محصلینو د ننګرهار پرونۍ چاودنه اود مشرانو جرګې ددې اونۍ د پریکړې په غبرګون څرګندونې وکړې

خبریال همت یار جانزی پکتیکا

دپکتیکا پوهنتون محصلینو دیوې غونډې په لړکې دننګرهار پرونۍ چاودنه اودمشرانو جرګې ددې اونۍ دپریکړې په غبرګون څرګندونې وکړې

دپکتیکاپوهنتون  محصل علي محمدنظري تاند ته وویل، دپکتیکاپوهنتون محصلین دمشرانو جرګې دیادې پرېکړې سره سخت مخالف دي.

نوموړی زیاتوي((که په الکترونیکي تذکرو کې دافغان اودین نومونه رانه شي، موږ به داتذکرې جوړې نه کړو،اوترخپله وسه به یې مخه ونیسو.))

همتیاردننګرهارپوهنتون کې دچاودنې دغندنې ترڅنګ له دولت څخه غوښتنه وکړه،چې پرښونیزو مرکزونوکې دچاودنو اوبریدونو مخه ونیسي.

هغه وایې، دولت دې دیادې چاودنې عاملین ژر ترژره ونیسي، اودخلکو په عام محضرکې دې ورته سخته سزا ورکړي.

ددې پوهنتون یوبل تن محصل نیک محمدوایې، په ننګرهارپوهنتوکې چې کومه پېښه رامنځ ته شوې، دوی پرې ډېرخواشیني دي.

دی زیاتوي، داکار که هرچاکړی وي، دوطن اوپوهنې دښمنان دي ، اودولت مکلف دی چې دعاملینو په نیولوکې یې ژر تر ژره لاس په کار شي.
دغونډې یوبل برخه وال عبدالقدوس وویل((موږټول یو افغان یو، نه غواړو چې په تذکروکې موپښتون،تاجک،هزاره،ازبک اوداسي نور قومونه یادشي، موږټول یوملت یواوپه دې کارسره دملت دقومونو ترمنځ تعصب هم له  منځه ځي.))

قدوس وایې، ټول افغانان مسلمانان دي، اوداسلام ددوی سپېڅلی دین دی، نوباید ددین کلمه مو په تذکرو کې هم ذکر شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *