نن د شپږیزې تر نامه لاندې د کرکټ شل اوریزو سیالیو په ترڅ کې د مس عینک اتلانو د سپین غر زمریان او د بوست ساتونکو د آمو نهنګان مات کړل.

لومړۍ لوبه چې د مس عینک اتلانو او سپین غر زمریانو ترمنځ ترسره شوه، پچه یې د سپین غر زمریانو لوبډلمشر وګټله او د مس عینک اتلان یې توپوهنې ته راوبلل. د مس عینک اتلانو په ټاکل شویو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره سپین غر زمریانو ته د ۱۹۴ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې نورعلي ځدراڼ ۶۰، شاهد مندوزي ۵۳ او فضل ځاځي ۴۰ منډې جوړې کړې. د سپین غر زمریانو له لوري آفتاب عالم د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.

1 1سپین غر زمریانو ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او د سیالۍ په وروستي اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۳ منډې جوړې او سیالي یې د مس عینک اتلانو په ګټه وبایلله چې له ډلې یې کریم صادق ۲۶ او نجیب ترکي هم ۲۶ منډې جوړې کړې. د مس عینک اتلانو له لوري ضیاءالرحمن اکبر ۳ لوبغاړي وسوځول.

د سیالۍ غوره لوبغاړی شاهد مندوزی ونومول شو چې د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار څخه یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

دوهمه سیالي د بست ساتونکو او آمو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه چې پچه یې د آمو نهنګانو لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. نهنګانو په ټاکل شویو شلو اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره د بوست ساتونکو ته د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې سمیع الله شینواري ۶۶ او مراد ۳۶ منډې جوړې کړې.

د بوست ساتونکو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په وروستي اوور کې بشپړ کړ چې له ډلې یې شهزاد محمدي ۴۳، نجیب ځدراڼ ۳۹ او ناصر جمال هم ۳۹ منډې جوړې کړې.

1 1شهزاد محمدي د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو او د محمد حلیم فدایی د لوګر او میدان وردګو پخواني والي، په ولسي کې د اولس استازي انجنیر کمال او د UNFPAد ځوانانو پرمختیایي پروګرامونو مسئول عنایت صافي څخه یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د شپږیزې په سیالیو کې د نندارچیانو له پراخ ګډون څخه خوښي څرګنده کړه. نوموړی وایي، زه په افغانستان کې د کرکټ راتلونکی خورا بریالی وینم او ډاډ لرم چې هیوادوال به په راتلونکې د شپږیزې سیالیو په څیر نورې ډیرې ښکلی سیالۍ له ورته پوښښ سره د تلویزیون له پردې وویني.

ټاکل شوې سبا د بندامیر ښاماران د مس عینک اتلانو او د آمو نهنګان د سپین غر زمریانو پر وړاندې ولوبیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *