تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: د مشرانو جرګې مشر فضلهادي مسلمیار د ټاکنو کمېسیون له رئیسې حوا علم نورستانۍ څخه د خپلو هغو څرګندونو په تړاو رسما بخښنه وغوښته چې پرون یې د جرګې په عمومي ناسته کې ویلي وو، بې بایومتریکه رایې به د کمېسیون په پلار هم شمېري.

د مسلمیار دغو خبرو د ګڼو حقوقپوهانو نیوکې راوپارولې او د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند رحمت الله نبیل خو پرې تور هم ولګاوه چې نوموړي له یو ټاکنیز ټیم څخه د رایو د صندوقونو ډکولو په بدل کې پيسې اخیستې دي.

دغه راز د ټاکنو کمېسیون یو غړي مولانا عبدالله هم په خبري کنفرانس کې د مسلمیار د څرګندونو په تړاو وویل، یوازې بایومتریک شوې رایې د اعتبار وړ دي او د بې بایومتریکه رایو په تړاو یې فکر نه کاوه چې د مشرانو د جرګې مشر به د یو مسوول انسان په حیث دا ډول خبرې کوي.

خو له دې نیوکو وروسسته ښاغلی مسلمیار تېره شپه په بیړني ډول د ملي تلویزیون په پرده راښکاره شو او ویې ویل د خپلو نامناسبو الفاظو د کارولو له کبله بخښنه غواړي.

 ښاغلي مسلمیار پر خپله فیسبوک پاڼه هم په یوه اعلامیه کې د خپلو څرګندونو وضاحت ورکړی او په خپلو نامناسبو الفاظو یې بخښنه غوښتې ده، خو زیاته کړې یې ده چې کمېسیون باید د خلکو رایو ته احترام وکړي او له هغې سره لوبې ونه کړي.

نوموړي دغه راز یو وار بیا ټینګار کړی چې د خپلو نامناسبو الفاظو د بیرته اخیستلو تر څنګ غواړي چې بې بایومتریکه رایې باید وشمېرل شي، ځکه خلکو تر ساعتونو پورې د رایو مرکزونو ته په کتارونو کې انتظار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *