څو ورځې مخکې له خپل یوه ملګري احمد  سره مخ شوم، هغه نږدې پنځه کاله په هالینډ کې تېر کړل، له یوه دوکاندار سره یې کار کاوه، له نن شاوخوا اته میاشتې مخکې سخت ناروغ شوی و، روغتون کې یې د بدن ټول معاینات وکړل، په معاینانو کې د سږو په کنسر اخته ښودل شوی و.
ډاکټرانو ناروغ ته یوڅه درمل ورکړل او د بشپر ارام لارښوونه یې ورته وکړه، نور به کار نه کوې ارام به کوي.
د روغتون مسوولینو هغه دوکاندار غوښتی او لارښوونه یې ورته کړې چې په احمد نور کار ونکړي، ځکه بدن یې مقاومت له لاسه ورکوي او په راتلونکو درې میاشتو کې مړ کیږي.
احمد نږدې دوه میاشتې په کوټه کې هره شیبه د مرګ انتظار کاوه، له دوستانو ملګرو سره یې اړیکې پرې شوې، نږدې نیم وزن یې له لاسه ورکړی وو.
احمد د ملګرو په مشوره خپل هیواد ته راستون شو. د کورنۍ غړو یي هڅه کوله چې د احمد پام بدل کړي، میله ځایونو ته به یې وړه، د کورنۍ ټول غړي خواشیني وو، د احمد د مرګ شیبې یې شمارلې، ځکه د خارجیانو خبره خود کاڼي کرښه وي، کورنۍ د احمد د تدفین لپاره ټول چمتووالی نیولی و.
احمد خپلو یو شمېر ملګرو د چکر لپاره پیښور ته یوړ، له هغه ځایه اسلام اباد ته ولاړل، ملګرو یې احمد روغتون ته یوړ، ډاکټرانو د احمد ټول معاینات له سره وکړل، هغه ته یې ډاډ ورکړ چې په ډېر لږ وخت کې به روغ شي، په پابندۍ به درمل خوري او ترڅنګ یې د لمونځ او اذکارو لارښوونه هم ورته وکړه.
د احمد لپاره د مړینې له ټاکلې نیټې نږدې څلور میاشتې تېرې شوې، خو لاهم ژوندی وو، ورستیو معایناتو کې څرګنده شوه چې د احمد کنسر له منځه تللی، صحت یې د یوه نورمال انسان په څېر دی. په کورنۍ کې خوشحالۍ شوه، مړی ژوندی شو، خیراتونه او مبارکیانې پیل شوې، احمد له سره ژوند پیل کړ.
احمد ورځ تر بلې تازه کیږي، خپل پخوانۍ وزن یې بیرته ترلاسه کړ. اوس بیا له ځان سره د ژوند کولو په فکر شو، د کور په کارونو کې یې بیا ځان دخیل کړ،هر چا سره چې د خپلې ناروغۍ په اړه خبرې کوي یوه خبره تکراروي، مرګ مې په خپلو سترګو لیدلی، بې اجله مرګ نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *