تاند، دوشنبه، د اسد ۱۴مه: لویه څارنوالي وايي، د مشرانو جرګې د رئیس د سلاکار حاجي دلاور او د هغه د اتو همکارانو دوسیه یې ترلاسه کړې، خو پلټنې یې لاهم تمامې شوې نه دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، حاجي دلاور او اته همکارانو یې په توقیف خونه کې دي، خو دوسیه یې لا بشپړه شوې نه ده.
کورنیو چارو وزارت د جوزا د میاشتې په دویمه اعلان کړی و چې د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار سلاکار یې ترهګرو نه د ملاتړ په تور له جعلي سندونو او نمبرپلیټونو، وسلو، اووه سوه زره کلدارو، یو مرمۍ ضد موټر او یو هایلکس سره یو ځای نیولی دی.
کورنیو چارو وزارت ځینې انځورونه هم خپاره کړل چې حاجي دلاور د ملي شورا له اړخه د موټرو د پارکینګ او هویت کارتونه ترلاسه کړي وو او د مشرانو جرګې د رئیس سلاکارۍ دنده یې ورته پرې لیکلې وه.
تر دې چې کورنیو چارو وزارت د حاجي دلاور پاکستاني شناختي کارډ هم خپور کړی و چې هلته یې په ځان جاوید خان نوم ایښی و.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، څارنوالان یې په دې تړاو ټول تورونه څېړني خو پلټنې یې لا بشپړې شوې نه دي.
جمشېد رسولي وايي، حاجي دلاور یې څارنوالانو ته په خپلو بیانونو کې تایید کړې ده چې د مشرانو جرګې د مشر پخوانی سلاکار و.
خو فضل هادي مسلمیار بیا دا تورونه پخوا هم رد کړي وو او زیاته کړې یې وه چې حاجي دلاور د ده شخصي سلاکار نه بلکې د مشرانو جرګې پخوانی سلاکار و.