ژباړه: ایمل مړوند –
ډېر وخت به مو اوريدلي وي چې خرابه روغتیا، غربت او بد حالات له انسانه مجرم جوړوي خو يو اوسنۍ څېړنه دا څرګندوي چې زياتره مسلکي مجرمين پيدايشي مجرمين وي، حالات او بهرني لاملونه يوازې د هغه د ننه مجرم فعالوي او بيرون ته یې راوباسي.
د امريکې په ټيکساس پوهنتون کې يوه ډله ساينسدانانو داسې جينين موندلی چې د دوی د وينا پر اساس د جرم ( قانون ماتولو ) سره اړيکي لري، دوی وايي دا جينين چې په هر چا کې موجود وي هغه به د جرم په لور میلان کوی او کله چې هم ورته فرصت په ګوتو ورشي نو جرمي نړۍ ته به ننوځي.
د یادې ساينسي څېړنې اړوند یو ډاکټر ( جي سي بیرنس) د جرمونو سره په تړاو د کریمینالوژې په نوم د يوې مجلې لپاره په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دا کوم واځانګړې جينين نه دی چې انسان د جرم لور ته کشوي بلکې ډېر په انساني فکر او چلند پورې تړلي جينونه په ګډه له یو امن غوښتونکي ښاري انسانه مجرم جوړوي .
د ډاکټر (بیرنس) په وینا جرم ته ميلان کوونکي جينينونه په سلګونه ، چې د انسان د شحصیت په جوړولو کې مهم رول لوبوي دا امکان هم شته چې دا ډول کسان د ژوند تراخره هیڅ جرم ونه کړي، خو دوی ذهنونه په نورماله توګه منفي پلوه وي، خو چې کله هم ورته موقع په لاس ورشي نو خطا کوي يې نه ولوکه د هغه امکن يو سلنه هم وي ، د ډاکټر په وينا چې ځينې وخت داسې هم وي هغه نه غواړي جرم ترسره کړي خو د خپل جينياتي فطرت له مخې مجبورېږي چې جرم ترسره کړي.
د ټیکساس پوهنتون ډاکټرانو د خپلې څېړنې درې ګروپونه جوړ کړي و يو هغه کسان و چې مسلکي مجرمين وو يانې ټول ژوند يې په جرمونو کې تېر شوی و دویمه ډله هغه چې يوازې په ځوانۍ کې یې جرمي کړنې ترسره کړې وې او درېيمه ډله امن خوښوونکی ښاري خلک وو چې قانون ته یې تر څه ډېر احترام درلود.
په څېړنه کې د شاملو ۴۰۰۰ تنو په ژوند پورې تړلې معلوماتو راټولو نه وروسسته ساينسدانانو ته دامعلومه شوه چې د مسلکي مجرمانو کړنې او کرکتر له هغو سره چې يوازې په ځوانۍ کې یې کوم جرمي عمل ترسره کړی و ډېر زيات توپیر درلود، ځکه هغوی چې يوازې په ځوانۍ کې یې جرمي کړنې ترسره کړې وې ټولې تصادفي او يا هم کله د ملګرو د فشار له امله وې خو د مسلکي مجرمانو کړنې بيا ټولې د يو منظم پلان له مخې ترسره شوې وې .
یادو ساينسدانانو د داسې کسانو په ژوند باندې هم څېړنې کړي چې غبرګونې پيدا شوي خو د دوی روزنه په مختلفو او بېلو چاپيريالونو کې شوې تر دې چې له يو بل په اړه یې هېڅ معلومات هم نه درلود خو حيرانوونکې دا وه وه چې په دومره لرې واټن کې بيا هم د دوی عادتونه او جرمي خواص نږدې ۷۰ په سلو کې یو شان وو او يا تر دې هم زيات سمون يې سره خوړ، چې د دوی په وینا لامل يې هماغه شريک يا يو ډول جنين دی چې په دواړو کې دی.
د داکټر بیرنس وايي د هغه څېړنو دا ثابته کړې ده چې د عادي مجرمينو په جوړيدو کې حالت دومره ګرم نه دي څومره چې د دوی داخلي ځانګړي جينين دی چې دوی د جرم په کولو مجبوروی .
په امریکا کې د غبرګونو ماشومانو په نفسیاتي برخه څېړنې ترسره شوې دي دغو څېړنو ښودلې ده چې غبرګونکي په دوه ډوله دي ، یو هغه غبرګونکې ماشومان دي چې کټ مټ سره یو شان وي هغې ته په سیانیسي اصطلاح کې ( ایم زي ) وايي ، او دوهم ډول يې هغه دي چې پیداشوي جوړه يا غبرګونې وي ، خو د (جینیاتي) پلوه له یو بل سره توپير لري چې دې ډول ته ډي زي وايي.
په ۲۰۰۰ يم م کال کې تهراني او مډنک په ۳۲ ايم زي غبرګونو باندې څېړنه وکړه، چې سره پر یوه وخت پیدا شوي ول. دا هغه ماشوم ول چې د پیدا کیدوورسته داسې خلکو د پالنې لپاره وړي وو چې د دوی په هیڅ ریشته کې هم نه راګډیدل اود دوی پالنې هم په جلا جلا ځایونو او بېلو بېلو حالاتو کې ترسره شوې وې . پوهانو ددوی له ماشومتوبه تر بلوغت پورې ټول ريکارډ ساتلی و، بلاخره دوی دا معلومه کړه چې په دوه بېلا بېلو چاپېريالونو کې د لويدو سره بيا هم د دوی عادتونه او جرمي خواص سره يو ډول وو، که يو يې امن غوښتونکی و نو دا بل يې هم همداسې و او که بل جرمي تمايل درلود دې بل يې هم درلود.
همدا ډول په ۲۰۰۱م کال کې یو روانې ډاکټر (جوزف) د پولیس د لس کلن ریکارډ په مرسته د ایم زي ډوله جوړه ماشومانو په ۸۵ او د ډي زي ۱۴۷ جوړو پیدا شویو ماشومانو مطالعه وکړه د هغوی په رپوټونو کې لیکل شوي ول چې د حقیقي غبرګونکو یانې ایم زی هغه چې ټول کړه وړه يې سره یو شان وي د جرایمو شریکه اندازه ۵۴ سلنه وه.
په همدې ډول په سویډن او ډنمارک کې هم په یوه څېړنه کې څرګنده شوې ده ، چې د زياتره ايم زي جوړه پیدا شويو ماشومانو غوښتنې، کردار او عمل یو ډول وي . او په ځانګړو حلاتونو کې د یو ډول عملا اظهار کوي که چېرته په حقیقي ډول جوړه ماشومانو کې یو يې مجرم وي نو هغه بل هم په هماغې اندازه د قانون ماتولو هڅه کوي .
شاید همدالامل وي چې کله د اسې کسان د کومو په (جین) کې چې د قانون ماتونې او جرم کونې خاصيبت موجود وي ، د کوم جرم له امله زندان ته لاړ شي هلته د نورو مسلکي مجرمينو سره له يو ځای کېدو وروسته د دوی فطري تمايل نور هم قوي شي او له خوشې کېدو وروسته په يو ډېر قوي او غټ مجرم بدل شوی وي ، زندان او جزا د داسې انسانانو په اصلاح کې هېڅ نه شي کولای د دوی لپاره بايد نورو رواني لارې په کار واچول شي، چې يوه اوږده او امتحاني پروسه ده چې ممکن له دې وروسته به هم متوقع لاس ته راوړنه ونه لرې