تاند- (پنجشنبه، د میزان۱۱) د ټسلا او پې پال او سپېس ایکس بنسټګر الن مسک باور لري چې که د مریخ په مدار کې سترې هیندارې نصب شي، د لمر تودوښه (تودوخه) به دې سړې سیارې ته انتقال او د هغې هوا به یو څه توده شي.
د اندیپینډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، الن ماسک وړاندیز کړی چې په دې توګه دې مریخ د انسانانو د اوسېدو جوګه کړل شي.
ده تر دې وړاندې وړاندیز کړی و چې د مریخ پر قطبونو دې اتومي بمونه وغورځول شي چې دا سیاره توده او مځکې ته ورته شي. خو دا طرحه یې له انتقادونو سره مخامخ شوه. ساینسپوهانو خبرداری ورکړ چې له اتومي وسلې څخه کار اخیستل د دې سبب کېږي چې د مریخ په اتومسیفر کې پنډې وریځې رامنځته شي او د لمر د وړانګو مخه ونیسي.
د دوی په باور د دې کار په نتیجه کې به نه یوازې دا چې د مریخ هوا توده نه شي بلکې لا به سړه شي.
د نېچر استرونومي مجلې د یوه راپور له مخې، په اوسنۍ ټکنالوژۍ، چې انسانان یې لري، د مریح هوا بدلېدای نه شي.
خو الن ماسک، چې ډېر لېوال دی چې انسانان باید په نورو کُرو کې د ژوند کولو امکان ومومي، د ساینسپوهانو نظریو ته له پام کولو پرته ادعا کوي چې د مریخ د تودولو لپاره ګڼې لارې شته.
د ده نوې طرحه دا ده چې د سترو هیندارو داسې سیستم دې جوړ شي چې د مریخ د مدار په شاوخوا کې ځای پر ځای شي او د هغو په وسیله به د لمر وړانګې مریخ نه منعکس شي.
ده په خپله ټویټرپاڼه کې کښلي«د مریخ د تودولو لپاره ښايي د لمر د وړانګو له زرګونو منعکس کوونکو سپوږمیکو کار اخیستل په عقل برابر وي.
دا لومړی ځل نه دی چې دا وړاندیز کېږي. تر دې مخکې په ۲۰۰۶ م کال د اریزونا پوهنتون یوه محصل ته فیلوشیپ ورکړ چې پر یوې داسې طرحې څېړنه وکړي چې پر اساس یې د مریخ په مدار کې سترې هیندارې د لمر د وړانګو د منعکس کېدو لپاره کېښودل شي.
او بالاخره الن مسک سپوږمۍ ته د خصوصي ستوربېړۍ د لېږلو طرحه څرګنده کړه: