تاند- څېړونکي وايي، په مریخ کې د ناسا د یوه مخکیني ماموریت د بیاڅېړلو په مهال یې د دې سیارې په استوايي برخې کې ډېره اندازه کنګل لیدلی دی.

د سپېس د راپور له مخې، د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د څېړونکو له لوري د پخوانیو معلوماتو څېړلو ښودلې چې د مریخ په استوايي کرښه کې په پراخه پیمانه یخی یا کنګل شته.

تر دې وړاندې ساینسپوهانو ګومان نه کاوه چې دا ماده دې هلته موجوده وي.

ساینسپوهانو هغه وخت د مریخ په دې برخه کې ډېره اندازه هایدروجن ته ورپام شول چې مریخ ته یې د اودیسې د فضا بېړۍ د څو کاله پخواني ماموریت معلومات پلټل.

اودیسې فضايی بېړۍ دا ماموریت له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۹ ترمنځ کړی و.

په ارتفاع کې هایدروجن د پټ شویو کنګلونو ښودنه کوي خو د ناسا څېړونکو ګومان نه کاوه چې د مریخ په استوايي کونج کې به یخی یا د اوبو نښه موجوده وي.

په مریخ کې د اوبو شتون به دې سیارې ته د انسانانو له راتلونکو ماموریتونو سره ډېره مرسته وکړي ځکه چې فضانوردان به اړتیا نه لري چې له ځان سره ډېرې اوبه یوسي.

ځواب دلته پرېږدئ