تاند، سه شنبه، د قوس ۲۶مه: د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د امریکايي محکمې لخوا د پیسو په غلا کې د احمد یوسف نورستاني تورنول، د شرم وړ بللي او له هغه څخه یې د مشرانو جرګې د غړیتوب اخیستلو غوښتنه کړې ده.

 د ټاکنو کمېسیون پر پخواني مشر او اوسني افغان سناتور ښاغلي نورستاني باندې د امریکا یوې محکمې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۸ پورې له امریکايي خزانې څخه د سل زره ډالرو د غلا تور لګولی او ویل کېږي چې یوسف نورستاني په دې اړه اعتراف هم کړی دی.

د هغه په اړه نن د مشرانو جرګې په غونډه کې سناتور رحمت الله اڅکزي ویلي، دا د ډېر شرم خبره ده چې یو افغان سناتور ته امریکايي محکمې سزا اورولې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې دوه تابعیته خلک باید په افغانستان کې د سناتورۍ څوکۍ ته رانه وستل شي.

 زلمي زابلي هم ټینګار کړی چې د احمد یوسف نورستاني پر ځای دې یو بل کس د سناتور په ډول انتصاب شي.

  خو د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار بیا ویلي، ښاغلي نورستاني ته د امریکايي وګړي په توګه سزا اورول شوې، نه د افغانستان د مشرانو جرګې د غړي په توګه: (( نورستاني صاحب په افغانستان کې هیڅ جرم نه دی کړی، دا له هيواده بهر موضوع ده او مشرانو جرګه په کې هیڅ مداخله نه کوي))

  ۷۱ کلن نورستانی چې د امریکا د فولبرایټ سکالر تېر شوی له کلونو راهیس یې په افغانستان کې د هرات د والي، د ټاکنو د کمېسیون د مشر او نورې دندې ترسره کړې دي، خو په اړه یې افغان حکومت بیان ورکړی دی چې امریکا هغه ته د کړي جرم له کبله سزا ورکولی شي.

2 thoughts on “د مشرانو جرګې ځینو غړو له سناتورۍ څخه د یوسف نورستاني د لرې کولو غوښتنه کړې”
  1. ښاغلي نورستاني د امریکا له بودیجې غلا نه ده کړې ، بلکې هغه د یوه سپین ږيری په توګه د امریکا له اجتماعي مرستو پداسې حال کې ګټه اخیستې ده چې دلته په افغانستان کې کار ، معاش او ښه امتیازات درلودل، بنا دوی باید د دوهم هېواد له امتیازاتو ګټه نه وای اخیستې.

  2. زموږ په اوسنی وخت وروسته د مجاهدینو د کابل نیولو او پاکستان او نړیوالو له چندی په ګټه اخیستو سره دا حالت ته ورسیدو ځکه مخکی به چی چاته وویل شو چی پلانی د پلانی هیواد جاسوس دی ورباندی بده لګیده مګر نن د بهرنیو چارو مخکینی سرپرست وزیر ربانی د برتانیی تابعیت درلود مګر پارلمان چی ځان لږ ځان د ولس نماینده ګان بولی ددغه وزیر اسناد او تابعیت په اړه ګام پورته نکړ مطلب دا چی ربانی باید د بهرنیو چارو وزیر په توګه منلی نه وای

    عام ولس او مخلص افغانان چی ددی ۴۰ کلنی جګړی په دوران کی وخت تیر کړی اود ولس په هر درد باندی رنځیږی دولت د قدرت په ورکولو کی ورسره ناغیړی کوی

    د نورستان په شان زیاتره نوی ځوانان شته چی بهرنیانو سره اړیکی لری او په ځینو څوکیو کی ریسان یا معینان یا وزیران یا دیپلوماتان دی مګر دولت دا ډول کړنو او اشخاصو باندی جدی نظر وساتی ځکه ټیټ رتبه مامورین د ولس واقعی خدمت ګار دی مګر دولت دا ډول کارمندانو ته کوم خاص اهمیت او ارزښت نه ورکوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *