مسجد د سجدې ځای ته وايي او دا ځای په ټوله مانا یوه دیني جنبه لري. سجده عبادت ده او ټول عبادات بندګان د خدايي رضا لپاره کوي. هر ځای چي مسلمانان وي، نو د مسجد وجود ور سره حتمي دی. زموږ په هیواد کي د مساجدو ډېروالی یو لور ته د خوښي سبب کېږي او بل لورته داسي څه هم تر سترګو کېږي چي زموږ د اذیت او خپګان لامل دي.

زیاتوب يې دا ګټه لري چي د عبادت لپاره اساني وي. کله چي بازار ته ځو، سفر ته روانېږو او  یوه کلي ته مسافر ورځي نو د جومات شتون هغه ته د عبادت په اړه ذهني ډاډ ور کوي. مسجد په کلیوالو سیمو کي د مسافرو پناځای هم دی. له بارانه، یخه، ږلۍ او واوري هم خلګ پنا پکي اخلي. په جومات کي د یوه ديني عالم شتون هم اړین وي. له دې امله خلګ د شرعي پوښتنو او زدکړو لپاره هم جومات ته راځي. که د خلګو ترمنځ شخړه پېښه سي نو هم د جومات ملا يې د حل وروستۍ مرجع وي. که د نکاح او د ماشوم په غوږ کي د اذان مسله وي، خلګ بیا هم د جومات ملا ته رجوع کوي. کله ناکله خو ملایان دمونه او تاویزونه هم کوي، له دې امله خلګ د تاویز او دم لپاره هم ورته راځي. جومات کي فاتحه یا تعزیت هم اخیستل کېږي.  د قران کریم د ختم لپاره تر ټولو ښه ځای هم جومات دی. اعتکاف په مسجد پوري ځانکړی عبادت دی. د امن، مینې، مساوات، سولي او ورورولي ځایونه همدا مسجدونه دي. دلته خلګ په اول او دویم صف کي د مقام او مرتبې له مخې نه درېږي، بلکي هر څوک چي لومړی راغی د لومړي صف مستحق دی او څوک چي وروسته راغی شاته به درېږي. کشران او مشران هم دلته مطرح نه دي. تور او سپين ته هم څوک نه ګوري. دولتي مامور او ملکي کس توپير نه وي. بې وزلی او شتمن هم په یوه کتار کي درېږي. دلته د تبعیض او تعصب د ختمولو درس ور کول کېږي. دلته خلګ یو له بل سره په یوه روحاني تار تړل کېږي. خلګ په یوه ورځ کي د څو پلا راغونډېدو له امله یو د بل له حالته خبرېږي. جوړ و ناجوړ مالوم سي، مسافر او حاضر باندي خلګ خبر سي. د مسافرو د خوراک او نورو اړتیاو په اړه خلګ خبرېږي. دا ټولي د مسجد ګټې دي. ممکن نوري هم ډېري فایدې ولري خو دلته د ټولو یادول نه ممکن دي او نه اړین. نو ډېروالی يې هم ښه دی او هم زیاتو خلګو ته فایدې رسوي.

اما له دې ټولو فایدو سره بیا زموږ په ټولنه کي د مساجدو زیاتوب ستونزې او سرخوږي هم ایجاد کړي. ریا ته د خلګو هڅولو او بې اخلاصه کولو کي د زیاتو مساجدو رول دی. زموږ ټولنه تر اوسه لا د قانون تر چتر لاندي نه ده راغلې. له دې امله خلګ پر خپل سر هر ځای چي غواړي مسجدونه جوړوي. د چا اجازې ته اړتیا نه سته، بلکي مازي د یو چا اراده د یوه مسجد د جوړېدو لپاره بس ده.

یو کس د خپل شهرت، نوم او د خپل واک چلولو لپاره مسجد جوړوي. زه د داسي پيښو شاهد یم. زموږ په کلي کي د یوې قبیلې دوې پښې تر اوسه هم د مسجد پر سره لانجه کي دي. خلګ پر مسجد خپل نوم ږدي او بیا هر وخت د هغه په نوم یادېږي. دې مسجد کي ملا راوله او ملا پسي واخله هم د بنسټګر واک دی. ملا ته تنخا ور کړئ، د جومات داشی خراب دی، هغه شی مصارف غواړي او داسي نورو چارو کي هم د مسجد مشر پر نورو ږغ کوي. دلته هغه وړه پاچاهي جوړه کړې وي. له دې امله نو شتمن، د کلي ملک، حکومتي چارواکي، زورواکي او ان څو ځان غوښتونکي کسان چي بیخي چندې ورته کوي، د مسجد جوړول يې زړه غواړي او جوړ کړي يې هم دي.

د مسجدونو ډېروالي کرکې او بدبینۍ ته لار پرانیستې. یو کس چي پر مسجد باندي خپل نوم ږدي د بل يې دا کار نه خوښېږي، له دې امله له هغه سره ضد کوي او دا یوازي تر ذهنه محدود نه پاتېږي، ضرور يې تر یو حده د پلي کولو هڅه هم کوي. ما داسي مسجدونه لیدلي چي په دوو نومونو به یادېدل. داسي کسان مي لیدلي چي د یو چا د مشرتوب له امله به يې جومات ایله کړ. که هر چا ته هر ځای د مسجد جوړولو اجازه نه وای، نو د مسجد د نوم او نورو اړوندو چارو پر سره به خلګ یو له بل سره نه خپه کېدل.

په کلیو او ښارونو کي زیاتې ځمکې د مساجدو لپاره وقف کېږي. نن چي ښارونه ډېر په چټکي پراخېږي، یوې لويشتي ځمکې ته هم بايد حساب وسي. د مساجدو بې پرسانه زیاتوب زموږ د ښارونو او سترو کلیو په وړاندي نن یا هم سبا په ستونزه بدلېږي. ځکه د جومات بیا نړول او هغه وقف ځمکه د سړک، پل، کلینک یا هم بل شي لپاره خلګ یا نه ور کوي یا که يې ور هم کړي د خلګو په منځ کي هغه څوک زیات بدنامېږي چي جومات ونړوي.

مالي زیان يې هم جوت دی. یو کس مي وليد چي له کور سره نژدې يې درې ستر مسجدونه ول. مګر د خپل نوم لپاره يې بیا ځان ته جومات جوړ کړ. کابو میلیونه کالدارې يې ورته مصرف کړې او ښه ډېري يې له نورو کسانو د جومات په نوم واخیستې چي که دلته نه وای مصرف سوې نو دا به د مسکین خولې ته تلې خو د هغه یوه کور جومات د لسګونو کسانو له خولې د هغوی ګوله وکښه.

زیات مساجد د دې سبب سول چي  نااهل ته امامت پيدا سي. ځکه د یوه کور امامت ته هر عالم زړه نه ښه کوي. مجبورا یو داسي څوک ورته راسي چي د لویو مساجدو امامت څوک نه ور کوي. په دې سره یو لورته نااهل کسان منبر او محراب ته ورسېدل چي ټولنې ته په ډېرو مواردو کي تاوان رسوي او بل يې خپله د دغو ملاامامانو ترمنځ د نفرت تخم وکاره. دلته نو هر ملک د خپل ملا صفت هم کوي او دا بیا په خپل وار د خلګو ترمنځ د کرکې او خپګان سبب سوي دي او کېږي.

زیات جوماتونه د دې سبب هم دي چي زموږ حکومتونه يې سمه څارنه ونه سي کړای او افراطیان يې د خپلو ګټو لپاره وکاروي. زموږ په مساجدو کي ډېری افراطي ملایانو محراب او منبر اشغال کړي دي او له دې لاري په ولس کي د افراطیت بڅرکي تازه کوي او د خشونت پر اور د تیلو اچولو کار تر سره کوي.

مسجدونو کي له دینه ناسم تعبیر کېږي. زموږ خلګو ته فکر ور کول کېږي چي پر دنیا یوازي تاسو مسلمانان د ژوند حق لرئ او نور ټول بايد له منځه ولاړ سي. دا که په زور نه کېږي نو ښیراوي خو مو زده دي. د کلي او ښارونو ملایان مي لیدلي چي هر وخت په خطبو او دوعاو کي نورو ملتونو ته ښیراوي کوي. دې کار څو تاوانه پېښ کړي. یو مو د سولي دين خلګو ته د خشین دین په نوم ور معرفي کېږي چي په اوږده مهال کي موږ او نووري نړۍ ته خطر پېښوي. بل په خلګو کي کرکه او نفرت ځای نیسي. دلته یوازي د نامسلمان خبره هم مطرح نه وي. بلکي داسي مساجد مي په پاکستان کي ليدلي چي یوازي بریلوي مسلکه کسانو لمونځ پکي کولای سوای او نور مسلمانان هم نه سوای ورتلای. د مسجد پر دروازه يې لیکلي وو چي یوازي اهل سنت بریلي دلته لمونځ کولای سي. داسي جوماتونه مي هم ليدلي چي په لمانځه کي يې یو سلفي وهلی دی. داسي یوه امام په خپله خوله کیسه راته وکړه چي لمونځ مي کاوه تر شا مي یو چا په زوره امین ووایه. تر سلام وروسته مي سپک سپاند کړ او له جوماته مي پسي واخیست. دلته د عبادت ځایونه نااهلو ته په لاس ورغلي او د خپل شخصي ملکیت غوندي کار ځني اخلي. که مساجد دومره زیات نه سي، نو هم وړ کسان ورته موندل کېږي او هم يې دولت او څارګرې ادارې څار کولای سي.

۲۰۱۷/ ۱۲/ ۸

One thought on “د مسجدونو ډېروالی؛ ګټې او زیانونه | زبیر افغان”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *