نن د پکتیا ولایت پلازمینه ګردیز کې د مس عینک زون مرکزي کرکټ آمریت پرانسته وشوه.
د هیواد په پنځو زونونو کې د کرکټ ودې په موخه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ګڼ شمیر فعالیتونه پلان او پلي کړي دي چې پایلې یې په پراخه کچه په ټولو زونونو کې د کرکټ وده ده. په مس عینک زون کې د نورو زونونو په توګه د ځانګړي دفتر درلودلو په موخه نن د پکتیا ولایت پلازمینه ګردیز ښار د غونډو په تالار کې ددغه زون مرکزي دفتر له پرانستې دمخه یوه غونډه په لاره واچول شوه چې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد، مرستیال والي عبدالولي صحي، په ولسي جرګه کې د اولس استازي نواب منګل، د ولایتي شورا رئیس ښایسته جان منګل، د کرکټ بورډ ادارې یو شمیر کارکونکو، د ولایت اړونده مسئولینو، ګڼ شمیر ځوانانو او د کرکټ مینواله ونډه درلودله.
د غونډې په پیل کې مرستیال والي عبدالولي صحي د افغانستان کرکټ بورډ پرمختیایي بهیر د ډیرې ستاینې وړ وباله. نوموړي د کرکټ په لاسته راوړنو کې ددغې ادارې غوره مدیریت یو ستر حمایوي اړخ وبللو او په مس عینک زون کې یې د هر ډول همکاریو لپاره ژمنه وکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په خپله وینا کې د کرکټ لاسته راوړنو او ددغه بهیر بریالي مزل په هکله د معلوماتو ورکولو سربیره د پکتیا والي جمعه خان همدرد له همکارۍ څخه مننه وکړه چې د پکتیا په مرکز کې یې ددغې ادارې زون په کچه آمریت ته دفتر ورکړ. ډاکټر مراد د زون په کچه د پراخو فعالیتونو په پلان او په کره وخت عملي کولو یادونه وکړه او ځوانانو ته یې د کرکټ په برخه کې د پرمختګونو ډاډ ورکړ.
په ولسي جرګه کې د خلکو استازي نواب منګل او د ولایتي شورا رئیس ښایسته جان منګل هم په خپل وار د افغانستان کرکټ بورډ له لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د کرکټ ودې په برخه کې یې د دغې ادارې د مدیریت هر ګام پر ځای وباله.
د غونډې له ختمیدو وروسته په رسمي ډول د مس عینک زون مرکزي دفتر پرانسته وشوه چې د کرکټ بورډ او ود لایت چارواکو ترڅنګ ډیری ځوانانو هم په کې ونډه درلودله.