د مشرانو جرګې مرستیال اصف صدیقي

تاند- د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال د مرکزي حکومت په وړاندې د سیمه ییزو چارواکو د بغاوت د پای ته رسېدو لپاره له پوځي قوې څخه د کار اخیستلو غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې مرستیال اصف صدیقي نن /دوشنبه/ ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت باید د هغو کسانو پر ضد پوځي اقدام وکړي چې چوکۍ نه پرېږدي او سرزوري کوي.

د ښاغلي صدیقي په وینا که له پوځي قوې کار وانخیستل شي دا بهیر به دوام وکړي او په راتلونکي وخت کې به نور دولتي چارواکي او مامورین هم نه تبدیلي مني او نه برطرفي.

ده وویل، د قانون له نظره باید د هغو کسانو چې د مرکزي حکومت د حکمونو په وړاندې مقاومت کوي او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ توپیر ونه شي او له دواړو سره یوشان چلند وشي.

جمعیت ګوند نن وویل چې د سمنګان د والي برطرفي نه مني. دغه ګوند مخکې د بلخ له ولایته د عطا محمد نور له ګوښه کېدو سره مخالفت کړی و.

2 thoughts on “د مشرانو جرګې مرستیال: د نه لېري کېدونکو والیانو پر ضد دې له قوې کار واخیستل شي”
  1. زه خو فکر کوم غنی پخپله له بهرنیانو سره دافغانستان د وضع په خراب کولو کی عمدی لاس لری ، که نه نو باید میاشت مخکی لا باید دعطا پر ضد دمسلح قوی نه گته اخیستې وای؛
    او باید دقوې څخه کار واخیستل شی؛

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *