مریم امرخېل

لومړۍ برخه

 «زه د هغو پیغلو دردیدلې چیغه یم، چې په ستوني کې خپ، خپ

ژاړي او چیغې یې هیڅوک نه اوري. غواړم د هغوی

پټه، پټه ژړا په داسې یاغې چیغې بدله کړم، چې

له شرقه تر غربه یې ناره د ټولې نړۍ تر

غوږونو پورې و رسیږي.»

(مریم امرخیل)

مریم امرخیل زما له نظره د تعلیم کار او زیار یوه داسې ژوندۍ بیلګه ده چې هر څوک باید ور باندې و ویاړي، ځکه چې زموږ د ټولنې په دې روان اړو و دوړ کې، د یوې کلیوالې نجلۍ له پاره د دومره ستومنزمنو کارونو تر سره کول ګران نه، بلکې نا شوني دي، خو مریم د هر راز ستړیاوو او خطرونو په منلو سره دا ویاړمن کارونه تر سره کړي دي، د تعلیم او  نوي ژوند له پاره یې د بیلګې په ډول داسې لار آواره کړې چې په دې پسې راتلونکي نسلونه به په آرامۍ او پرته له کوم ډار نه ور باندې روان وي. د دومره خطرونو او زیارونو په ګاللو سره مریم امرخیل وښوده چې پر خپلو پښو د دریدو او پر ځان د بسیا کیدو یوه غوره او ژوندۍ بیلګه ده.

د مریم امرخیلې د لنډ ژوند لیک له لوستلو پوه شوم چې، مریم له تیارو راوتلې ډیوه ده او دا ډيوه په خپل استعداد او همت سره توانیدلې ده چې د زمانې له بادونو، طوفانونو او نادودو سره مبارزه وکړي او ځان د ژوند هغې پوړۍ ته ورسوي چې اکثریت خلک یې په ډیر اوږده عمر کې هم نه شي ور رسولای.

د مریم امرخیل بیوګرافي په ځینو آدرسونو کې په لنډه او اوږده بڼه خپره شوې ده، خو ما تر هر څه د مخه له دې سره د فیسبوک له لارې اړیکې ونیولې او د بیوګرابۍ د لا بشپړتیا په پار مې څو پوښتنې د دې په آدرس ور ولیږلې، زما د لیک او پوښتنو متن دا دی:

زما سلامونه او نیکې هیلې ومنئ!

هیله ده هر څه ښه وي.

ستړې مه شې، هر کله راشې!

تاسو له تورو تیارو څخه زدکړې او هلې ځلې را پیل کړې دي او اوس هر چا ته پته ده چې د خپل مزله لاره مو تر څو پټه پایو پورې په بریالیتوب سره وهلې ده.

د تعلیم د نهضت د لا پراختیا او د زدکړو له پاره د نورو ځوانانو د ښه تشویق په پار، ما وغوښتل چې لکه د ثنا ساپۍ غوندې ستاسو پر کامیابو فعالیتونو باندې هم یو څه ولیکم او دا وښیم چې تاسو د تعلیم او کار تر ټولو ځوانه او کامیابه بیلګه یاست او د نورو ځوانانو او پیغلو له پاره به سر مشق هم شي.  که د مقالې د لا غنا له پاره زما دغو پوښتنو ته لنډ ځوابونه راکړئ، مهرباني به مو وي:

ــ که مو چیرې بیوګرافي خپره شوې وي، لینک یې را ولیږئ او که نه، نو ډیره لنډه بیوګرافي مو را ته ولیکئ،

ــ څومره او څه مو تر اوسه د تخلیق یا تحقیق په برخه کې لیکلي او خپاره کړي دي، که مو کړي وي چیرې، لینک یې را ته ولیږئ،

ــ کله مو د لیسانس دوره پای ته ورسوله، د مونوګراف موضوع مو څه وه؟

ــ کوم مدني فعالیتونه مو تر سره کړي دي؟

ــ د زر تار کیسه هم لنډه راته ولیکئ،

ــ د سولې جایزې ته چې کاندیده وې، هغه څنګه شوه؟

ــ آیا اوس رسمي دنده لرئ، که یې لرئ، څه دنده تر سره کوئ؟

ــ په راتلونکې کې د نورو زدکړو او مدني فعالیتونو په برخه کې څه پلان لرئ؟

د اوس له پاره همدومره.

بریالیتوب مو غواړم،

تر بیا

او مریم امرخیلې په ډیرې حوصلې او مهربانۍ سره د خپل ژوند، بیوګرافۍ، کارونو او زدکړو په باب زما په پته مالومات را ولیږه، زه یې په امانتدارۍ سره دلته ږدم:

«سلامونه

بهاند صیب مننه کوم بیا هم،

د ویکي پیدیا په دغه لینک کې زما د لیکنو په اړه ټول معلومات شته،

په ۱۳۹۴ کال کې مې د لیسانس دوره پای ته ورسېدله،

کله چې مې ښوونځي له پاره درې کاله تېر کړل، زیاته به خفه کېدم خو دا هر څه مې د خپل راتلوونکي او د نورو هغو نجونو چې په کلي کې وې. ټولو به راته همدا خبره کوله چې ته یوازېنی کس زموږ له ډلۍ څخه یاست نو د همدې په خاطر به مې هره سختي زغمله او مور پلار ته به مې د خپل خفګان یا نور هیڅ نه ویل کلي ته به چې لاړم د پخوا غوندې شوخه خندانه نه وم خو مور پلار ته به مې ویل زما درسونه زیات دي ځکه له جسمي لحاظه زیاته کمزورې کېدمه، خو هیڅکله مې خپلې موخې په هیڅ قیمت نه غوښتل بې برخې شم او زه پوهېدم که غواړم د نورو سره مرسته وکړم نو یوازې تعلیم او علم حاصلول دي چې باید تر آخرې سلګۍ ورته زیار وباسم ښونځی مې د ماما کور کې پای ته ورساوه، نور مې غوښتل باید خپلې خویندې ورونه او د تره اولادونه لږ تر لږه کابل ته راولم، نو خیاطي مې فکر ته راغله او دغه کار مې ټول پلان جوړ کړ. پنځه سوه روپۍ مې له خپلوانو پور کړې او لومړنی عاید مې څلور زره افغانۍ او دغه شان وروسته، وروسته دومره په ځان بسیا سوم چې ما به د شل زرو زیات او کم میاشتنی عاید و، نو هغه ما وغوښتل دغه مسلک عام کړم او نورو ښځو سره مې دغې برخه کې مرسته وکړه. د هغوی له پاره مې لومړی خام مواد او نور واخیستل، بیا به ما ورته پلورل، تر څو دوی کابل کې پاتې شي. د دوی لوڼې او زامن باید له درس څخه بې برخې نه شي.

کله چې سږکال زه وپوهېدمه چې کولی شم یوه وړه کمپنۍ جوړه کړم، نو د زرتار په نوم شرکت مې جوړ کړ او دا مې د ننګرهار، کاپیسا، لغمان، غزني، پکتیا، میدان وردګ ولایت او خپله مرکز یې کابل کې و، چې د دغو ولایاتو نه ما تر خپلې وسې دیرش او څلویښت میرمنې په کار کې ونیولې لومړی مې ورته خام مواد واخیستل او بیا مې د هر ولایت له پاره یو نماینده چې نجلۍ وه، ټاکلې وه. هلته مو دا مواد ورکول هغوی جوړول او موږ بازار کې ورته پلورل چې د هغې له برکته به هرې میرمنې د میاشتې درې تر شپږ زرو افغانیو معاش اخیسته چې د ټولو مجموع ۲۵۰ میرمنو ته رسیږي، خو اوس یې زیاتره میرمنو ته دهغوی خپل خاوند، ورور یا بل څوک پلوري او دغه شان زه کوښښ کوم د دې لاسي کارونو له پاره د نړیوال بازار پام را جلب کړم چې اوس په همدې کارونو بوخته یمه.

د سولې جایزې ته ځیني دوستانو نومانده کړم کمپاین هم ډېر ښه و، تر دې حده چې زما پروفایل د اوو ملکو په نمایندګانو کې زیاتو کسانو لوستی او خوښ کړی و؛ خو له بده مرغه چې زموږ د ګروپ نه یوه پاکستانۍ نجلۍ بریالۍ شوه چې دغې جایزې درې برخې لرلې چې  له افغانستان څخه یوازې حبیبه سرابي وکړلی شول دغه جایزه تر لاسه کړي.

زه دومره پوهیږم چې تر آخره زیاته ډاډه وم او که د کمپاین خبره وه تر هر چا مخکې وم خو خیر دا هر څه ژوند کې راځي او د دې پایله واضح وي، یا به یې ګټې، یا به یې بایلې؛ نو دا دومره ستونزمنه خبره نه ده راته. ځکه زما دریځ معلوم دی او زه تل غواړم یوازې خپلو خلکو او هېواد ته تر خپلې وسې، وسې زیات کار وکړم.

تر اوسه کومه رسمي دنده نه لرم او نه کوم پلان ورته لرم چې رسمي دنده تر سره کړم. زه غواړم ډېره آزاده و اوسم او وکولی شمه خپل پلانونه او کارونه په ښه او عالي توګه تر سره کړم.

خو بیا هم د چنار راډیو سره کار کوم تر څو لرې پرتو او نا امنو سیمو ته ښې خپرونې و رسیږي، چې د ښځو د ستونزو په حل کولو کې فعاله ونډه ولري.

زما ټول پلان د افغان ماشومانو په تعلیم باندې را څرخي او دغه شان د میرمنو د اقتصادي پیاوړتیا له پاره نوې طرحې او پلانونه لرم، چې تطبیق یې کړم.

خدای دې وکړي بهاند صیب کوم څه چې تاسې پوښتلي وو، د هغو اړوند مې ځواب درکړی وي.

تاسې دې هم خدای آباد او خوشحاله لري.

مننه»

وروسته له هغې چې مریم امرخیل د سولې جایزې ته کاندیده شوه، د میډیا پام ډیر ور وا وښت، په افغنستان کې د ننه او له افغانستان نه د باندې لیکنې ورباندې و شوې. هغه څه چې زما له نظره تیر شوي دي او د مریم په باب زما د څو میاشتنیو څیړنو په ترڅ کې ما تر لاسه کړي دي د هغو په رڼا کې به د مریم په باب دا مقاله و لیکم.

د لومړۍ برخې پای

One thought on “د مریم امرخیلې غږ/ پوهندوی آصف بهاند”
  1. سلامونه، زړه او زړه ته تیر بهاند صیب!ـ
    ړومبی باید مننه وکړم، دا چي تاسو خپله ستره مېړانه ولسوالو او نړیوالو ته، د یوې فریشتې پېغلي ( مریم امرخیله ) د پېژندلیک په لیکولو او خپرولو وښوده ( ډیره زیاته مننه کوم ).ـ
    اغلې امرخیله، څومره چي تاسو د خپلي لیکني په زرینو کرښو کي یاده کړې، که زما له نظره ورته ور وګورې، نو له دې نه به هم درته ډیر څه ښکاره شې.ـ
    مریم د ظاهري یادوني له مخي، له را لنډو وختونو څخه پیژنم؛ چي خپله همدا تبصره مي د اغلي په یوه پوسټ رالوړلو غواړم سره را تاوه کړم.ـ
    ( خو دا به په دې مانا نه وي چي د اغلي مریم په اړه به زما سره شته صیفات همدومره وي )

    مسلمانانو! ))
    ژوندي یاستی او که مړه؟
    راووځئ! یوې لوې او پراخې دښتې ته او قران کریمونه، جاینمازونه درسره واخلئ، خدای ج ته سجده او زاری وکړئ.
    کوم ښامار چې یې پرموږ نازل کړی نور واخلي.
    خدای ته ووایئ! کوم ښامار دې چې پر موږ نازل کړی هره ورځ زموږ پوه، د قلم خاوند او ښکلی ځوان د پوهنتون استاد، انجینر، زړورې کارمندانې او کدرونه خپلې دوزخي خیټې ته اچوي.
    او بل دا چې ستا د ویناوو”قران کریم” خلاف کارونه کوي.
    الله ج دې پر مسلمانانو رحم وکړي
    December 22, 2016 at 9:18am, From Facebook ))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *