تاند- د ایراني رسنیو د راپور له مخې د نظار شورا د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود د ژوند په اړه د یوه مستند فلم او راپور چمتو کوونکي ایراني ژورنالیست وویل، مسعود له طالبانو سره د جګړې په اوج کې خپلو سرګروپانو ته وویل چې ټول جنګ د فارسي او فارسي ادبیاتو لپاره کوي.

د فارس نیوز خبري اژانس د راپور له مخې، ایراني ژورنالیست محمد حسین جعفریان، چې د طالبانو د رژیم تر پرزېدو ډېر مخکې له طالبانو سره د احمدشاه مسعود د جګړو په اړه د مستندو راپورونو د برابرولو لپاره افغانستان ته تللی و، په خپلو خاطرو کې ویلي چې مسعود خپلو سرګروپانو ته وویل«زموږ خلک فارسي هېروي، له طالبانو سره جنګ د فارسي ادبیاتو د ساتنې لپاره دی.»

جعفریان په یوه مرکه کې وویل«کله چې مې د مسعود په اړه مستند راپور جوړاوه، ورسره ډېر اشنا شوم، له دغه سړي سره مې پر مختلفو مسلو څو وارې اوږدې خبرې وکړې. په یاد مې دي  مسعود ویل چې موږ فارسي کلمې هېروو.»

جعفریان همداراز وايي، د دې لپاره چې جګړه ډېره جدي او مهمه وه، د مسعود سرګروپان ورته راغلل چې د جګړې حال ورکړي خو د دې لپاره چې بحث دوام درلود جرات یې نه شوای کولی چې مخکې ورته راشي او دې ته منتظر ول چې د مسعود خبرې ختمې شي.

جعفریان وايي«د مسعود سرګروپانو ماته سترګې نیولې وې، خو مسعود خبرو ته کش ورکړی و. په دې منځ کې د ملا قربان په نوم د ده یو سلاکار راغی، ورته ویې ویل، امر صاحب ‌ډېر وبخښئ اوس د عملیاتو وخت دی، نه د ادبیاتو! خو مسعود ورته وویل، دغه ایراني ژورنالیست ته دې وشرمولم، دا ټول جنګونه د همدغو ادبیاتو لپاره دي.»

جعفري ویلي چې له نویو ادبیاتو او شعر سره د مسعود جوړه نه وه.

4 thoughts on “د مسعود د ژوند په اړه د مستند فلم جوړونکی ایرانی وايي، مسعود د فارسي ژبې لپاره جنګېده”
  1. تر اوسه مې ځه نه ویل نه مه کړه چې دا ځه کړي خواوس چاړه تر هډوکي رسېذلې نو ځپله یوه تجر به یاده کړم : دحهاد په کالونو کې یو کال د دمشرانو غونډه وه په خواجه بها الدین کې . هلته مې دمسعود سره مرکه وکړه . چې را لنډه یې کړم دوو خبروته مې پام شوچې تر اوسه مې لکه ازغی ستونې کې نښتي دي. یوه ]چې دومره مهمه نه وه داوه جې ما مسعود ته د قومانمدان صیاحب خطاب کاوه خو یوه بل پکول والا په عحز ر اته وویل« لطفا امیر صاحب حطاب کنین» ما ویل ښه. بله خبره مهمه ده او هغه دا چې د مرکې په پای کې مې له امیر صاحب نه و غو ښتل چې دا ستا سو لومړې مرکه به د افغانستان ټول خلک واوري نو که پښتنو اورېدونکو ته یو ځه د هغوي په ژبه هم ووایې . خو مسعود غلی شو او قو ماندانانو یې وویل مصا حبه ختم شد. ګویا یوه کلیمه یې هم په پښتنو و نه لوریذه

    زه هم د خبر یاللوبدین کې

    م:

  2. دا دی اوس یی ملا مامد خان مړخولی خپل ترجمان مرستیال ټاکلی او جاوید جان یی بیا سخنګوی « ویاند » او غازی نواز بیا د هندوانو د فالیز باغوان ټاکلی او وایی پلاریی په باغ کې هندوانې کرلی چې اوس به دومره دومره شوی وینه . خو ګلمرجان یی نه منی.

  3. د احمد شاه مسعود هغه صفات چه دمسعود دیوه ساتونکی یا محافظ له خولی ویل شویدی

    مسعود ډیرزیات په زړه کمزوری اوتل به په ډار کی وه حتی په خپلو ملګرو به هم شکی وه –

    مسعود هیڅکله دجګړی په وخت اول، دوهم او دریم خط ته نه دی راغلی –

    مسعود به دجګړی په وخت تل دغره د غار په خوله کی د مخابری په ذریعه د دریم خط څخه احوال- اخیست بیا به دریم خط ددوهم او دوهم به دلمړی خط احوال اخست اومسعود ته به یی راپور ورکولو

    مسعود به زیاتره په غار کی اوسیده، نو چه کله به کوم قوماندان صاحب پوښتنه وکړه چه دمسعود سره لیدل- غواړم، نومونږ به په مخفی ډول مسعود ته خبر ورکړه، چه پلانکی قوماندان صیب راغلی دی ستاسی سره لیدل غواړی، مګر کله چه به د مسعود زړه نه وه او یا به یی دهغه څخه ډار کیده، نو مسعود به ساتونکو ته وویل چه قوماندان صیب ته ووایه چه هغه دخارجیانو سره ملاقات لری

    مسعود دخپلو ملګرو سره هم په چل چلیده ځکه هغه ډیر شکمن سړی وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *