د ملي وحدت په حکومت کې د مشارکت په هکله د حزب اسلامي افغانستان په دريځ کې بدلون نه دی راغلی، نه په دې هکله له دولت سره مذاکرات شوي او نه کومه نوې موافقه.
د حزب اسلامي افغانستان دريځ دا وو او دی چې د جګړې په پای ته رسولو او د امنيت په تآمين کې له دولت سره هر راز بلا قید و شرط ملتيا او مرستې ته چمتو دی. دا مرسته په حکومت کې له مشراکت سره هېڅ تړاو نه لري.
حزب اسلامي په خپل هغه مخکيني دريځ کلک ولاړ دی چې د اوبو بندونو او ټاپي پروژې په څېر سترو ملي منصوبو د امنيت په تآمين کې جدي او پراخه مرستې ته تل او په هر ډول شرايطو کې چمتو دی او خپل ولس ته اطمينان ورکوي چې نه يواځې دداسې دروند مسؤليت د ادا کولو کلک عزم او هوډ لري، بلکې کافي وړتيا او ظرفيت هم لري او کولی شي د هېواد د کورنيو او بهرنيو دښمنانو هر ډول شيطاني هڅې شنډې کړي.
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه