فضل هادي مسلمیار

په ولسي جرګه کې د چهارشنبې په ورځ څو وکیلانو د مسلمیار د ورور له کوره پرده پورته کړه، چې د ځانمرګو مشر او روزونکی پکې نیول شوی دی.

دا هم وویل، شول چې ملي امنیت په جلال اباد کې د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار د ورور په کور چاپه اچولې درې ساعته ننوتلو ته پرېښودل شوي نه دي او وروسته چې ننوتلي د ځانمرګو مشر لاس ته ورغلی دی.

دا چې دوی ولې نه دي پرېښودل شوي او که ژر پرېښودل شوي وی، ښايي نور څوک یې هم نیولی وی، بل دا چې ولې ملي امنیت دومره وځنډیږي، بیا کور ته ننوځي دا ځان ته خبره ده، خو په دې کې شک نشته چې نن سبا څوک د وکیل په نوم دی یا سناتور په نوم  ډېری یې د نورو افغان چارواکو په څېر یا د بډو او فساد په نوم د افغان ملت وینې څښي او یا هم د ځان د پایښت لپاره له وسلوالو سره هم تار لري.

دوی ته فرق نه لري چې څومره افغانان وژل کیږي، ودې وژل شي، خو که د دوی بقا پکې وي نو څه پروا لري چې د شینوارو په ځای د مسلیم یار په کور کې ځانمرګي وروزل شي، یا ولېږل شي.

پرون خو د مسلیم یار د ورور خبره کیږي،  خو په تېرو ټاکنو کې هم ملي امنیت داسې اسناد خپاره کړل چې همدغه مسلیم یار د ټاکنو په مهال د ولسمشر غني د ترورو لپاره ځانمرګی تیار کړی و، خو ملي امنیت دا دوسیه شنډه کړه.

د فضل هادي مسلیم یار له وضغیت او شومو اهدافو د ملي شورا د ملي امنیت هغه کسان هم خبر دي چې دې شورا ته د تګ راتګ په مهال وکیلان او سناتوران څاري یا هم د ملي جرګې د امنیت ساتلو لپاره ګمارل شوي دي.

څه مهال  مخکې له لوګر څخه یو کس را سره را سپور و، په موټر کې د لوګر پر ناامنۍ خبرې شوې، وروسته نتیجه دا شوه چې که ورانه ده له خانه ده. مطلب دا چې که  چارواکي له وسلوالو طالبانو سره لاس ونه لری هیڅ به ونه شي.

دغه سړي  وروسته وویل چې په ملي شورا کې د ملي امنیت سړی دی او د شاوخوا سیمې امنیت ساتي او شورا ته تلونکي موټر ګوري. د ویل یوه ورځ د مسلیم یار سره دې شورا ته داسې سړی په موټر کې راغی، چې یو مخ ځانمرګی و.

نوموړی ویل، د ځانمرګ او مجرم د پېژندلو تجربه لري، په دې برخه کې روزنه هم ور کړل شوې ده، له خپلې تجربې او زدکړې یې دا پوخ اټکل کاوه او وېره یې دا وه چې له مسلیم یار سره په موټر کې ناست به ځانمرګی وي، بېرته په موټر کې ور سره لاړ، خو د ملي امنیت غړو زړه نه شو کولی چې مسلیم یار ته ووایي، دا سړی څه کار دی، څه کوي او مشرانو جرګې ته چې ننوځي باید تلاشي شي، ځکه که داسې یې کړي وی، ممکن بله ورځ مسلیم یار د ملي امنیت مشرتابه ته شکایت کړی وی، دوی ته یې په ناوړه چلند یا نور څه تورن کړي وی.

3 thoughts on “د مسلمیار موټر/ ممتاز پردېس”
  1. !ي با توره او دولت خبلو خبلي اولسه!
    زه هم دامنيت غري او دنظامي خاد دتحقيق مسول وم .
    كله جه داسي عمليات داسنادو به لر لو سره ما إنجام ول مخكي له دي جه خبل هدف ته ورسييزي او بوه شم جه هدف مي به زوندي بنه به دي كور كي دي .
    ١- دكور صاحب او دده تول زامن رانيسم.
    ٢-دكور ميل مانه او موجود كسان هم بي له خنده كرفتاري وم.
    ٣- دكور تلاشي به عميقه تو كه إنجام وم .
    ٤- وروسته دعمل يأتو به دغه كور كي كمين تأسيس وم.هر خوك جه راخي اول ءي تلاشي كوم بياءي دبوشتني لاندي نيسم اوتحقيق ته ءي محول كوم
    ٥- تر يو وخته دكور غرو او أعضاؤ ته د بيرون وتلو اجازه نه وركوم او تول احتياجات ءي به خبل سر اخلم ء
    ٦- وروسته دتسبءي حالت به نورمال حال بريزدم مكر خبل أكنتوري كار دلته نه ختموم .
    ٧-به ابراتيفي كاروكي أزادي دبيان او دموكراسي خبل خاي بشردوستي او دوطن مطروحه قوانينو ته بريزدي .
    ٨-بالفرض به دي كور كي خبله مسكنيار هم موجود وي فورا دمحكمي اجازه او يا دريس جمهور اجازه به شفاهي توكه دكرفتاري اخلي بيا وروسته ديو تحريري بشنهاد به ذريعه قانوني كوي .
    مكر مجال دوتلو او يا نور جه زه سناتور اويا وزير يم بايد ورنه كرل شي .دقانون به مقابل كي تول أطباع يوشي دي .
    صرف دوكيلانو او سناتو رانو به مسونيت شته مكر دمسنويت دماتيدو بيشبيني هم شته .
    دننكرهار امنيت دولتي كه به دا شكل مخ به وراندي نه وي تلي اشتباه اوسهل أن كاري اونا بوهي به دنده كي كري

  2. په جلال اباد کې د سیاف حویلۍ+د مسلمیار حویلۍ= د طالبانو او انتحاریانو خوندي مېلمستون

    حقه خبره کوم، له چا وېره نه لرم.
    هغه انتحاریان چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې یې په اوسني ولسمشر غني د برید هوډ درلود، ما خپله د مسلمیار په حویلی کې لیدلی چې ښه سمه د میلمنو ځانګړې کوټه یې ورکړې وه، ښه ارام د پسه غوښه، پلوونه او مېوی به یې وهلی، مازیګر به د حویلۍ چمن کې نظاری کولی، کله چې د برید وخت راغلی نو ورته یی دا وویل چې که دی فدایي (ځانمرګی وکړ) نو جنت دی مبارک شه او که ونیول شوی نو وایی به چې زه په بهسودو کې مدرسه کې اوسیدلی یم. که زمونږ د ځای نوم دی واخستلو نو د کور چرګان به دی هم حلال کړم، ته ما پیژنی که نه زه د طالبانو د امر باالمعروف غړی (چې اصل کې موټر وان و) یم.

    هغه بیچاره چې کله ونیول شو نو خپلې کورنۍ د ترور له وجې یې دروغ وویل چې بهسودو کې مدرسه کې یې وخت تیر کړی.

    همدا اوس په زغرده وایم چې راشئ او د مسلمیار حویلی تالاشي کړئ، که اوس یې هم د طالبانو د وخت د امر بالمعروف د دورې وهلو مسؤل چې اوس د طالبانو د انتحاري بمونو راوړونکی دی جلال اباد ښار ته، او دده په حویلی کې نه اسیده نو زما لاسونه پری کړه.

    دا د ملي امنیت بی کفایتی ده چې اسی ملي خاینانو ته وخت ورکوی او ورته څه نه وایي، که همدا نن دا کوچی ترور شو د ملی امنیت له خوا په والله باور وکړی چې ټول مشرقي ولایتونه به د انتحاریانو څخه ارام خوب وکړی ځکه چې د انتحاري بټۍ ددې حرام نمکه مشرانو جرګی خاین رییس پ حویلۍ کې ده.

    له تاند هیله ده چې دا حقایق خلکو ته ورسوي.

    والسلام علیکم ورحمة الله
    د سیاف د حویلی یو تن د سترګو لیدلی حال

  3. ټول په دی پوهیګی چی خودکش مسلم دی
    او یار به یی خامخا مسلم یار نومیګی
    څنګه چی مو قوم دی همداسی مو مشران دی
    مونګ باید ګیله ونکړو
    همدا غر او همدا یی ځناور
    داسی بیغرته ملت ته چه په نه راویښیدونکی خوب اوده وی همداسی مشران یی د لښکر مشری کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *