تاند- اینسایټ ستوربېړۍ له مریخ څخه د باد ږغ مځکې ته رالېږلی دی.

دا ستوربېړۍ، چې ۲ اوونۍ پخوا مریخ ته ورسېده، فشارمېچ هم لري چې د باد د چلېدو ږغ ثبت کړي.

ساینسپوهان وايي چې د مریخ د باد سرعت په ثانیه کې له ۵ تر ۷ مترو دی.

له سپوږمکۍ څخه اخیستل شوي عکسونه هم د مریخ پر مخ (سطحه) د باد نښې ښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *