رفیع الله ګل افغان

تاند- نامعلومو وسله د مشرانو جرګې یو پخوانی غړی رفیع الله ګل افغان تېره شپه په کابل کې وواژه.

پر رفیع الله ګل افغان په داسې حال کې ډزې وشوې چې په موټر کې سپور و. په دې پېښه کې د نوموړي ۲ ساتونکي هم وژل شوي دي.

تراوسه پورې پر رفیع الله ګل افغان، چې د کابل د قره باغ ولسوالي اوسېدونکی و، د حملې انګېزه څرګنده نه ده خو پولیس وايي چې تحقیقات کوي.

نوموړی د جمعیت ګوند غړی و.

د کابل د پولیسو ویندوی بصیر احمد مجاهد وویل، رفیع الله ګل افغان د ماښام په ۶ بجې او ۳۰ دقیقې د کابل په ۱۲ مه امنیتي حوزه کې وویشتل شو.

د ده په وینا حمله کوونکی یا حمله کوونکي په کرولا موټر کې سپاره ول او د شپې له تیاره څخه په استفادې د پېښې له ځایه وتښتېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *