واده دی، د موټرو يو ګډوډ کتار جوړ دی او د هلک د کورنۍ خلک ورا پسې روان دي، له هر موټر نه په لوړ غږ د موسيقۍ او سندرو غږونه راځي، ځوانانو له موټرو سرونه را ايستلي او نڅاوې کوي، په ځينو موټرو کې پېغلې او مېرمنې هم ناستې دي، څوک داريا وهي او څوک چکچکې.د موټر چلوونکو احساسات ډېر پارېدلي دي، يو له بله د مخکې والي هڅه کوي، موټر چلوونکو د ځانښودنې لپاره د موټرو غبرګې (ډبلې) اشارې روښانه کړي دي، هر يو ګل پوش موټر ته ځان نژدې کوي، دوی سپکې سپورې وايي او يو پر بل ملنډې وهي!

نقيب احمد اتل
نقيب احمد اتل

احساسات نه کابو کېږي، د موټرو ځغلول پيل شول، د دوی مخته راتلونکي موټر د سړک غاړې ته درېږي، له دې ډاره چې ورسره يې ټکر نه کړي؛ يو موټر چلوونکی غيرت کوي، خپل لاس پرېږدي او په ډېرې چټکۍ له نورو مخته کېږي، بل موټر چلوونکی ورسره هم خپل موټر ځغلوي، له ها غاړې د شګو بار يوه لارۍ را روانه ده،  د ورا کرولا ډوله موټر لارۍ سره مخامخ ټکر کوي، د خلکو له خولې د اخ يوه ناره وځي!

خوشالي په غم بدله شوه ! سندرې او نڅاوې بندې شوې، د ښځې له لاسه داريا ولوېده، شور، غوغا او سوې کړيکې شوې، تورسرې خپل مخونه په څپېړو وهي، ورا پاتې شوه، ملامت او سلامت نه دی معلوم، يوه ډله نارينه د لارۍ موټر چلوونکی په سوکانو او څپېړو وهي، نور وايي ژوندی يې پرې نه ږدئ، مرګ ته يې ووهئ، بله ډله وايي هلئ ټپيان روغتون ته ورسوئ، څوک وايي مړه دي، څوک وايي ژوندي دي.

زه يو لاروی يم، په دې پېښه خواشينی شوم، له ډاره څه نه شم ويلای، د دوو تنو څنګ ته ورغلم، يو موټر چلوونکی خوشاله ښکارېده، بل ملګري ته يې وويل : و دې ليده، چې ور برابر مې که (مرګ ته)

مرګ! دلته يوه کوچنۍ ګناه ده، دلته مرګ ډېر اسانه دی، دلته هره ورځ د مرګونو لپاره نوې نقشې ترسيمېږي.  دلته په واده ښادۍ کې هم د مرګونولپاره تابيا کېږي، دلته فکر، ضمير،احساس او عاطفه پخوا مړه شوي دي!  دلته په خلکو کې يوازې او يوازې د مرګ ـ ژوبلې روحيه ژوندۍ پاتې ده او بس!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *