د خبريالۍ په اړه د هېواد د مخکښ ژورنالست او د پژواک خبري اژانس د مشر دانش کړوخېل له خوا ليکل شوى څېړنيز اثر “مسلکي خبريالي” له چاپه را ووت.
دغه کتاب چې د پژواک درېيو وژل شوو خبريالانو (عبدالصمد روحاني، جان الله هاشمزاده او امېد خپلواک) ته ډالۍ شوى، په ٣١٦ مخونو او ١٤ څپرکو کې په ښکلی سکښت او صحافت په ٢٠٠٠ ټوکه د پژواک خبري اژانس ادارې له خوا خپور شوى دى.
د هېواد نوماند څېړونکي او د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي حبيب الله رفزع، ليکوال او ژورنالزست عبدالفغور لېوال هم په “مسلکي خبريالي” کتاب خپل يادښتونه ليکلي او هغه يې د خبريالۍ په برخه کې يو ارزښتمن لارښود بللى دى.
دانش کړوخېل له تېرو دوو لسيزو راهيسې د ژورنالېزم او خبريالۍ په ډګر کې کار کوي او د دې تر څنګ د رسنيز مديريت او په هېواد کې د مسلکي ژرونالېزم د رامنځته کولو او عامېدلو په برخه کې هم مهارت لري.
د کتاب ليکوال پر کتاب ليکلي يادښت کې وايي: ((د ژورناليزم په برخه کې خپلې شل کلنې مسلکي تجربې دې ته وهڅولم چې د ژورناليزم منل شوو معيارونو ته په پام، له خبريالانو سره په مسلکي چارو کې د مرستې په موخه دغه کتاب چمتو کړم.))
نوموړى زياتوي چې په دغه کتاب کې يې د خپل مسلکي ژوند او تجربو تر څنګ د ژورنالېزم په روزنيزو ورکشاپونو کې هم له خپلو لکچرونو کار اخيستى او هغو مهمو مسايلو ته په کې ځاى ورکړل شوى چې د پژواک اېډېټرانو په کاري غونډو کې پرې تر بحثونو وروسته هوکړه شوې ده.
په کتاب کې د مسلکي خبريالۍ د لارو چارو تر څنګ د ژورنالېزم پر ژبه هم ځانګړي بحثونه شوي او هغه سمې او ناسمي کلمې او ترکيبونه يې هم په ګوته کړي چې اوسمهال په پښتو ژورنالېزم کې دود دي.
که څه هم په دې وروستيو کې پر پښتو ژبه د ژورنالېزم په اړه د ليکل شوو او ژباړل شوو کتابونو د چاپ بهير ګړندى شوى او د ژورنالېزم استادان او شنونکي يې هرکلى کوي، خو وايي چې ځيني وختونه له بهرنيو سرچينو د ژباړې په برخه کې انتخاب او اړتيا ته پاملرنه نه کېږي.
څېړونکى او ليکوال استاد حبيب الله رفېع پر “مسلکي خبريالي” کړې ليکنه کې دغه اثر د ژورنالېستانو لپاره په علمي ډګر کې لارښود بولي او وايي دغه کتاب کولى شي چې مينه والو ته د عمومي ژورنالېزم بنسټونه ور زده کړي او له خطرونو د وتلو لاره او ګودر ور وښيي.
استاد رفېع ليکي چې که څه هم په دغه اثر کې ځينې جملې او ترکيبونه د دري ليکنو تر سيورې لاندې ليکل شوې، خو زياتوي دا هغه اثر دى چې په ١٣١٨کال کې د باختر اژانس له جوړېدو تر اوسه پر پښتو پروت دى.
نوموړى کاږي چې که له ژبې ورتېر شو، نو د کتاب بله ښېګڼه دا ده چې موضوع يې له افغاني ژوند سره په تړلو پېښو ولاړه ده يوه نوي ژورنالېست ته علمي او عملي زده کړه ور ښيي چې په پښتو کې غوره زياتون دى.
د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعات د مرکز مشر او ژورنالېست عبدالغفور لېوال پر دغه کتاب ليکلي يادښت کې کاږي چې “مسلکي خبريالي” اثر يواځې تيوريک او اکاډميک کتاب نه، بلکې په يوه کړکېچن او ستونزمن چاپېريال کې د يوه بريالي خبري اژانس د مسلکي تجربو او کاري ځانګړنو په اړه په زړه پورې ګزارش هم دى.
لېوال په دې اړه زياتوي: ((له تاريخي پلوه دغه کتاب خپل ارزښت لري، که په راتلونکي کې چا د افغانستان د ژورنالېزم تاريخچه ليکله، يا يې په دې ځانګړې دوره کې د رسنيو په اړه معلومات په کار وو، نو دغه کتاب به يوه د اعتماد وړ سرچينه وي.))
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د ليکوال بېلابېل ژورناليستکي ليکنې او تحليلونه په کورنيو او نړيوالو رسنيو او خپرونو کې په منفرد ډول خپاره شوي او تر څنګ يې د غوره ژورنالېست او رسنيز مدير مډالونه او وياړونه هم تر لاسه کړي دي.