پرون د ډیموکراسۍ نړیواله (سپټمبر ۱۵) وه، هغه هېوادونه چې باثباته ډيموکراټ نظامونه لري او د هغې له امله يې مادي او بشري وده او پرمختګ نصیب شوی، په دې نیت دا ورځ نمانځي چې دا هر څه يې د ډیموکراسۍ په نتیجه کې ترلاسه کړي، د هغې د ساتلو او لا ټېنګېدو هڅه کوي، بل له دې لارې هڅه کوي هغو ملتونو ته چې د استبداد او مطلقه نظامونو تر درانه سیورې لاندې يې هر ډول آزادۍ او حقوق اخیستل شوي دا پیغام ورسوي چې سوله، ثبات او ښیرازي په ډیموکراسۍ او له هغې نه په راوتلیو حکومتونو او بنسټونو کې نغښتې ده. خو موږ په داسې شرایطو کې دا ورځ نمانځو چې شته ډیموکراسۍ مو ناروغه او بې سیکه شوې او د ټاکنو د ناڅرګندو پایلو له امله د مرګ او ژوند په پوله ولاړ ده.

په تیرو دیارلس کالو کې چې د نوي اساسي قانون په رڼا کې دلته کومه حقوقي او قانوني اډانه رامنځته شوې ده، د هغې په چوکاټ کې د تېرو جګړو اکثره لوبغاړې راټول او لږ تر لږه یې د دوی ترمنځ د فزیکي جګړې مخه ونیوله او په دغه موده کې د نسبي ثبات او پریمانه نړيوالو مرستو په وجه دلته د فکر او بیان آزادي ته لار اواره شوه او په نویو ارزښتونو باور مند تعلمیافته نسل رامنځته شو چې دوی د اوسني نظام په چوکاټ کې د قانونمند ژوند او پرمختګ غوښتونکي دي او تر بل هر چا قانون د ځان په ګټه ګڼي. خو له بده مرغه بله خوا د همدې نظام په منځ کې ګڼ هغه زور واکي، جنایتکاران او د پردیو اجنټان هم په دغه حقوقي نظام کې ځای په ځای شول چې د نظام او ډیموکراسۍ د پرمختګ په ځای یې نن د خپلو سیاسي ناسنجول شویو سیاسي حرکتونو له امله ډیموکراسۍ د مرګ په پوله درولې ده.

د جګړو او جهادي فرهنګ نه د راپورته شویو اکثره سیاسي لوبغاړو لپاره لا هم دقدرت له موجوده حقوقي نظامه وتل او ناړمیو ته لاس اچول د سیاسي غچ اخیستنې بهترین فرصت ښکاري. هغه ځکه چې د قانون په نشتوالي لکه دا اوسنی روان حالت کې د دوی لپاره د هر ډول طرحې د وړاندې کولو او وینا لار خلاصه ده. د همدوی له منځه یو شمېر کړۍ چې د نظام دننه او دباندې نفوذ لري، د ټولو ډیموکراټیکو نورمونو خلاف د موقت حکومت او یا د اوسني حکومت د غځولو هڅه کوي. هغه کسان چې د دوی په خبرو باور کوي او تر احساساتو لاندې ورته لاسونه پړکوي هغوی دا هر څه هیر کړي دي چې د دغسې طرحو عمل کېدل، بېرته هماغه د صفر نقطې ته د ورګرځېدو معنا لري. خو له بده مرغه له دوی پوښتنه نه کېږي چې تاسو په تیرو کلونو کې په واک کې وی څه مو وکړل چې اوس لګیا یاست ټول ملت د وحشت او جهالت هغه پخواني دور ته ټیل وهی.

دا چې په یوویشتمې پيړۍ کې د نړۍ اکثره نظامونه په ډیموکراټیکو اساساتو جوړ شوي دي او حتا اکثره اسلامي هېوادونو کې ډیموکراسي حاکمه ده او هر هغه اسلامي هېواد چې دوامداره ډیموکراسي لري لکه ترکیه، مالیزیا او اندونیزیا او … تر نورو اسلامي هېوادونو پرمختللي او ښيرازه ټولنې لري، د عربي پسرلي څپو وښوده چې هلته د ډیموکراسۍ د راوستو لپاره تر ټولو ډيره قرباني اسلامي خوځښتونو او ګوندونو ورکړه، نو دا څه تندر را لویدلی دی چې نور خلک او ملتونه د ډیموکراسۍ د راتلو لپاره قرباني ورکوي او د هغې نړيواله ورځ په افتخار نمانځي، خو دلته چې د لسګونو کلونو خپل منځي جګړو او کشمکش وروسته د همدې ډیموکراسۍ له برکته ښکېلې غاړې لږ تر لږه په یو قانوني چوکاټ کې راټاله شول، د هغې له برکته د پریمانه شتمنیو او منزلت خاوندان هم شول، خو بیا هم د ډیموکراسۍ ضد شعارونه ورکوي او هڅه کوي له غیر ډیموکراټيکو لارو قدرت ترلاسه او یا دا هر څه په بل مخې واوړوي؟

دلته ستونزه داده چې زموږ ډیری سیاسي لوبغاړي په ډیموکراسۍ باور نه لري. قانون او شته حقوقي نظام د هغو په ذهن او باور یو تحمیلي، وارداتي او بیګانه شی دی، چې د افغاني ټولنې له ارزښتونو سره سر نه خوري. ډیموکراسي کفري او الحادي پديده ګڼي، ټول فکر کوي چې له ناچارې ورځې يې دغه شرکي، الحادي او غیر دیني پدیده منلې ده.

سره له دې چې موږ د ظاهرشاه د سلطنت په کلونو کې د ډیموکراسۍ یوه لس کلنه ابتدايي تجربه درلوده، خو له هغې مخکې او را وروسته، افغان انسان له دغې پدیدې ناخبره او په خاطر کې يې هم نه ګرځيده، زموږ د ټولنې په تاریخ کې حکومتونه د سیاسي مشرانو د توافق، سازش، د قومونو او قبیلو ترمنځ د واک د ویش پر اساس جوړ شوي دي. زموږ په هېواد کې سیاسي نظامونه د وړو، وړو قبیلو او قومونو د قدرت له جزیزو جوړه ټولګه وه.

دلته د حکومتونو د جوړیدو بهیر له هغه څه سره ډېر فرق لري چې موږ يې د سیاسي افکارو په تاریخ کې د ماډرن او کلاسیک حکومتونو په نامه پيژنو. دلته تقریبا د قبایلو یو فډراسیون موجود و، چې د هرې قبیلې مشرانو ته به په کې څه ناڅه په قدرت کې حق ورکول کېده، یعنې دغه حکومتونه د قبایلو او قومونو د توازن په نتیجه کې رامنځته شوي و. همدا وجه ده چې کله په ټاکنو کې د اصلاحاتو او همګرايي ټیم چې د تاجکو د قوم پر ګټو راڅرخي د ماتې نښې ښکاره شوې، نو سم له لاسه يې د بحران جوړولو او د ټاکنو بدنامولو ته ملا وتړله. ددغه فشارونو له امله جوړیدونکی د ملي یووالي حکومت د همدغه قومي او قبیلوي طرز دید نه راولاړ شوی. اوس هر چاته څرګنده شوې ده چې د ملي یووالي حکومت د بحران مخه نیول نه بلکې د بحران د راتلو او د ډیموکراسۍ د مرګ نښه ده.

د ملي یووالي حکومت سیاسي لوبه له حقوقي چوکاټه خارج کړه او د خلکو برخلیک او حق يې د سیاسي لوبغاړو ترمنځ د چنو وهلو تر حده راټیټ او له پامه وغورځولو. له قانوني چوکاټه وتل د حل لاره نه ده او نه به راتلونکې کې د حل لار ثابته شي. زموږ د سیاسي مشرانو چلند وښوده چې دوی سیاسي توافق ته د رسیدو وړتیا نه لري. سیاسي توافق په افغانستان کې د جنګ په معنا دی، په اویایمه لسیزه کې چې کله ډاکتر نجیب له واکه څنډې ته شو، سیاسي ډلې هیڅکله سیاسي توافق ته ونه رسیدې، هغه وخت هم د ډيرو هېوادونو منځګړیتوب نتیجه ورنه کړه، د هغې پایله هېواد له لوی ناورین سره مخ کړ.

د افغانستان سیاسي لوبغاړي د قدرت او سیاسي واک له مفهوم سره بلد نه دي، د هغو لپاره لا هم زور یو تر ټولو پيژندل شوي او اشنا لار ښکاري. هغه هم داسې زور چې پر نورو د غلبې په خاطر هر څه تباه او برباد کړي. کابل کې د مسعود په ورځ د زور ښودل، د ټاکنو د نتایجو د شمېرلو په وخت د زور استعمال، دې بله خوا کې د طالبانو او حزب اسلامي له خوا په زور او وسلې د قدرت نیولو هڅې، د هېواد په هره سیمه او ولایت کې د زور واکو راج او بیا پر همدې زورواکو د خلکو راټولیدل دا ټول د قانون او ډیموکراسۍ سره زموږ د ټولنې د پردیتوب ښودونه کوي. که څه هم زموږ په هېواد کې د ډیموکراټیک قوتونه په اقلیت کې دي، خو که په ډیموکراسۍ باورمن دغه مشران د هغه نوي راټوکیدلي نسل سره چې قانونیت او ډیموکراټیک نظام د ځان او هېواد په خیر ګڼي سره منسجم نه کړي او د ډیموکراسۍ او قانون ژغورنې غږ پورته نه کړي، ډېر ژر به دا شته مړژوانده ډیموکراسۍ به هم له لاسه ورکړي او هېواد به د زور واکو ترمنځ د فزیکي کمشکش په ډکر بدل کړي.

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *