرلویه برخه ایران هیواد ته له مها جرتونواو سفرونوسره تړاو لري.

د ملګروملتونود اړوندې ادارې د راپورونوله مخې د ټولې نړۍ د مخدره توکو۷۰٪ په افغانستان کې کرل کیږي چې پنځه ولایتونه  دټول هیواد ۹۳٪  اپین تولیدوی او۵۳ ٪ يې یوازې په هلمند پورې اړه لری، سره له دې چې د ځینې اداروپه راپورونوکې ۳۸٪ کموالی ښودل شوی ده بیاهم ۳۳۰۰ ټنه مخدره توکي تولیدوي کله چې( ۵.۵ ) ټنه کورنی لګښت وي نونورټول يې د نړی نورو هیوادونوته د قاچا ق وړونکوپه واسطه رسول کیږی.

 که موږ او تا سې هغه پانګه چې د ا پینو ( مرګ انسان) کربند یز یا کمولو په نا مه زموږ هیواد ته راوړل شوي ده د کرنېزسکتورله اوسني حالت اوکروند ګرو له ناداری اودځوانانو له روږدی کیدوسره پرتله کړو داسې ښکارې چې د مرګ سوداګري ته ډیره وده ورکول شوې ده اودهغه د بشری ناورین د مخنیوی یا کچې را ټیټولو ته د پام لرنې پرځای سیاسی بڼه ورکړشویده اود حکومت په چوکات کې سره له دې چې د کورنیو وزارت په چوکاټ کې یوه لویه څانګه شتون لری دمخدره توکواوجنایی جرمونو د مخنیوی اوبند یزنوی وزارت جوړشوچې له یوې خوا ځینې انډویوالانوته  لوړه څوکۍ پیداشی اوله بلې خوا هغه پا نګه چې دې وزارت ته ځانګړې کیږي په یوه اوبل نامه شخصی جیبونوته ورشي،  د بیلګې په توګه په یوه سیمه کې چې هلته هیڅ کله اپین ندي کرل شوي اودکرځمکه یې هم ډیره لږ اوغرنۍ ده ددې وزارت له خوا ۵-۶ تراکترونه ورکول شوی ووه اوهغه په اړونده اداره کې هماغسې بیکاره ولاړ ووکله چې له چارواکي څخه مې وپوښتل له دې تراکترونوڅخه څنګه اوچیرته کاراخلې هغه په موسکا را ته وویل موږهم نه پوهیږو او همدا رنګه ډیرې داسې سیمې وي چې هلته خلکو اپین نه کرل خو کله چې خبر شول دهغوي په اصطلاح د تریاکو او چرسو وزارت او اړوند ادارې خلکو ته د اپینو (تریاکو) دکرلود بندیز لپاره پیسې ورکوي د تریاکوکرل يې پیل کړل.

کله چې په کومه برخه کې موخې ته درسید و لپاره کلکه اړتیا پیدا شي د هغه  لپاره بشري توان ، اقتصادی سرچینې، علمي او تخنیکی لارې چارې د پوې وړې یا لويې ادارې په شکل په ګډه ېه کاراچول کیږی، ځکه نو هره اداره یوه یا څو موخې، ځانګړي تګ لاره او لید لوري لري، خو په پایله کې باید و څیړل شی چې د ا اداره موخې ته درسید لو په لارکې څومره بریالۍ ده، د اپینواو نورو نشه ای موادو کمولو یا بند ولواو دخلکو په اصطلاح د اپینواوچرسو وزارت هم یوه اداره ده او پیسې لګوی اوګورو چې داپینو او چرسو کرلو اندازه څومره کمه شویده او د هیواد په کچه د روږدي کیدو مخه څو مره نیول شوی ده که دا سمه وی نواداره اغیزمنه ده او که توان په کار اچول شوی وی، اقتصادی سرچینې لګول شوی وي، وخت هم لګید لی وي اود اپینواوچرسوکرنه او د روږدو کسانو شمېرلا ډیر شوی وي نوبیا د دې ډول ادارې شتون د کلکې پوښتنې وړده.

له رسنیوڅخه بیا بیا اورو یا ګورو چې دلته اوهلته له مخدره ( نیشه ای) توکواسره یو ځای وسله او پیسې هم نیول شوېدی چې دا موږ ته د فساد،وسلواومرګ سواګري ( اپینوکا راوبار) ترمنځ تړاو را په ګوته کوي اودا اړیکې کله د جګړې وسیله اوکله د جګړې موخه وي اود لته د فساد لمنه ډیره پراخه او ډیراړخونه لری چې له یوې خوا بډې په کې اخیستل کیږی اودجګړې لمن لاپراخه ساتی اوجګړې ته د وسلوبرابرولوسرچینه ده،  له بلې خوا د ټولنې یوه برخه په تیره بیا ځوانان د روږدي کولو په واسطه له ټولنې بیلوی او له ټولنیزاو اقتصادی پلوه يې د ټولنې په اوږو باروي، لکه چې ځینو سرچینو ښودلې ده شا وخوا څلورملیونه کسان په بیلو بیلو مخدره توکو روږدې شوی دی او داشمیره زموږ د هیواد وګړو د شمیر۱۰سلنه کیری چې خورا لوړه او د ټولنې په اوږو بار او د فساد لویه برخه جوړوی ځکه دغه ۱۰ سلنې ته هره ورځ او هره ګړۍ پودراو داسې نور رسول کیږی او ددې کارلپاره په پراخه توګه بازار موندل او خرڅلاو تر سره کیږي، که دا  شمېر روږدي کسان هریو د ورځې ۵ ګرامه پودر (هیرویین ) وکاروی نوپه ټولیزه توګه ۱۵۰۰۰ کیلو ګرامه ته رسیږی چې دهغه بیه یا مصرف ډیرلوړده اوټول روږدی کسان دې ته اړدی چې هرو مرو نیشه ای توکي وکاروي له همدې امله د بازارموندنې لپاره باید نوي کسان په چل ول یا په زور روږدي شي. د روږد و کسانولویه برخه د پیسو د لګښت کومه سرچینه نلری او نیشه ای توکوکارولو لپاره دغلا، شوکو اونورو ناوړه لارو چاروڅخه کاراخلی چې په همدې توګه یې کورنۍ او ټولنه له کړاوونو سره مخامخ کړی ده.  پرسیره پردې د اپینوکرنې، کاروبار، او د روږدوکسانوله خواد هغه کارولوټول کرنیز سکتور ټکنی کړی او به هغو سیموکې چې پریمانه خوراکی، تجارتی او صنعتی توکي لکه پنبه، جوار، غنم  او داسې نور چې د ټولنې د اړتیا په موخه کرل کیدل اوس يې ځای اپینونیولی ده چې دې کار آفغانی ټولنه په بهرباندي په تیره بیا په ګاونډیوهیوادونو پورې تړلې ده چې هرڅه باید له د باندې راشی . 

ټول هغه توکی چې  په انسانانو کې لږ او ډیراعتیاد منځ  ته راوړي له بیل بیلواړخونو په نړیواله کچه څیړل شوی خو ځینې يې د درملو په توګه کارول کیږي چې د خوب او درد ضد درمل د هغه غوره مثالونه دی،  دا درمل د خوب او ویښتیا دایره ګډه وډه کوی، ځینې نشه ای توکی طبیعی منشه لری لکه د اپینو شیره، مورفین اوځینې یې نیم صنعتی لکه هیرؤین اونوربیا بیخی صنعتی دی لکه میتا دون ، همدارنګه د مرکزی عصبی دستګاه تحریک کونکي لکه امفتامین، کوکا یین و اکستاسی، دعصبی سیستم پڅونکی یا نرمونکی لکه الکولی څښاکونه، خوب راوړونکی او د درد ضد درمل لکه باربیتورات و بینزود یاز پین ، ډار ویره زیږونکی شیان  لکه چرس او ماریجوانا، استنشاقی شیان لکه سریښ، درنګونو محلل، پطرول،  ایتر اونکوتین لرونکی شیان لکه سګرت اوتما کو.

 ماخذ:

  1.  د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو د مخنیوی معینت را پورونه
  2.  د رسنیو معلومات
  3.  کتاب درسی مقدمه ای بر اعتیاد شناسی ، تا لیف : پوهنیارسید حسین حسینی سجاد (آمردیپارتمنت روان شناسی )  و پوهنیار صد یقه اکبری ( استاد پوهنتون) ، سال ۱۳۹۵ شمسی ، تحت نظر دیپارتمنت روان شناسی پوهنتون کابل
  4. د روږدو کسانودهستوګنې ځایونو لیدنه ( د پول سوخته تر پله لاندې ، دکابل سیند ) کابل                 
One thought on “د مرګ سوداګري/ ډاکټر عبدالقادر سمسور”
  1. سلامونه،
    ډاکټر صاحب عبدالقادر خان ډیره ښه څیړنه او لیکنه مو کړې ده.کور ودان
    زه دا ایران (پخواني فارث) ته حیران یم چې له یوې خوا تهران کې تنکي افغاني زلمکیان د یو ګرام مخدره په جرم اعداموي
    مګر له بلې خوا د همدې ایران څخه ډیرۍ راستندونکي افغانان او افغانانې ! مرګوني معتادان سوي وي!!..> همدا د غربي ګاوڼډي تهفه ده!. د شرقي ای اس آی خو ځانمرګي واسکټونه، راکټونه ا.د.ن…. دي.
    یا الله! تاته مو پناه دروړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *