اسدالله نوري – مسکو
نن سه شنبه د جولای ۵ مه د روسيې په پلازمېنه مسکو ښار د “لوژايکا” په سوداګريز مرکز کې سلګونو تنو افغانانو د اختر لمونځ ادا کړ.
د نېکمرغه کوچني اختر په دغو مراسمو کې په روسيه کې د مېشتوافغانانو د سراسريا تحادې مشرتابه هيئت،همکاران، په مسکو کې مېشت افغان سوداګرو، سپينږيرو، ځوانانو، ملي او سياسي شخصيتونو او د روسيې مسلمانانو برخه اخيستې وه.
که څه هم سعودي عربستان اعلان وکړ، چې اختر به د چهار شنبې په ورځ وي خو د روسيې په ګډون يو شمېر هېوادونو اختر نن ونمانځه.
مولوي عنايت الله د اختر له لمانځه نه دمخه په خپل تقرير کې وويل: هر هېواد خپله اسلامي ټولنه لري او هغه مسلمانان چې په دغه هېواد کې استوګن دي بايد د همدې ټولنې کړن لاره تعقيب کړي.
ښاغلي عنايت الله مسلمانانو ته د اختر مبارکۍپه ويلو سره د دعا لاسونه لپه کړه او وې ويل؛ د دې اختر په برکت دې خدای تعالی هېواد او هېوادوالو ته تل پاتي خوښي، سوله او نېکمرغي نصيب کړي. داسې نېکمرغي چې د ژوند هره شېبه مو له خوښيو او رنګينيو ډکه او هره ورځ مو اختر وي.
مسلمانانو د نېکمرغه کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو څخه وروسته يو بل ته غېږې ورکړې او د اختر مبارکي يې وويله.
د يادونې وړ ده چې وروسته له لمانځه څخه د اختر د نمانځنې په پلمهد لوژايکا په سوداګريز مرکز کې د افغانانو له لورې د سهار چای او ناشتا برابر شوي ول، چې له مېلمنو څخه پکې مېلمه پالنه وشوه.
په روسيه کې کابو ۲۰ميليونه مسلمانان اوسيږي، چې له دوي څخه نږدې دوه ميليونه يې په مسکو کې ژوند کوي.