تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: په کابل کې د علي جناح روغتون چارواکي وایي، د مزاري د تلین په مراسمو کې ۲۳ تنه وژل شوي او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل دي.
دغه برید نن سهار یوولس نیمې شاوخوا دشت برچي کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین په مراسمو کې له نږدې نیمه کاره ودانۍ څخه د وسله والو له لوري وشو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وايي، پولیس او د کورنیو چارو وزارت ځانګړي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او هغه وداني یې محاصره کړې ده چې وسله وال ورته ننوتي او د غونډې پر ځای یې وسله وال برید کړی دی خو نوموړی تر دې دمه د ۱۸ کسانو د ژوبلیدو راپور په لاس کې لري.
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار بیا تاند ته وایي، د کابل د نننۍ پېښې له ځایه ۱۵ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي.
ویل کېږي دغې غونډې ته عبدالله عبدالله، کریم خلیلي، محمد محقق او ګڼ نور سیاستوال ورغلي وو او عبدالله عبدالله خپله وینا پای ته رسولې وه چې د کریم خلیلي د وینا پر مهال ناڅاپه ډزې شوې دي.
نصرت رحیمي د سیاسي مشرانو د مرګ ژوبلې په اړه وايي، ځانګړي ځواکونه یې په سیمه کې دي او تر اوسه د مړینو او تلفاتو په تړاو دقیق معلومات نه لري.
عبدالله عبدالله، حامد کرزی، کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، احدي او محقق له بریده روغ وتلي.
سرچینه وایي د دایکندي پخوانی والي په پېښه کې ټپي شوی او د محقق یو عکاس او یو بل تن هم ژوبل دی.
امنیتي سرچینې وايي، وسله وال دا مهال د سیاستوالو له ساتونکو او همدا راز امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل دي.
د پېښې په سیمه کې د مړو او ټپیانو راپور هم شته خو دقیق شمیر یې لا امنیتي سرچینو نه دی تایید کړی.
وسله وال طالبان وايي په کابل ښار کې د پخواني جهادي قوماندان عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو برید دوی نه دی کړئ.
عبدالله باید د ننی تروریستی برید نه یو درس واخلی او هغه داچه د افغانستان تاریخی دښمن تروریسم د ابزار په توګه په کمین کی کښینولی ، نه په سیاسیونو باندی رحم لری او نه هم په عامو خلکو د افغانستان ، بهتره ده د افغانستان د قوانینو مطابق د انتخاباتو نهاییی پایلو مطابق قوی حکومت جوړ شی او نور وخت په داخلی ډله بازیو کی ضایع نه شی ، د تروریسم په مقابل کی ضروری ده چه د افغانستان ملی وفاق ته کار وشی او د دوست او دښمن سره په یوه رسا اوواحد غږ خبره او برخورد وشی .
طالبانو خو د امریکا او پاکستان سره د تفاهم نه وروسته چه کوم د صلحی لاسلیک د امریکائیانو سره وکړ ، دهغه نه وروسته د طالبانو تروریستی ډلی ویاند ذبیح الله په وضاحت د افغانستان داسلامی جمهوری دولت او ملت خلاف د جنګ اعلان وکړ ، نو بیا ولی اوس طالبان ددغه تروریستی برید نه انکار کوی ، دا نه یوازی په کابل کی په نورو ولایاتو کی هم طالبانو د افغان وژنی اور تود کړی ، ملت به مجبور کړی چه د ددغه خونکاری ډلی خلاف قیام وکړی او په هر ځای کی د افغنستان د زړه ور او قهرمان امنیتی قواؤ سره او ږه په او ږه دغه ډله و ځپی او ختمه کړبی .