تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: ولسمشر غني د عبدالعلي مزاري د پنځه ویشتم تلین په مراسمو نننی وسله وال برید پر ملي یووالي حمله او بشري ضد جنایت بللی دی.

کورنیو چارو وزارت په ننني وسله وال برید کې د ۱ کس مړینه او ۱۸ نورو ژوبلېدو خبر تایید کړی خو د علي جناح روغتون وايي د دشت برچي له ننني برید څخه ورته ۲۳ مړي او ۳۳ ژوبل ور وړل شوي دي.
په دغه غونډه کې کریم خلیلي، عبدالله عبدالله او نورو مشرانو ګډون کړی و خو هغوی د خپلو ساتونکو لخوا ویستل شوي دي.

ولسمشر غني د دغه برید به تړاو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې له عبدالله عبدالله او کریم خلیلي سره یې تماس نیولی او د عامې روغتیا وزارت ته یې امر کړی دی چې د پېښې د ټپیانو کلکه پالنه وکړي: (( امنیتی ځواکونه به د پېښې له عاملینو سره جدي برخورد وکړي.))

بلخوا د هزاره ګانو یو مشر محمد محقق دغه برید تر ډیره سیاسي بللی دی.
نوموړي تایید کړه چې په دې برید کې د ملکیانو، ښځو او ماشومانو په ګډون په ډزو کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ژوبل دي.
اجرائیه ریاست بیا دا برید په کلکه غندلی او ویاند یې مجیب رحیمي ویلي دي چې عبدالله عبدالله له پيښې روغ وتلی دی: (( امنیتي مسوولانو باید د غونډې امنیت په کلکه نیولای وای.))

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم په خپل وار دا پر سوله او ملکیانو برید بللی دی.

سرور دانش ویلي، په داسې حال کې چې سولې ته هیلې زیاتې شوې دي، ترهګر او د ازادۍ دښمنان هڅه کوي راتلونکي تحولات زیانمن کړي: (( افغانانوته ډاډ ورکوو چې د دې خاورې دښمنان به هیڅکله خپلو شومو اهدافو ته ونه رسېږي، له امنیتي ځواکونو هم غواړم چې ژر تر ژره د دغې پېښې په تړاو پلټنې پیل کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل په دشت برچي کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین مراسم روان وو چې یوولس بجې او شل دقیقې له نږدې نیمه کاره ودانۍ څخه پر مراسمو وسله وال برید پیل شو.

طالبانو یوه اعلامیه خپره کړې چې دغه برید دوی نه دی کړی، خو دا دویم پرله پسې کال دی چې د مزاري د تلین په مراسمو بریدونه کېږي.
تېر کال هم دغه مراسم په سیاسي بڼه د حنیف اتمر او ورسره ایتلاف لخوا نمانځل کېدل چې دا مراسم د برید ښکار شول.

3 thoughts on “د مزاري د تلین په مراسمو د ولسمشر، محقق، عبدالله، دانش او طالبانو غبرګونونه”
  1. طالبانو خو د امریکا او پاکستان سره د تفاهم نه وروسته چه کوم د صلحی لاسلیک د امریکائیانو سره وکړ ، دهغه نه وروسته د طالبانو تروریستی ډلی ویاند ذبیح الله په وضاحت د افغانستان داسلامی جمهوری دولت او ملت خلاف د جنګ اعلان وکړ ، نو بیا ولی اوس طالبان ددغه تروریستی برید نه انکار کوی ، دا نه یوازی په کابل کی په نورو ولایاتو کی هم طالبانو د افغان وژنی اور تود کړی ، ملت به مجبور کړی چه د ددغه خونکاری ډلی خلاف قیام وکړی او په هر ځای کی د افغنستان د زړه ور او قهرمان امنیتی قواؤ سره او ږه په او ږه دغه ډله و ځپی او ختمه کړی .

  2. عبدالله باید د ننی تروریستی برید نه یو درس واخلی او هغه داچه د افغانستان تاریخی دښمن تروریسم د ابزار په توګه په کمین کی کښینولی ، نه په سیاسیونو باندی رحم لری او نه هم په عامو خلکو د افغانستان ، بهتره ده د افغانستان د قوانینو مطابق د انتخاباتو نهاییی پایلو مطابق قوی حکومت جوړ شی او نور وخت په داخلی ډله بازیو کی ضایع نه شی ، د تروریسم په مقابل کی ضروری ده چه د افغانستان ملی وفاق ته کار وشی او د دوست او دښمن سره په یوه رسا اوواحد غږ خبره او برخورد وشی .

  3. که څه هم زه مرده پرستانو سره موافق نه یم او د مړو د وژلو د ورځو مراسم او جشنونه د اسلام د مقدس دین سره یو مخالف عمل بولم ، د نن ورځې ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړم.
    له بلې خوا د طالبانو او ټولو تروریستي ډلو دا شوم او له انسانیت نه لرې عمل محکوموو. څو ورځې مخکې د طالبانو ویندوی ‌‌ذبیح مجاهل د افغانستان داسلامي دولت پرضد د خپلو بریدونو د بیا پیلولو اعلان وکړ چې دادی نن یې زمونږ یو شمېر بېګناه انسانان په وینو کې لت پت کړل.
    طالبان غواړي پدې ترتیب سره د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ تفرقه واچوي او هغوی د یوبل پرضد تحریک کړي . دوی غواړي چې یو ځل بیا د افغانستان دولت ، حکومت ، ملي اردو او ټول ملکي او دولتي تاسیسات وران ویجاړ او پنجاب ته د تحفې په توګه ډالۍ کړي.
    ټولو روشنفکرو افغانانو ، سیاستوالو او هغوی ته چې پردې وطن یې زړه سوځي زما پیغام دادی چې خپل اختلافات یوې خواته پرېږدي ، ټول په یوه واحد ، قوي او ملي دولت کې سره راټول شئ ، مه پرېږدئ چې افغانستان یوځل بیا د منځنیو پېړیو دورې ته ورټېل وهل شي او د نړۍ د تاریخ د موزیم په شکل پاته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *