د نشنل جګرافي د دې فلم تر لیدو مخکې دا لنډ معلومات ولولئ
د رومانیا یو وړوکی کلی دی. دوه کلنه نجلۍ  څاه ته لویدلې ده. دا الینا بسکارو نومیږي. کوهی ژور دی خو دا په پنځه مترۍ کې نښتې ده.
ژغورونکو شپږ ساعته هڅې وکړې چې نجلۍ راوباسي خو بریالي نه شو، نجلۍ ډیره ویریدلې ده او نه شي کولی چې هغه پړی ونیسي چې کوهي ته یې ورښکته کوي.
 د څاه قطر وړوکی دی او ژغورونکي پکې نه شي ځایدلای چې ورښکته شي. رسنیو له خلکو وغوښتل چې چاره وکړي او خپل وړاندیز ژغورونکو ته وکړي، خو د نجلۍ مور نه غواړي چې څوک ډاډ ورکړي او تجربې وکړي، پلار یې بیخي له حرکته لویدلی دی ځای پر ځای ناست دی او نه خوځي.
 ناڅاپه یوه ډنګره نجلۍ راوړاندې کیږي، نوم یې دی خوانا فرنیکا. دا وایي چې زه به کوهي ته ورښکته شم، پکې ځایږمه.
ژغورونکو د دې سر ښکته کړ او تیاره کوهي ته یې ورښکته کړه. ژغورونکو له خلکو وغوښتل چې غلي شي څو د نجلۍ غږ واوري. ناڅاپه خوانا نارې کړې چې ویې باسئ، خو دا خالي لاسونه راپورته شوه او ویې نه شوای کړای چې ماشومه راوباسي.
 دې وویل چې هلته په کوهي کې دې ته ګرانه وه چې وخوځي، خو کله چې خوانا ساه وایسته او لږ اوبه یې وڅښلې له ژغورونکو یې وغوښتل چې بیا غواړي چې ورښکته شي، بس یو بل چانس دې دې ته ورکړي چې ورښکته شي. دا چې کوهي ته ورښکته شوه په هیواد کې یې ښایي د ملیونونو کسانو ساوې تربت شوې وې چې دا پیښه یې په ژوندۍ بڼه لیده.
خوانا یې بیا سرښکته پښې پورته کوهي ته ورکوزه کړه، خو دا ځل دا له ماشومې سره راوخته، شاوخوا نارې شوې، پلار ورمنډه کړه خپله لور یې په غیږ کې ونیوله.
ژغورونکو له خوانا سره ژمنه وکړه چې یوه نومره مځکه به ورکړي او د تلویزیون شبکې پنځه زره ډالر جایزه ورته ومنله.
خلکو پر دې څاه د مرګ سوړه نوم کیښود.
One thought on “د مرګ سوړه/ مستند فلم”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *