مشال خان

تاند- د دین د سپکاوي په دروغي تور په مردان کې د خان عبدالولي خان پوهنتون د ځوان محصل مشال خان له مظلومانه شهادت وروسته د سیمې یوه ملا د نوموړي د جنازې له لمانځه انکار وکړ.

د مشال خان کلیوال وايي، د مفتي فضل امین په نوم یوه سختدریځي ملا نه یوازې په خپله د مشال خان د جنازې له لمانځه انکار وکړ بلکې نور ملایان یې هم منع کول.

په عین حال کې د سیمې یوه بل ملا د مشال خان پر وژل کېدو د خوښۍ د څرګندولو لپاره نعتونه ویل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د مشال خان په اړه د ده ټولګیوال او ملګري وايي چې ده له اسلام سره مینه لرله خو تل یې نه یوازې په دیني مسایلو بلکې د نورو مسایلو په اړه هم پوښتنې کولې ځکه چې دی ذاتاً متجسس و او له همدې کبله یې د پوهنتون د لیلیې په خپله خونه کې پر دېوال لیکلي و«تل پلټونکی – متجسس اوسه او د ځان د پوهولو لپاره لېونۍ هلې ځلې کوه.»

پولیس وايي چې تراوسه پوري یې د مشال خان د وژلو په تړاو ۲۰ تنه نیولي دي.

خو پولیس په دې اړه څه نه وايي چې ولي د مشال خان د ژغورلو لپاره پوهنتون ته په وخت ونه رسېدل.

پولیس وروسته له دې پوهنتون ته ورسېدل چې مشال خان سا پرې کړې وه.

د اسلام اباد د څېړنې او امنیت مرکز په نوم انستیتیوت وايي، له ۱۹۹۰ څخه تراوسه پوري په پاکستان کې لږترلږه ۶۵ تنه د دین د سپکاوي په نامه وژل شوي دي.

د جمعیت اصلاح د ځوانانو بنسټ:‌ د الحاد په تور د يو وژل شوي تعزيت کول سم کار نه دى

 د جمعیت اصلاح د ځوانانو د څانګې (نجم)‌ یو مشر رحمت الله زاهد وایي چې دالحاد په تور د يو وژل شوي شخص تعزيت کول سم کار نه دى.‌

نوموړي دا خبرې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د یوه ملتپال محصل مشال خان فاتحې ته د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د ورتګ په غبرګون کې کړي دي.‌

ویل کیږي چې مشال خان د «لروبر یو افغان» تر شعار لاندې کار کاوه او د پاکستاني استخباراتي ادارو او حکومت په سیاستونو یې نیوکې کولې چې د یو شمېر افراطي محصلانو له خوا پرې د رسالت د توهین تور پورې شو او بیا په کاڼو او لرګیو ووژل شو.‌

خو لومړنیو څېړنو وښودله چې د مشال خان پر ضد د اسلام د سپکاوي تورونه بې بیناده دي.‌

ډېر نور د مشال خان د وژل کېدو علت د نوموړي له لوري دا ډول پوسټونه بولي

د جمعیت اصلاح د ډلې چارواکي،‌ رحمت الله زاهد افغان، په خپله فیسبوک پاڼه کې د مشال خان فاتحې ته په اسلام اباد کې د افغان سفیر ډاکتر زاخېلوال د تګ په غبرګون کې لیکلي،‌ «د مشال خان کورنۍ ته خو د تعزيت لپاره ورغلې، کله د کوم وژل شوي افغان مهاجر کور ته د تعزيت لپاره هم ورغلى يې؟ افغان سفير زاخيلوال ته وايم.»

د ښاغلي زاهد دا دریځ د هغه د فیسبوک د ملګرو له توند غبرګون سره مخامخ شوی چې ځای ځای نوموړي کوشش کړی چې مشال خان د یوه ملحد په توګه ورمعرفي کړي،‌ او یو ځای لیکي چې «د الحاد په تور د يو وژل شوي تعزيت کول سم کار نه دى.»‌

ویل کیږي چې په افغانستان کې د جمعیت اصلاح په نامه ډله چې د ځوانانو د ذهني کږونې او له افغاني ملتپالنې څخه د بې لارې کولو تور پرې پورې کېږي د پاکستان جماعت اسلامي ډلې سره اړیکې لري او یادې ډلې په تېر وخت کې د پاکستان د نظامي استخباراتو ادارې (آی اېس آی) او د افغاني تنظیمونو تر منځ‌ د رابط په توګه کار کاوه.‌

د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په وروستیو کې د جمعیت اصلاح د یوه مشر، ښاغلي مولانا عبدالصبور، داسې یوه ویډیو خپره شوه چې د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی غازي امان الله خان یې په کې تکفیر کړی وو چې په لویه کچه یې غبرګونونه راوپارول.‌

8 thoughts on “د مشال خان د جنازې له لمانځه د ملا انکار او د یوې ظاهراً افغان ډلې ملاتړ”
  1. د مشال خان ګناه دا وه چې پښتانه یې له غلامۍ څخه خلاصول او یو تعداد ناخبره پښتانه بیا په غیر د دې چې ځان پوه کړي بس ټاپه ورسره ده نو

  2. تاند والو معلومات مو اپډیټ کړی، رحمت الله زاهد د نجم ریس نه دی، د نجم ریس محمد مدثر اسلامی دی.

  3. وخت نا وخته د جمعیت اصلاح له خوا داسې څه ویل کیږي چې ددې ډلې د اصلي موخو او اهدافو پرده پورته کوي . زمونږ خلک په څوڅو واره د پنجابي او انګلیس له خوا د اسلام او مسلمان په نامه غلامان شوي او اوس هم دغه ډله د نوو اود تنکیو ځوانانو نیک احساسات د دین د پردې لاندې د خپلو ګټو لپاره کاروي . جمعیت اصلاح د هماغه سیریال Latest Model دی چې د غازي امان الله خان له وخته شروع شوی او تر ننه ددې وطن د پرمختګ په لاره کې ازغي شیندي .

  4. په پورته تبصره کې د لیټیسټ ماډل کلیمه د څه تخنیکي مشکل له امله بې ځایه شوه هیله ده چې داسې ولوستل شي (د هماغه سیریال لیټیسټ ماډل دی چې د غازی امان الله خان له وخته شروع دی)

  5. مذهبی لیونتوب او ځناورتوب دی حد ته رسیدلی چی پوره یقین لرم که د اسلام پیغمبر ص هم بیاځلی دی دنیا ته راڅرګند شی دا وحشیان به هغه هم تکفیر او مشال خان به تری جوړ کړی

  6. سلامونه،
    دا دپنجابي ( د انګریز دناخلفه هرموني )پرازیتی او چینجنې ادارې ؛او د بیسواده، کلدارو-مردار پرستو استخباراتي جاسوسو ملایانو او د پنجپیرانو د مریدانو یوه بله ډیره زړه بوګنوونکې او د بلوڅو او پښتنو (افغانانو) د زنځیري وژنو او قتلونو یوه ډیره غیرانساني،غیر اسلامی او غیر پښتونولي بیلګه وه چې د ارواښاد مشال خان په تنکي شهادت عصري-معاشرې! ته په نمایش کښیودل شوه. کټ-مټ دشهيدې فرخندې دکابل شاه-دوشمشېره زيارت مخکې دبېسواده تعويضګرانو له خواشهيدولو اوسوزولو!

    آی-ایس-آی او ورسره تړلي جهنمي په پنځوس ډوله تش په نامه اسلامي (سیاسي-تروریستی )ډلې چې اصلي موخه ېې د امان الله خان غازي له وخته تر ډاکټر نجیب —–تراوسه ؛او په څنګ کې ېې د فخر افغان باچا خان او خدايي خدمتګارانو راواخله تر د پاچا خان پوهنتون د استادانو او محصلینو، د پیښور حربي ښوونځي ماشومو زدهکړیالانو، د بلوڅخوا د تازه دمو پولیسانو او اډووکیټانو”وکیلانو” پر وژنو صرفه نده کړې او اخوا ته د هندوستان مسلمانانو او سوله دوستو انسانانو سره هم له هیڅ ډوله تروریستي اعمالو صرفه نکوي ،
    او د پښتو ژبې دورکولو لپاره حتی د خان عبدالولي خان پوهنتون کې به هم مرداره اووردو-انګریزی په لوړ فیس! د پښتنو پر بچو تحمیلوي ،
    څه چاره پکار ده؟
    د ارواښاد ځوان مشال خان شهید روح ته د ارادت او بخښنې دعاوو لاسونه پورته کوو، کورنۍ ته ېې د جمیل صبر غوښتنه کوو. او د دې لپاره چې نور پښتانهء د داسو ابلیسي-دسایسو ښکار نه شي ، د مرحوم باچاخان دا دعا”پښتنو،افغانانو کښې اتفاق پیدا کړې”.لویه خدایه
    او دبیټ نیکه دا دعا” لویه خدایه لویه خدایه!
    ستا په مینه په هر ځایه …
    مونږ ته د ژوند لاره وښایه …”

  7. ګل احمد هاتف صیب تاسو خپله غلطي په نورو مه وراچوئ. په دې متن کې خو د رییس ذکر نشته چې مدثر صیب دی که زاهد، په هر حال د جمعیت اصلاح والو د ټولو ذهنونه د پنجاب غلامۍ ته یو شان برابر شوي دي، یا په بله وینا کوټی او خر د یوه مور او پلار اولادونه دي که نن کوټی دی سبا به خر شي او د افغانستان په عظمت به میتیازې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *