تاند- په مسکو کې د طالبانو استازو او له کابل څخه ورغلیو سیاستوالو پرون /چهارشنبه/ ونه کړای شول چې غونډه وکړي او ګډ پرېکړه لیک صادر کړي.

د ځینو راپورونو له مخې، طالبانو اصرار کاوه چې په بین الافغاني خبرو کې به په مسکو کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند او د سولې د عالي شورا ريیس کریم خلیلي ګډون نه کوي.

د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد هم تایید کړه چې دوی یوازې د سیاسي ګوندونو له استازو سره خبرې کوي نه د افغانستان د حکومت له استازو سره.

پرون له ډېرو خبرو وروسته پرېکړه وشوه چې نن /پنجشنبه/ به د دواړو خواوو د څو کسو له لوري ګډه اعلامیه چمتو او خپره شي.

د طالبانو ۱۴ کسیز پلاوی او له کابل کې څخه د یو شمېر ګوندونو استازي د روسیې په بلنه د افغانستان او روسیې د اړیکو ‌د پیل په سلمه کالیزه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللي دي.

د سې شنبې په ورځ د روسیې او افغانستان د اړیکو د سلمې کالیزې په مناسبت له غونډې وروسته روسانو دواړو خواوو ته وویل چې که په خپل منځ کې خبرې کوي، دوی ورته ځای ورکوي.

ویل شوي چې پرون د دواړو خواوو څو استازو په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.

د دواړو خواوو په نظرونو کې اختلاف او د غونډو بیا بیا ځنډېدا سبب شوه چې پرون ګډه اعلامیه خپره نه شي او نن ته وځنډول شي. نن تمه ده چې تر غرمې مخکې یوه اعلامیه خپره شي.

د ګوندونو یوه ساتازي تاند ته وویل چې د دوی ټینګار په دې دی چې طالبانو لږترلږه په اختر کې اوربند وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *