پښتانه وايي: مارخوړلي له پړي هم ډاریږي.

     د دې مارخوړلي ملت دا له پړي ویره پرځای ځکه ده، چې کوم شی، دوی ته د پړي په نوم خلکو تعریف کړی، هغه بیا د مار دنده تر سره کړې، په تیره ټاکنیزه دوره کې ولسمشر کرزي د ملي مشارکت کلمه ډیره وکاروله او پالیسي یې هم همدا وه، چې احمد او محمود باید دواړه په نظام کې دخيل وي او ښایي دا کار یې د ملي ګډون په اساس کړی وي، خو دې عمل، چې کوم جانبي عوارض درلودل ټولو ته جوت دي .

     د اندیښنې خبره دا ده، چې دلته د مشارکتي نظام څخه سهامي نظام جوړیږي، کوم ملي مصالح ، چې باید په مشترک ډول په پام کې ونیول شي او ملي بیړۍ پرې د منزل په لور روانه شي، بالعکس یې په دې بحراني بحر کې هر سړی د خپلې خوښې خواته راکاږي او په دې سره نو واضحه ده، چې بیړۍ د غرق کیدو له ستونزې سره مخ کیږي.

د ولسمشرۍ د دې تیرو ټاکنو بهیر د ولس ټکونې تر بریده را رسیدلی دی، هر بایلونکی ټیم، چې وغواړي کړکیچ را مينځ ته کولای شي، ځکه چې په  دې بحراني حالت کې په افغانستان کې د ټاکنو پروسه بې تقلبه نه ده او د دې روانو حالاتو غوښتنه هم همدا ده، چې د دې سیمي ټاکنې باید تر سوال لاندې وي، اوس که ګټونکې ډله ټاکنې شفافې بولي، بایلونکې ډله یې ورسره نه مني، همدا متوالي سوال به تر هغې ادامه پیدا کوي، چې د دواړ ترمينځ جوړ جاړی صورت ونیسي.

د هیواد دا بې سرنوشته حالت، روانه جګړه، دافغان وژنې پلې کیدونکې پروژې، د ملت ګریوان او د فقر او نادارۍ لاسونه، ورځ تر بلې د دې ویاړلي ملت د ویرونو ډیروالی…. او په دې حالت کې د شفافو ټاکنو غوښتنه به ؛ په (تره کې د پانتا) غوښتل نه وي!؟

شونې نه ده، چې شفافې ټاکنې تر سولې وړاندې ولرو، ناممکنه ده، چې د زورواکو د ناقانونه مداخلو په صورت کې رڼې ټاکنې مو په برخه وي، تر ټولو لویه غمیزه خو لا دا ده، چې ځیني پلورل شوي کسان له دې حساسې موقع ځینې استفاده کوي او د ملت ویشنې او قام بازۍ زهر شیندي، چې دا نو ترټولو ګواښونو لوی ګواښ دی .

دا چې هیواد مو له دې بحرانې حالت څخه را ووځي، د نفاق جوړونکو خولې وربندې شي، د ګاوڼدیانو شومې موخې شرمیدلې پاتې شي، نو په کار ده، چې په مشارکتي ډول نظام د یو رښتني تعهد پرمبنا جوړ شي، چې د مشارکت څخه په کې کمافی السابق د سهامې شرکت استفاده ونه شي، بلکې د ملي او اسلامي اهدافو په لاس ته راوړنه کې ترې یو متحدانه جریان منځ ته راشي، زه خو د دواړو ټیمونو سره د مشارکت د مخالفت خبره ځکه نه شم منلی، چې د دې دواړو ټیمونو په جوړښت کې، چې کوم مشارکت صورت نیولی دا په خپله د اندیښنې وړ ده، نو دا، چې! د خپل انتخاباتي جریان د پرمخ وړلو له پاره سازش کوئ او اوس یې ردوئ ؛ دانو کوم منطق دی!

     که د هیواد د ملي مصالحو د احقاق پر مبنا هر ډول ګډون صورت ونیسي زما په نظر کومه ستونزه نه لري، خو چې را ټولیدنه د خیر له پاره وې، نه د بیت المال د چور له پاره، که یو متعهد او ژمن انسان د چارو په رائس کې واقع وي او د هیواد دآبادۍ کارونه په ټول ملت   وویشي ، د دې ملت د ثبات او پایښت زیری لري، په همدې طمع، چې د خپلو افغاني ارمانونو د تطبیق په محور ټول افغانان سهیم ووینو او په دوستانه فضا کې مو د دښمنانو د اهدافو د دفعې له پاره شپه او  ورځ د خپل هیواد، دین او ملت په خدمت کې پاتې شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *