عبدالله

ژباړن: نجیب الله ازاد –

کابل – د مرګ په پيغمبر مشهور عبدالله عبدالله د ۱۹۹۰ د کورنیو جګړو پر مهال د عام ولس او د دوي پر وړاندي د بغاوت کونکو په وحشیانه ډول قتلونو کې شهرت وموم.

د یادي جګړي ستر قرباینان د افغانستان تر ټولو ستر قوم پښتون و. د هغه مهال دولت د هیواد د یوه کوچنی (اقلیت) تاجک قوم له لوري اداره کیده.

دوه لسیزي وروسته، نن ( د مرګ پیغمبر) عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو یو مخمکښ نوماند دي او نوموړي اعدا کوي چې پر قومیت ولاړ هیواد به یو موټي کړي.

د ټولټاکنو لومړي پړاو د اپریل پر ۵ نیټه په داسي حال کې تر سره سو چي نړیوال ځواکنونه د افغانستان څخه په وتو دي.

په داسي حال کې چې نړیوال ځواکونه له دي هیواد څخه په وتو دي او افغانستان د یوه برخلیک ټاکونکي مرحلي څخه تیریږي عبدالله عبدالله د اپریل په ۵ د ټولټاکنو په لومړي پړاو کې لومړي مقام خپل کړ.

خو څرنګه چې عبدالله د افغانستان د پخواني مالیي وزیر ډاکټر اشرف غني سره د ټولټاکنو په دویم پړاو کې سیال دي لاهم دا پخوانۍ تاجک جنګ سالار د خپلو تیرو کړنو له کبله ډیرو پښتنو ته په ډاډ ورکولو بوخت دي. د هیواد د ولسمشر په توګه د نوموړي ټاکل ډیرئ افغانان له ویري سره مخ کړي دوي په دي باور دي که چیري نوموړي د افغانستان ولسمشر سي نو د نوموړي تیرو کړنو ته په کتو به ډیره برخه پښتانه له ګواښ سره مخ سی او آن دا چې له طالبانو سره به یوځای سی.

عبدالقیوم عارف يو پښتون او د افغانستان بانک پخواني مشر یو له هغو خلکو چې د عبدالله د ۱۹۹۰ کړني یي لاهم نه دي هیري دا ډول وویل:

زما ښه په یاد دي چې عبدالله ویل:؛ موږ دومره مړه کړل، موږ دومره مړه کړل، او موږ دومره مړه کړل؛ عارف چې اوس د اقتصاد پروفیسر دي وایي ؛ زه هیڅ کله، هیڅ کله نه سم منلي چې نوموړي به بدل سوي وي؛.

یو ستر حقیقت:

د تاریخ په اوږده کې پښتانه  د افغانستان او پاکستان د پولي دواړه خواوو ته اوسیږي او په افغانستان کې پښتانه  په ۴۰ سلنه پوره کولو د هیواد اکثریت دی ( د ۲۰۰۸ د ملل متحد د سروي پر بنسټ پښتانه د افغانستان ۵۷ سلنه دی. ژباړونکی). په تیرو ۲۵۰ کلنو کې یواځي دوه ځله په ۱۹۲۹ او بیا په ۱۹۹۰ کې غیر پښتنو وکولي سواي چې واک وته ورسیږي ( دواړه واره د ولس ویني توی سوی. ژباړونکي).

په تخنیکی توګه، عبدالله د یوي ګډي ورثي، پښتون پلار او تاجکي مور اولاد دي (د عبدالله پلار اصلاَ پښتون نه دي، د ښاغلي د پنجشیري پلار د مرګ وروسته د ښاغلي پنجشیري مور د یوه کندهاري پښتون چې هغه مهال د کابل په ښارولۍ کې په دنده بوخت و واده وکړ چې په دي توګه عبدالله د هغه کندهاري پښتون په کور کې لوي سو، ژباړونکي). خو د خپل سیاسی ژوند له کبله عبدالله د خپلی تاجکي مور ورثي ته ډیر نږدي دي.

د ای سی ایس اُو آر د سروي له مخي د ټولټاکنو په لومړي پړاو کې عبدالله په ۴۵ سلنه رایو ګټلو لومړي او اشرف غنی احمدزي چې یو پښتون دي په ۳۱.۶ سلنه رایو دویم مقام خپل کړ. د عبدالله ډیري راي د تاجک میشتو سیمو وي او په عین وخت کې يی  د بعضو پښتنی سیمو دریمه برخه رايي هم خپلي کړي.

د محمد خان د لومړي مرستیال په توګه ټاکل ښایي د عبدالله د ټیم پښتني خانه د ډکولو هڅه وي خو د څیړونکو په وینا دا ټاکنه هم د تیرو کورنیو جګړو پرمهال د سوو ائتلافو تکرار وی.

د افغانستان د ولس ۶۸ سلنه وګړي تر ۲۵ کلني کښته ځوانان دی، چې په دي توګه د هیواد د برخلیک د ټاکني ډیري برخه په دي ځوانانو تکیه کوي.

ډیرئ پښتانه اوس مهال د تیرو څو لسیزو کورنیو جګړو ته د فکر کولو پرځاي په دي فکر دي چې دوي یوه داسي ولسمشر ته اړتیا لري څوک چې په هیواد کې تراهګري او جرمونه ختم کړي او په داسي یوه حالت کې چې ګواکي د نړیوالو د مرستو کموالئ به افغانستان له یوه اقتصادی بحران سره مخ کړي دا هیواد له دي اقتصادي بحران څخه د ایستلو وړتیا ولری.

سواریانو ته په تمه ناست د ټکسی په یوي اډي (ایستکاه) کې پښتانه موټر چلونکي په دي باور دي چې د نوماندانو قومیت یو ستر اصل دي، هغوي چې هر ډول قربانۍ یي ورکړي په هیڅ شرط به د یوه بل قوم نوماند ته خپله رایه ورنکړي.

یو بل ۲۸ کلن پښتون ځوان  چې وکیل نومیږي او د وردک اوسیدونکي دي د خپل موټر په مرمۍ سوري سوي ځاي ته په اشاره داسي وایي: زما لپاره دا مهمه نه ده چې څوک بائید ولسمشر سی، زما لپاره دا مهمه ده چې هرهغه څوک چې زما موټر له دغه ډول ګولیو له لګیدو وژغوري بائید ولسشمر سی. زه هر ورځ پر دي لار تګ راتګ کوم او میاشت کې یو وار خامخا د جګړي له کمین سره مخ کیږم چې له دي کبله مي ژوند او موټر دواړه له ګواښ سره مخ وي.

یو بل پښتون وادر ساپي چې د کابل په پوهنتون کې د حقوق پروفیسر دي داسی وايي: څو کاله مخکې کله چې زه کابل پوهنتون ته نوي نوي ولاړم نو د بیلو قومونو محصلین به په صنف کې له توپک او خنجر سره ناست ول او د نجنو او یا د سیاسی اختلافاتو پر سر به له یو بل سره لاس او ګریوان سول، خو اوس د انټرنټ او ټولنیزو رسنیو د پراختیا له کبله قوم پرستي له منځه تللي. ځوان پښتانه، ځوان ازبک او ځوان تاجک ټول سره ملګري دي او د قوم پرستي هغه کارډ نور نه چلیږي. ( د قوم پرستي او تعصب اصلي ټاټوبۍ د کابل پوهنتون دي البته اوس په صنف کې توپک او خنجر نه لیدل کیږي. ژباړونکي).

د ای سی ایس اُو آر د مارچ په میاشت کې ترسره کړي سروي له مخي د رایي ورکولو لپاره اوس هم د هیواد په ګوډ ګوډ کې پر قومیت حساب کیږي خو ۷ په ۱۰کې وګړي په دي باور دي چې له دواړه نوماندان د ولسمشر په توګه د دوي لپاره د منلو وړ دي.

زلمئ رسول چې د ټولټاکنو په لومړي پړاو کې یي دریم مقام خپل کړ او داسي باور کیده چې نوموړي د ولسمشر حامد کرزي اصلي نوماند دي او پښتون هم دي څو ورځي وړاندي په دویم پړاو کې د عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د نا آرامی غځیدل:

د عبدالله د تیرو ترخو کړنو له کبله ډیرئ پښتانه اوس هم نا آرامه دي. د یو کابل میشت څیړونکئ او تاریخ پوه وحید مژده په وینا د پښتنو او غیر پښتنو تر منځ ستونزه د یوي ستري تباهي لور ته روانه ده.

عبدالله په کابل کې وزیږد او وروسته د کابل د طب پوهنتون د سترګو په څانګه کې شامل سو. په ۱۹۷۹ کې کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ نوموړي پاکستان ته وتښت او هلته له مجاهدینو سره یو ځاي سواو بیا د یوه تاجک قوماندان احمد شاه مسعود (د مقامت په مشرتوب مشهور) نږدي ملګري سو.

د افغانستان څخه  د شوروي اتحاد د وتلو وروسته د برهاندالدین ربانی  (تاجک الصل افغان )تر واکمنۍ لاندي عبدالله د دفاع د وزارت ویاند وټاکل سو. د تاجکو دي واکمني ډلګۍ له پښتنو، هزاره او نورو قومونو سره جګړي پيل کړي چې په پاي کې يی افغانستان د کورنیو جګړو له کبله د یوي ستري تباهي سره مخ سو. په یاد کورنۍ جګړو کې د پلازمیني کابل ټوټه ټوټه کیدل د پښتنو عکس العمل وپاروي چې ډیر ژر دا عکس العمل د طالبانو په نوم په یوه متحد تشکیل بدل سو. په ۱۹۹۶ کې کله چې طالبانو کابل محاصره کړ عبدالله او یاران يي وتښتیدل او د شمالي ټلوالي په نوم يي نوي تشکیل جوړ کړ د یاد تشکیل ځواکونو د پښتنو د کورونو په چورولو او د هیغو په تښتولو کې ستر لاس لري.

عارف اوس هم وایي: د پشتنو تر ټولو ستره ویره دا ده چې د عبدالله ډله اوس هم ټول هغه پخواني خلک دي او د عبدالله د ټاکني سره سم به دوي ته قدرت او صلاحیت ورکول سی. عبدالله به هیڅ کله هم و نسی کولاي چې دغه قوماندانان دي کنټرول کړي او یول ځل بیا به انسان تښتوني، چور او چپاول عوج ته ورسیږي.

د عبدالله سره په یو ه مرکه کې نوموړي د خپلو تیرو کړنو په هکله له خبرو ډډه وکړه ، خو د عارف څرګندوني یي زهرجني او د ماضي په اړه نا سمي وبللي. د نوموړي په وینا د افغانستان خلکو به هیڅ کله ده ته رایي نه واي ورکړي که چیري دئ د مرګ پیغمبر واي.

په هرحال، آن د نوموړي د بعضو ملاتړو په وینا که چیري دئ ټولټاکني وهم ګټي د حکومتداري پر مهال به له ډیرو چیلنجونو سره مخ سی.

تر یوي لسیزي اوږدي جګړي وروسته د پښتنو سره د امریکائي او افغان ځواکونو د مور او میرې چلن پښتانه ستړي کړي دي. د دوي ټولنه په بی رحمانه توګه د دواړو له لوري په نښه سوي ده.

د عبدالله په باور د کرزي تر واکمني لاندي د افغانستان او امریکه اړیکو ته ستر زیان اوښتي او نوموړي به د خپل راتګ سره سم د متحده ایالاتو سره اوږد مهاله ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي تر څو امریکائي ځواکونه وکولای سی چې له دي کال وروسته په افغانستان کې پاتي سی او د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي به یو ځل بیا دوستانه سی.

عبدالله دا هوډ هم لري چې مخکي له دي چې په افغانستان کې قانون تصویب سی نوموړی به له طالبانو سره د سولي خبري اتری پیل کړي د نوموړي په وینا چې دا خبري اتري بائید د پراخو امکاناتو پر بنسټ وسی.

د نوموړي دغه ډول څرګندوني د ختیځ او جنوب ډیرئ پښتنو ویره زیاته کړي ده، ځکه چې په یادو سیمو کې د امینیت پر پرتله د طالبانو شمیر ډیر دي.

په هلمند کې د یوه قومي مشر شاه ولي په وینا چې طالبان به هیڅ کله هم د شمالی ټلوالي سره تر یوه چتر لاندي را نسی.

د یوه بل قومي مشر ننګیالی وردګ په وینا د عبدالله ولسمشر کیدل به د طالبانو تشکلیلات څو چنده ډیر کړي. د عبدالله د تیرو کړنو تاریخچي ته په کتو به طالبان په ډیره آسانه توګه وکولای سی چې پښتانه دي ته وهڅوي چې دوي د عبدالله په واکمنۍ کې خوندي نه دي.

په روزګان کې یو قومي مشر حاجي امیرجان بیا داسی وایی: عبدالله اوس د شمالی ټلوالي له ورځو څخه بدل سوي دي او له دي سره یي نور توضیحات هم ورکړل او په پاي کې وویل چې زما په اند موږ دي ته آماده یو چې یو بل تاجک مو ولسمشر سی. امیرجان دا هم وویل چې د پښتنو سره به د عبدالله چلند د کرزي پر پرتله ښه وي او زه تاسو ته ډاډ درکوم که چیري عبدالله هم د کرزي په څیر د پښتنو د تباهي پالیسي عملي کړي نو ډیر ژر به ټول پښتانه د نوموړي پر وړاندي ودریږي او نوموړي به د ولسمشر په توګه خپله دوره هم سرته و نه رسوي.

د ژباړونکي تبصره:

څرنګه چې واشنګټن پوسټ د ایالاتو هغه رسنۍ ده چې د کانګرس له لوري تقویه کیږي نو د واشنګټن پوسټ څرګندونو او د یادي رسنۍ د ترسره کړي سروي ته په کتو دا واضح ده چې سپنیه ماڼي هم د عبدالله تیرو کړنو ته په کتو سره نوموړي د ولسمشري وړ نه بولی او به عین وخت کې د هیواد اکثریت د تیارو لور ته ټیلوهل به هم خطرناکي پایلي ولري.

لیکنه: واشنګټن پوسټ: مئي ۱۸

http://m.washingtonpost.com/world/asia_pacific/abdullah-once-called-messenger-of-death-seeks-afghan-presidency-as-a-healer/2014/05/18/14dd9258-da09-11e3-bda1-9b46b2066796_story.html

ژباړه: نجیب الله آزاد

2 thoughts on “د مرګ په پيغمبرۍ مشهور اوس د ملهم لګوونکي په توګه غواړي افغان ولسمشر سی”
  1. پښتانه به هیڅکله ویښ نه شي. ځیني لا اوس هم په دې باور دي «پرېږده چې داڅه کوي»ـ

  2. پښتون ته چه نصحت کوی لکه غوا ته چه ډول وهی
    پښتون به پښتون وی تر مرګه پوری به د خپل خاصیت نه وانه وړی

  3. عبدالله نه د مور او نه د پلار له لورې پښتون دی خو تعجب دا دی چې له اشرف غني سره د طلوع په غیرافغاني تلویزیون کې په مرکې کې د عبدالله د کندهاري بک ګرونډ په اړه مساله مطرح کېږي خو ډاکټر غني ورته نه وايي چې دی له سره کندهاری نه دی. نه پوهېږم چې دا د غني څه ډول ډېپلوماسي او نزاکت مراعاتول دي؟ آیا دا به رښتیا هم بې ادبي وه چې داکټر غني ورته ویلي وای چې عبدالله تش د پښتنو د رایو د ترلاسه کولو لپاره ځان پښتون معرفي کوي. ګورو چې انتخابات په ډېر حساس پړاو کې دی او عبدالله له هر ډول چل او درغلۍ څخه کار اخلي خو هېڅوک په ډاکه رسنیو ته نه وايي چې دی پښتون نه بلکې د پښتنو قسم خوړلی دښمن دی

  4. سلامونه آزاد صاحب
    ډیره مننه ریښتیا هم ډیر ښکلی ژباړه مو کړي ده په خاصه توګه هغه د لیکنی به منځ کي مو چي د بعضو مالوماتو په هکله پر حقیفت ولاړ مالومات ورکړي دي. یو ځل بیا نړي مننه

    ستاسو د لا بریاوو په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *