وړمه شپه مې خبرونو کې واورېدل چې سومالیا کې د الشباب د جهادي ډلې د تېرې اونۍ د انتحاري حملې د وژل شویو شمیر تر درې سوه شپېته تنه واوښت، پرون سهار مې په خبرونو کې واورېدل چې افراطي جهادي ډلو په لسګونو مصري عسکر وژلي دي  او نن سهار مې د کابل په یوه اخبار کې ولوستل چې په تیرو دوو اونیو کې طالبانو او داعشیانو په پکتیا، کابل، کندهار، غزني او غور کې تر دوه سوه ډیر کسان وژلي او تر درې سوه ډیر زخمیان کړي دي.

 زه څنګه دا ومنم چې القاعده، طالب، داعش، الشباب ، بوکوحرام او داسې څو نورې ډلې د اسلام او مسلمانانو دښمنانې نه دي او پر عکس د اسلام او مسلمانانو خیر غواړي؟

 یهود په تاریخ کې د اسلام لوی دښمن معرفي شوی دی خو یهودو فلسطیني ماشومانو ته د مکتبونو دروازې نه دي بندې کړې مګر طالب او داعش همدا کار کړی دی. د طالبي جهل له لاسه په نجونو بلکل تعلیم منع دی او په هلکانو باندې هم نیم بند او نیم پرانیستی دی. د افغانستان په مختلفو سیمو کې طالبان د معلمانو معاشونه ستنوي او د علم او معرفت د مخنیوي لپاره نور په زرګونو مشکلات جوړوي. تر اوسه پورې داسې هیڅ راپور نشته چې یهودو دې د فلسطین یا نورو مسلمانانو پل او سړک ته بم ایښی وي یا دې یې کلنیک وربند کړی وي خو په افغانستان کې د طالب او داعش د دغسې اعمالو ګڼ راپورونه لرو.

 نن ورځ اسلامي هیوادونه په اقتصادي لحاظ ډیر ژوبل دي. که له برما څخه په لکونو مظلوم مسلمانان د هغه ځای د خدای ناترسه، ظالم او بې ضمیره حکومت له لاسه بنګله دیش ته مهاجر شوي دي نو له اسلامي هیوادونو څخه په میلیونو مسلمانان د القاعدې او داعش او الشباب او نورو خدای ناترسه او ظالمو ډلو له لاسه مهاجر شوي دي او د مدیترانې د بحیرې کبان او نهنګان اوس د مسلمانانو په مړیو باندې تغذیه کیږي.

 ایا طالب، داعش، القاعده او نور ظالمان او له خدای او رسوله روګردان کسان د خپلو عملونو په باره کې کله هم فکر کوي؟ ایا کله هم په زړه کې ورتیرېږي چې د قیامت په ورځ به څه ځواب وایي؟

 د طالب د تیرو پنځلس کلونو جنګونو په نتیجه کې په زرګونو کوچنیان وژل شوي دي. دوی خپلو دغو قتلونو ته جهاد وایي. ایا ناحق او ناروا او ظلم ته اسلام ویل او جهاد ویل، سړی کفر ته نه باسي.

زه دا ویل غواړم چې قتل، مرګ، سوځول، وژل، انتحار، انفجار ، تخریب ، توحش او تباهي او هغه هم په اسلامي هیوادونو کې اسلامي عمل او د واقعي مسلمان عمل نه شو بللای.

 سعودي عربستان چې د خدای کور پکې او د رسول الله مبارک زیارت پکې دی، هر کال په میلیاردونو ډالر د وسلو په اخیستلو او امنیتي تدابیرو لګوي او د دې شي لوی علت دا دی چې په اصطلاح جهادي ډلې یې ارام ته نه پرېږدي. په اصطلاح جهادیانو سوریه ټوک ټوک کړه او اوس یې د مصر تباهي ته ملا تړلې ده مګر اسراییلو باندې یې د یو پوچک کارتوس وار هم نه دی کړی. دغه په اصطلاح جهادیان په افغانستان کې ښځې، ماشومان، ځوانان او بوډاګان تش په دې نوم قتل عام کوي چې دلته امریکایان دیره دي، مګر د افغانستان لس برابره امریکایان په قطر کې دیره دي، هلته بیا د دوی سیاسي دفتر دی او هلته بیا کار نلري.

 نور افراطي ګمراهان به خپل مقاصد لري خو که خپل طالب افراطي ته راشو نو له نورو څخه یې په واضحه ډول دوه فرقونه دي:

 یو دا چې نور جهادیان ممکن د بل ملک د ړنګولو او په بل ملک کې د وژلو اقدام هم وکړي مګر طالب جان یوازې افغانستان ورانوي او افغانان وژني. د داعش اسلام سرحد نه پیژني خو د طالب جان اسلام سرحد پیژني، دی یوازې د افغان وژلو ته مامور دی.

 له بلې خوا داعش د خپلو شیطاني مقصدونو لپاره کار کوي، نه د امریکا پروا لري، نه د روس، نه په ایران رحم کوي، نه په عربستان. په هر ځای کې د خپلو شیطاني مقصدونو لپاره د مسلمانانو وینه بهوي، مګر طالب جان ته وظیفه سپارل شوې چې یوازې د پښتانه او افغان وینه وبهوي. طالب جان ته یوازې د ایران او پاکستان د استخباراتو له خوا وظیفه ورکول کیږي چې افغانستان وران کړي او په افغانستان کې د نظم او قانون او حکومت او ترقي او تمدن او علم او فرهنګ مخه ونیسی.

 د دغو شیطاني او ګمراه ډلو د ختمولو لپاره صرف یوه لاره په مخ کې ده او هغه د ټولو مسلمانانو او په تیره بیا ټولو افغانانو اتحاد دی. هر څوک چې د اسلام غم ورسره دی او د اسلام د عزت او سرلوړي ارزو ورسره ده، باید له طالبه ځان بیل کړي او د طالب او داعش په مقابل کې واحد صف جوړ کړي. دا یوه فتنه ده چې مقابله ورسره پکار ده. جهاد دا نه دی چې افغانستان خدای مکړه ړنګ شي، جهاد دا نه دی چې په مسجدونو کې انتحاري حملې وشي، جهاد دا نه دی چې ماشومان له واکسینه منع شي او ماشومانې د علم له حاصلولو راوګرځول شي، جهاد دا دی چې د دغو خوارجو په مقابل کې مبارزه وشي او دا فتنه ختمه کړای شي.

 هغه څوک چې طالب او داعش او بوکوحرام او داسې نورو فسادي ډلو ته ګمراه نه وایي، په خپل ایمان دې شک وکړي. یقینا چې دا ګمراهان دي او په روحونو باندې یې د شیطان تسلط دی. دوی په حقیقت کې د شیطان پیروان دي، ځکه عملونه یې شیطاني دي او کارونه یې د اسلام او اسلامي دنیا په ضد دي. څومره وینه چې یوازې طالب د مسلمانانو تویه کړې ده، یهودو په ټول عمر کې نه ده تویه کړې. څومره ظلم او وحشت چې طالب یوازې په تیرو دوو اوینو کې په افغانستان کې وکړ، د برما حکومت په تیرو دوو کلونو کې هغومره وحشت نه دی کړی. دا مبالغه نه ده، بلکې حقیقت دی. ایا په تیرو دوو اونیو کې طالب د مسلمان ډیره وینه تویه کړې ده، که د برما حکومت ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *