محمد ابراهیم سپېڅلی

« هلکانو راتېر سئ ! خدای خبر بیا يې کوم څوک راوستلی او کور يې ورخرابوي !!!»

سپين سري انا لکړه په لاس تور د الوان پړونی پر سر خپلو لمسیانو ته په کمزوري، خو تونده لهجه ور ږغ کړه.

لسمیانو د انا پر خبره غوږ ونه نیو، ولاړو موټرونو او راغلو خلکو ته نورهم ورنژدې سول، یو دوه درې خو هلته د نورو کوچنیانو سره یوځای د راغلو خلکو خبرو ته کښېنستل

زړې انا خپلي عینکي پر سترګو سمې کړې، د پړوني پلو يې له مځکي ور ټول او په لاس کي ونیو، خو سترګو يې سم ملګری نه ورسره کاوه.

پر انا وخت ډیر تیرسوی دی، د راټول سویو خلکو خبري اوري، مګر نه ورباندي بیلیږي، چي څه وايي؟

انا ته هغه تیر کلونه ور په یاد سول، چي پر دغه ځای به يې هرسهار یو ځوان د شپې راځړولی او یابه د وهلو نارو دوی په کورکي ناارام کړي وو.

د دوی کور دغه تعمیر ته نژدې دی.

انا داسي انګیري، چي کوم مهم څوک يې نیولی اویايې وژني، چي  دومره زیات کسان سره راټول دي.

زنګاوات

داد کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ د زنګاوات سیمه ده، دلته په اتیایمو کلنو کي د بهرنیو ځواکونو د شتون سره سره وسله وال طالبان فعال و.

له دغه ځایه يې ژړۍ  او میوند ولسوالیاني هم ترګواښ لاندي وې.

که په ورځ کي نه و، نو په اوونۍ کي به خامخا سهار خلکو یو یا دوه کسان لیدل، چي له دولت سره د تړاو په تور به پر ونو پوري وسله والو طالبانو ځړولي وو.

وسله وال طالبان د پنجوايي ولسوالۍ له مرکز څخه ماسوا پر ټوله ولسوالۍ حاکم و، په باغونو او کورونو کي يې میشتي وسلوالي ډلي درلودې.

د زنګاوات سیمه کي يې محکمه جوړه کړې وه، د محکمې تعمیر يې د سلیمان ماکو ښوونځی ټاکل و.

دغه ښوونځي  په ۱۳۱۷ کال پرانیستل سوې ده ، خو په هیواد کي د بیلا بیلو انقلابونو له لاسه يې ښه ورځ نه ده لیدلې.

یاد ښوونځي د مخکني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د نوي دولت په راتلو سره یوځل بیا فعاله سوه، خو تر دوه کاله وروسته د ناامنیو له امله بیرته غیري فعاله سوه.

وسله وال طالبان راغلل اوددې ښوونځي ودانۍ يې خپله محکمه کړه.

زده کوونکي، څه چي هرڅوک له دې تعمیره ویریدل او هیڅ چا زړه نه ښه کاوه، چي دغه تعمیر ته وګوري.

دپنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي راته وویل، هغه ورځ يې ښه په یاد ده، چي د دې ښوونځي د تعمیر مخته يې دوه تنه د پلچکانو د جوړولو کارکوونکي راځړولې وو.

د اسحاقزي په قول، دلته د خارجیانو ترڅنګ زیات امنیتي ځواکونه موجود وو، لیکن بیاهم وسله والو له دولت سره د تړاو په تور زیات کسان په دغه تعمیر کي ترمحکمه کولو وروسته وژل، مګر چايي مخ نه سوای نیولای.

محکمه ښوونځی سو

له یوولس کالو اوږد ځنډ وروسته یوځل بیا په دغه تعمیر کي د ژړا، زاریو او وهلو پرځای د درس  لپاره زنګ وږغیدی

اوس دا ودانۍ د مرګ او شکنجې ځای نه دی، اوس دلته د هیواد راتلونکی نسل روزل کیږي

هرسهار په لسهاوو زده کوونکي له بیلا بیلو کلیو بستۍ په شا درس ویلو ته راځي

د سلیمان ماکو ښوونځي اوس په رښتیا ښوونځی دی ، خو دیوالونه يې لا د هغه وخت په لوګیو تور اود خورا ډیرو ترخو خاطرو کیسې کوي.

د یادي ودانۍ ټولي دروازې او کړکۍ کښل سوي او یوازي یوه کنډواله پاته ده.

د کندهار د پوهني ریاست مطبوعاتي مسؤل نظر محمد صمیم وايي، د کلي خلکو په مرسته يې تر یونیم سل زیاتو زده کوونکو ته د درس ویلو زمینه چمتو کړې او هیله لري، چي دا ځای په لیسه بدل کړي.

زده کوونکي څه وايي؟

د سلیمان ماکو ښوونځي د لومړي ټولګي دوو تنو زده کوونکو راته وویل، ترمخه يې په کلي کي ښوونځی نه و، اوس خوشحال دي، چي خپلو درسونو ته راځي او کتابونه وايي.

دغه زده کوونکي غواړي، چي بیايي ښوونځی پر مخ ونه تړل سي.

« موږ ته معلمانو کتابونه راکړي دي، ترمخه په کوڅو کي ګرځیدو، اوس خپل سبقان وایو.

موږ غواړو، چي زموږ مکتب ته دي نه بندیږي. »

سم ملاتړ

د کندهار د پوهني ریاست مسؤلین وايي، د روان تعلیمي کال په بهیر کي يې څوارلس بابه تړلي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي دي، چي د سلیمان ماکو  دغه ښوونځی هم یو له هغو مکاتبو څخه دی، چي سږکال پکښي زده کوونکي درس ویلوته کښېنستلي دي.

د سیمي خلک وايي، د خپلو اولادونو دښې راتلونکي په موخه د ښوونیزو مرکزونو ساتنه کوي او هیڅ چاته اجازه نه ورکوي، چي د دوی د اولادونو پرمخ د پوهي ډېوې مړې کړي.

دوی وايي، له وزارت او ریاست څخه هم غواړو، چي په دې لارکي زموږ ملا وتړي او په سیمه کي تړلي مکتبونه راته پرانیزي.

۱۶ – ۰۲ – ۲۰۱۷

کندهار ښار، دوهمه ناحیه

دغه کالم د سرخط ورځپاڼي په (۴۳۹) ګڼه کي هم خپور سوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *