تاند- د مشرانو جرګې غړیو نن /سې شنبه/ پر یوې طرحې سلا وکړه چې پر اساس یې «مجاهدینو» ته سپکاوی جرم ګڼل کېږي.

دا طرحه د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار وړاندې کړه او سناتورانو تایید کړه.

مسلمیار وویل، دا طرحه د مجاهدینو د سپکاوي د مخنیوي لپاره ضروري ده او د افغانستان د مجاهد ولس د مقدساتو د دفاع او ساتنې لپاره جوړېږي.

ده وویل، څوک چې مجاهدین توهینوي «خاینان» دي او هغه څوک چې د افغانستان د خلکو مقدساتو ته درناوی نه کوي، حق نه لري چې سیاست وکړي.

د مشرانو جرګې رييس دا هم وویل، د دې طرحې پر اساس به عدلي او قضايي اورګانونه مکلف وي هغه کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري چې ملي او جهادي شخصیتونو ته سپکاوي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېر خلک پخواني جهادي مشران د شوروي اتحاد په وړاندې د افغانانو له جهاد سره په خیانت او د پاکستان پر ګوډاګیتوب تورنوي.

اکثره افغانان د مجاهدینو سرشیندنې ستايي خو د هغوی مشران غندي.

څرګنده نه ده چې د مشرانو جرګې له لوري په مطرحه شوې طرحه کې یوازې د مجاهدینو او که د جهادي مشرانو غندل جرم بلل کېږي.

منقدان وايي، مشرانو جرګې ته پکار وه چې د تېرو کلونو د جنایتکارانو او د جهاد د بدناموونکو د محاکمه کېدو لپاره یې طرحه وړاندې کړې وای.

مشرانو جرګه په داسې حال کې دا طرحه وړاندې کړې چې څو ورځې وړاندې د بهرنیو چارو برحال وزیر له افغانیت او د ولسي جرګې ځینې غړیو له افغانستانه انکار وکړ.

5 thoughts on “د مشرانو جرګې طرحه؛ مجاهدینو ته سپکاوی جرم دی”
  1. د انسان سپکاوی او د انساني کرامت ضد کړنی نه تنها چې د اسلامی موازینو خلاف اعمال دی بلکه د ټول نافذه ملی و نړیوالو معیارونو سره په ټکړ کې دی. ولی د داسی یوې طرحې پریګړه چې خلک ئی لمخی عدلی و قضایی مراجعو ته معرفی کیږی د نافذه اصولو خلاف کار دی او کاملا د افغانستان اساسی قانون، نړیوالو تړونونو او د آزادی بیان ارزښتونه تر سوال لاندې راولۍ. ځکه د دی طرحی اساسی موخه داده چې هیڅوک نشی کولای د هغه اشخاص پر وړاند غږ اوچت کړی چې د بشریت ضد جنایات ئی ترسره کړی.او د داسی طرحی وړاندیز د قربانیانو د وینو سره ښکاره جفا دی. لمړي، د دی طرحی موخه د خلکو او په ځانګړی ټوګه د قربانیانو د وارثینو څخه د مدنی او اساسی حقوقو اخیستل دی، ترڅو د جنایتکارانو پر وړاندی خاموش پاتی شي د خپلو شهیدانو پوښتنه د چا څخه ونکړی –چې – دا محرومیت او محکومیت په معنا دی- ښاغلی مسلمیار صیب باید پر دی پوهه شی چې دا د خلکو حق دی ترڅو د خپلو شهیدانو او معلولینو پوښتنه د هغه جنایتکارنو څخه وکړی چې د بشریت ضد جنایات او جرایم ئی ترسره کړی. ښاغلی مسلمیار باید ځان پدی طرح هم پوهه کړی چې مجاهدینو د بشریت ضد اعمال او ظالمانه کړنی په پایه کې په میلونونه بی ګناه خلک وژل شوي او انسانی کرامت په بشپړه ډول تر پښو لاندی شوی. ولی دا حق العبد الهی دستورهم باید چې هیر نکړو – چې دا حق خدای (ج) خپلو بندګانو ته تفویض کړی. ښاغلی مسلمیار صیب ستاسی ځواب د هغو انسانانو سپکاوی او د انسانی کرامت خلاف کړني‎ چې په واویایمی (۱۳۷۱) لسیزه کې د مجاهدینو لخوا ترسره شوی څه دی؟ آیا د هغو جنایاتو – جنایتکاران و مرتکبین باید د کومی طرحې لمخی عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی شي او کې د معرفی کولو مستحق ندی؟
    مونږ د انسان سپکاوی او د انسانی کرامت کړنې په کلکه غندو او هر انسان چې د بل انسان د تحقیر او توهین باعث کرځی باید د نافذه قوانینو په رڼا کې د خپلو اعمال سزا وګوري ولی دا هم د عدلی او قضایی ارګانونو او د مشرانو د جرګی غړو څخه په جدیت غواړو چې د انتقالی عدالت طرحی ته هم احترام وکړی او اجازه ورکړی چې ټول هغه جنایتکاران محاکمی ته راکش کاندی چې د یو لک بی ګناه خلکو د مرګ، ژوبلی او د انسانی کرامت مرتکب گرځیدلي او فعلا د نافذه قوانینو پر وړاندی ئی معافیت تر لاسه کړی. د افغانستان اساسی قانون د ټول وګړو لپاره تدوین شوی او پر ټولو یو ډول پلی شی او په اساسی قانون کې د برائت استثنائی اصل د بشری جنایاتو د جنایتکارانو لپاره په نظر کې ندی نیول شوی. د افغانستان اساسی قانون د ۲۴ مادی د حکم مطابق “آزادی د انسان طبیعی حق دی او د انسان آزادی او کرامت له تیری خوندی دی – دولت د انسان د آزادی او کرامت په ساتنه او درناوی مکلف دی”. هیڅ وکړی د سپکاوی حق نلری ولې پدی باور یو چې د بشریت ضد جنایتکارانو، جنګی جرایمو مرتکبینو او د ظالمانو محاکمه کول په هیواد کې د تل پاتی سولي او عدالت د ټینګښت سبب ګرځي.
    ولی احمد شیرزاد

  2. دا کار غلو یوازې د خپل خیانت او غلا د پټولو لپاره کړی، مجاهدینو دي او که نور وسله وال، ټولو دا وطن له ناخوالو سره مخ کړ او تل یې د پردیو ګټو لپاره کار کړی… مجاهدین دې وطن ته تر ناخوالو راوړلو پر نورو د وطن د پرلو پرته خلکو ته خپلې لاس ته راوړنې په ډګه کړي… د حق ویل که خیانت وي زه یې د نر غوندې وایم… مجاهد په هره ناخواله او پردۍ دسیسه کې ښکیل دی، زما لپاره هیڅ سپڅلتیا نه لري، سپیڅلي او مقدس هغه څه دي چې د دې وطن او وګړو خیر په کې وي، کوم څه چې په اصلا د مجاهد په طبیعت کې نشته… مجاهد د وطن په تاریخ کې یو تور داغ

  3. شیرزاد صیب ښه تبصره دې کړې خو مسلمیار صیب ته ستا دا بیان خره ته د رباب وهلو مترادف دی.
    مسلمیار چیرته او په دې خبرو پوهیدل چیرته ! کوم کسان چې ځانونه پخپله مجاهدین کڼې هغوی دا ملت خپل غلام او دا خاوره خپل غنیمت کڼي او تر همدې نوم (جهاد او مجاهد ) لاندې خپلې ټولې فجایع تر سره کوي او تر اخره وخته به دا کوښښ کوي چې د همدې نامه څخه اعظمي بهره برداري وکړي په ملک او ملت خپله قبضه قایمه وساتي . نن سبا چې د اسلام ، مسلمانۍ ، دین ، مذهب ، جهاد ، غنیمت او شهید په کلماتو څومره کامیاب او غوښن تجارت او سوداګري کیږي بل په هیڅ مجال کې نه شته او نه دومره ګټه او لاس ته راوړنه لرلای شي . ددې تجارانو غټه خوشبختي او زمونږ د خوار ملت غټه بد بختي پدې کې ده چې دلته اکثریت جاهل له عقله ګیله من او احساساتو ته تابع خلک اوسیږي . د درواغو یوه اوازه خپره کړه چې په کماترونیا (له ځانه یو خیالي نوم ) کې د قران سپکاوی شوی بیا نو د دین او مذهب د تجارانو او ټیکه دارانو بیانونه او د جاهلو احساساتي بوسلمانانو ورانی وګوره چې څو موټرې سیځي ، څومره ودانیو ته نقصان اړوي او ځومره وطنوال له زیان او نقصان سره مخ کوي حال دا چې د کماترونیا په نامه به د نړۍ په جغرافیه کې هیڅ وچه یا لمده موجوده نه وي خو فقط زما او ستا په وطن کې د دین ټیکه داران به د خپل عام اولس له جهالته ګټه پورته کوي او هغوی به د خپلو مالې او سیاسي ګټو د لاس ته راړلو لپاره د خرو په شان چلوي . د جهاد په نامه له باج اخیستونکو او د مجاهد په نامه د غصبوونکو څخه د ځان او هیواد د خلاصولو یواځنۍ لار د خلکو ویښول او په پوهول دي چې په دې لاره کې هم همدا مجاهدین غټ خنډ دی ، اوس هم مکتبونه سیزي او معلمان وژني .

  4. ياره که دا جرم وئي نو زه به دا جرم په ډير فخر وکړم
    لعنت د وئي په مجاهد طالب او داعش او داسئ نورناء

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *