په تېرو هېرو زمانو کې اپسیتوس نومي کس ته هوس ورپیدا شو چې خلک د خدای په سترګه ورته و ګوري. ده ګڼ توتیان په یوه لوی قفس کې واچول او د دې خبرې کول یې ورزده کړل چې: اپسیتوس خدای دی.
اپسیتوس روزل شوي توتیان خوشي کړل او له دې وروسته خلکو په ونو او باغونو کې له ناستو توتیانو د ده د خدایی خبره واورېدله.
خلکو یې لمانځنه پیل کړه.
ځینې قلموال یا نور کسان چې د شهرت او عزت بې حده شوقیان وي، د اپسیتوس غوندې توتیان ساتي او هغوی بیا هر چېرته وایي چې د پلاني ساری نشته.
افسانه وایي چې یوه هوښیار یوناني توتیانو ته دا خبره ورزده کړه: « اپسیتوس مونږ په قفس کې واچولو او مجبور یې کړو ووایو چې اپسیتوس خدای دی.»
دې شي هغه رسوا ردي کړ.
مخکې تر دې چې خلک، کره کتونکي یا مورخان د هوښیار یوناني نقش تر سره کړي، د مریدانو شوقي لیکوالو او شاعرانو ته پکار ده چې د اپسیتوس له افسانې عبرت واخلي او توتیان ونه روزي بلکې همدا خواري له خپل هنر سره وکړي او ځان وروزي.
