کرزی او ستانکزی

تاند- طالبانو په مسکو کې د افغانستان د حکومت له یو شمېر سیاسي مخالفانو سره خپله دوه ورځینۍ غونډه ګټوره وبلله.

د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزي، د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي ترڅنګ ولاړ و، خبریالانو ته وویل«دا غونډه ډېره بریالۍ وه. موږ پر ګڼو خبرو موافقه وکړه او هیله لرم چې په راتلونکې کې به په نورو برخو کې هم پر موافقې بریالي شوو، او بالاخره به موږ یوې حللارې ته ورسېږو. موږ په افغانستان کې بشپړه سوله موندلی شو.»

د مسکو د غونډې ټولو برخوالو د دوحې د سولې پروسه تایید کړه او هغه یې رغنده وبلله.

د مسکو د غونډې برخوالو د خپلې غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې ۹ مادې لري.

د مسکو د غونډې برخوالو د سولې په خبرو کې د افغانستان حکومت ته هم دروازې پرانیستې.

د غونډې برخوال محمد حنیف اتمر وویل چې دا پروسه باید هراړخیزه وي یعني حکومت هم کولی شي پکې ګډون وکړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل، په دې خوشاله دی چې له خپلو پخوانیو دښمنانو سره یوځای کښېناست.

«موږ تل غوښتل چې له خپلو طالب وروڼو سره خبرې وکړو.»

کرزي وویل چې د غونډې برخوال تقریباً پر ټولو موضوعاتو موافقې ته ورسېدل خو یوازې د اساسي قانون او د ښځو د حقونو پر سر د طالبانو پر غوښتنو موافقه ونه شوه.

دوی وویل چې پر دې دوو موضوعاتو به په راتلونکې غونډه کې لا ډېرې خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې بله غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي. د غونډې نېټه لا ټاکل شوې نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *