لشکرګاه

د خبریال: (لشکرګاه) د هلمند پوهنتون مسؤلانو نن وويل، د پوهنتون د تاسيس يې اوه کاله تېرېږي خو تر اوسه د پوهنتون لپاره ودانۍ نه لري.

دوی په يوه خبري غونډه کې وویل، انکشافي بودجه يې بله لويه ستونزه ده چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا نه ورکول کيږي.

د هلمند پوهنتون مسؤلانو د پوهنتون د ستونزو د سپړلو په اړه خبريالانو ته وويل، د لوړو زده کړو وزارت نه پاملرنې له امله نږدې ده چې د پوهنتون دروازې وتړي.

د ياد پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار احسان الله حيات وايي، دا مهال زرګونه محصلان د هلمند پوهنتون په څلورو بېلابېلو پوهنځيو کې په داسې حال کې زده کړې کوي چې دوی ځای او ودانۍ نه لري.

حيات وايي، د هلمند پوهنتون لپاره د ښار ختيځ لور ته په ۱۷ کيلومترۍ کې ۷۰۰ جریبه ځمکه ورکړل شوې ده چې په خراب کيفيت يې د احاطې دېوال هم جوړ شوی دی، خو د ده په خبره د نا امنۍ له امله نه محصلان هلته ورتلی شي او نه هم ښوونکي.

پوهنيار احسان الله حيات وويل: ((زموږ د پوهنتون ادارې تر ډېره هلې ځلې کړي، تر ولايت او وزارت پورې ورغلي يو، خپل ږغ مو پورته کړی، خو تر اوسه زموږ پوهنتون ته پاملرنه نه ده سوې، زموږ محصلين ټولګيو کې پر ځمکه ناست دي او په ناسم چاپيريال کې زده کړې کوي.))

د هلمند پوهنتون رئيس پوهنيار محمد سور ګل عبدالرحمن خبريالانو ته وويل، د لوړو زده کړو وزارت لخوا د انکشافي بوديجې نه ورکړې پوهنتون دې ته نږدې کړی دی چې دروازې يې د محصلينو پر مخ وتړل شي.

د پوهنتون د رئيس په خبره د پخواني ولسمشر حامدکرزي د يو فرمان له مخې د لښکرګاه په ښار کې ۷۵ جرېبه ځمکه ورکړل شوې، چې تر اوسه د پوهنتون په واک کې نه ده ورکول شوې.

د پوهنتون رئيس وويل: (( د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت لخوا زموږ د پوهنتون د ودانۍ جوړولو لپاره يو نيم ميليونه ډالره ځانګړي سوي دي خو تر اوسه يې نه دي راکړي، موږ ته دې د پوهنتون ځمکه په واک کې راکول سي او انکشافي بوديجه دې راکړل سي، که رانکړل سي نو د راتلونکي کال د محصلينو لپاره موږ ځای نه لرو.))

په ټوله کې د ځای او ودانۍ نشتون، د انکشافي بوديجې نه لرل او د لوړو زده کړو وزارت نه پاملرنه هغه لوی ستونزې دي چې د مسؤلينو په خبره نږدې ده چې له امله يې د هلمند پوهنتون دروازې وتړل شي.

دغه راز د پوهنتون مسؤلينو د هلمند پر ولس او ملي سوداګرو غږ وکړ چې دپوهنتون په جوړېدو کې دې له دوی سره مرسته وکړي.

دوی وايي دا د ولس مسؤليت دی چې د خپل افغاني احساس له مخې دې د خپلو ځوانانو د روښانه راتلونکي لپاره پوهنتون جوړ کړي.

مسؤلان وايي: (( په ډېرو ولايتونو کې موږ او تاسې وليدل چې ولس په خپله مرسته پوهنتونونه جوړ کړل، دا يو ملي مسله ده، بايد ولس پکې ونډه واخلي.))

هلمند پوهنتون چې په ۱۳۸۷ ز کې د کرنې په پوهنځي په جوړېدو سره تاسس شو په لومړيو کې يې د ۶ استادانو په ښوونه ۵۰ محصلينو ته زده کړه ورکوله.

ياد پوهنتون اوس د کرنې پوهنځي په ګډون، ښوونې روزنې، انجينرۍ او وترنرۍ پوهنځي لري چې دا مهال پکې د ۱۶۹ استادانو لخوا ۱۵۸۰ محصلينو ته زده کړې ورکول کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *