تاند- ناسا غواړي چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې له هغو ستورمزلو سره چې مریخ ته ځي، د لیزر په وسیله ارتباط ټینګ کړي.

تراوسه پورې په فضا کې له ستورمزلو سره د راډیويي څپو له لارې تماس نیول کېږي چې سرعت یې کم دی او که ستورمزلی ډېر لېرې شي ښايي بیخي په سختۍ ورسره تماس ونیول شي خو ناسا اوس په دې کار کوي چې له دې ایسته د راډیويي څپو پر ځای له ستورمزلو سره د لیزري ټکنالوژۍ په وسیله تماس ولري.

ناسا وايي چې د لیزر څپو د ترلاسه کولو یا لېږلو لپاره نوي دیشونه جوړوي. دا دېشونه هغو ستورمزلو ته، چې له مځکې تر ۶۴ ملیون کیلومتره لېرې وي، ضروري معلومات خورا چټک لېږلی شي.

د ناسا د متخصصانو په وینا لېزري څپې تر راډیويي هغو قوي دي او د دوی تجربو ثابته کړې چې د راډیويي څپو په پرتله لیزري لس برابره چټکې هدف یا منزل ته رسېږي.

د ناسا له لوري د کلیفورنیا په ګولډسټون کې د یوه لیزري دېش د جوړولو کار روانه اوونۍ پیل شو.

ټاکل شوې ده چې دا ډول ګڼ دېشونه جوړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *