تاند، یکشنبه، د میزان ۱۴مه: د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ده په اړه د ولسي جرګې د مشر میر رحمان رحماني د هغو څرګندونو توند ځواب ورکړی دی چې ویلي یې وو، ځینې خلک سیاسي اخلاق نه لري او د ټاکنو کمېسیون ته ګواښونه او سپکاوی کوي.
ښاغلي مسلمیار نن د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د میررحماني دې څرګندونو ته په ځواب ویلي، سره له دې چې ولسي جرګې سره ښې اړیکې غواړي خو مشر ته یې فقط دومره ویل لري چې ځان اصلاح کړه ګني خلک ښه پوهېږي چې د کوم فساد او معاملې له مخې د جرګې ریاست ته رسېدلی یې؟
ښاغلي مسلمیار، میر رحمان رحماني مخاطب کړی: (( لطفن خپل وزن وسنجوئ او بیا نظر څرګند کړئ، د ولسي جرګې رهبري د ملت په کور کې فساد او تاوتریخوالی رامنځته کړ او دا لوی کور یې بدنام کړ.))
د موضوع سابقه
د تېرې سه شنبې په ورځ د مشران جرګې رئیس د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د بې بایومتریکه رایو د نه شمېرنې په اړه ویلي وو: ((له دوستانو اورم چې د ټاکنو کمېسیون رئيسه وايي، بې بایومتریکه رایې نه شمېرو، د دې په پلار به یې هم شمېرو، تاسو د خلکو له ستونزې څه خبر یاست؟))
له دې څرګندونو وروسته سیاستوالو د ښاغلي مسلمیار په تړاو بېلابېل غبرګونونه وښودل، چې په دې تسلسل د ولسي جرګې مشر ښاغلي میرحمان رحماني د جرګې عمومي غونډې ته وویل: (( ځینې خلک د ملي بنسټونو له ادرسه غیر مسوولانه او له سیاسي اخلاقو څخه بهر څرګندونې کوي، د داسې خلکو له سپکاوي ډکې څرګندونې او د ټاکنو کمېسیون مشرانو ته د پلار ښکنځل واقعا د خپګان وړ خبره ده.))
ښاغلي رحماني د مسلمیار څرګندونې تاوتریخوالی جوړوونکې او مردودې بللې وې او ټینګار یې کړی و چې له داسې څرګندونو باید ډډه وشي چې د ملي شورا حیثیت ورسره زیانمن نه شي.
خو له دغو څرګندونو وروسته ښاغلي مسلمیار پر خپله فیسبوک پاڼه له حوا علم نورستانۍ بخښنه وغوښته او ټینګار یې وکړ چې هدف یې چاته توهین نه و مګر په دې لا هم ټینګار کوي چې کومو ځایونو کې بایومتریک دستګاو کار نه دی کړی، یا یې ستونزې پيدا کړې دي، باید د هغو مرکزونو رایې وشمېرل شي.
د افغانستان په شان هېواد کې د بایومتریکو دستګاوو استعمال نورې لانجې هم زېږوي. څوک یې په استعمال نه پوهېږي . څوک یې پټوي او څوک یې میموري یا حافظه غلا کوي او یا به هم انترنت کار نکوي چې مالومات یې عمومي « سرور » ته انتقال کړي.
د مشرانو جرګې رئیس د افغانستان د غیور او زړور ولس دفاع کړیده چې د طالبانو له اخطار سره سره یې ځانونه د انتخاباتو مرکزونو ته رسولي او خپله قانوني رایه یې استعمال کړېده.
د افغانستان اساسي قانون د هېواد ټولو اتباعو ته د ځان اویا بل ته د انتخاب حق ورکړیدی. بنا که کومه ډله ، کوم مقام او یا د ولسي جرګې رئیس یا د انتخاباتو د کمیسیون مسوولین د ولس حق تر پښو لاندې کوي ، پدې صورت کې د مشرانو جرګې د رئیس څرګندونې پرځاي او د توجیه وړ دي.
muslimyaar sahib zhwand zhwand zhwand.
rakhmany is former communist.