زموږ بې رنګه او بې خونده ژوند به تېر شي

سم ملت او نوی ژوند به را برسېر شي

 ولې هیڅکله به نه شي چې له خلکو

زموږ بې رنګه او بې خونده ژوندون هېر شي

سلیمان لایق

د زمري ۲۲ – مه (اګست ۱۲) د ځوانانو نړیواله ورځ ده، د دغې ورځې د لمانځني  مهال د افغانستان  د ملي وحدت حکومت مشرانو یو د بل په ماشومانه سټایل سپکولو سره افغان ځوانانو ته یو شرمېدلی میراث پرېښود.

 د زمري پر ۲۴- مه ولسمشر محمد اشرف غني د ځوانانو پارلمان رسماً پرانیست او  د اسد ۲۸ – مه د ځوان اعلیحضرت امان الله  شاه غازي له خوا له انګریزانو څخه د افغانستان د استقلال د بیا اخیستو ورځ ده.

ویل کيږي چې افغانستان  له ۶۵- ۷۰ ٪ پورې د ځوان نفوس په لرلو سره یو د نړۍ له زلمیو هیوادو څخه دی.

دلته وینو چې تصادفاً یوازې د یوې میاشتې په یوه وروستۍ لسیزه کې د ځوانانو په باب له څو مناسبتو سره مخ یو؛ په دې سرلیکنه کې و دې مسئلې ته سره تمیږو چې وګورو، په تېر لنډ تاریخ کې زموږ په سیاسي- ټولنیز قلمرو کې زموږ د ځوان نقش څه وو؟ اوس مو له دې ظرفیت سره برخورد څه دی؟ او په افغانې ټولنه کې دا نه مهارېدونکی پوټنشیل څنګه مصرفېږي؟ زموږ د سیاسي رهبرانو پیام او درس د دوی لپاره څه دی؟ او په پای کې موږ ځوان نسل خپله ځانو ته په کومه سترګه ګورو او څه اراده لرو؟

یو- د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائيه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د ځوانانو نړیوالې ورځې څخه یوه ورځ مخکې (پنجشنبه، زمری ۲۱) د ارګ په سپېدار ماڼۍ کې را غوښتل شوو ځوانانو ته داسې مرغلرې باد کړې چې د یوه بامسؤلیته او باوجدانه لوړ پوړي دولتي مقام لياره یې په دغسې موقع کې یادونه د لوی شرم خبره ده، ځکه ځوان نسل له زاړه څخه د خپلو غني تجربو د ور انتقال هیله لري چې پر اساس یې خپل ملي مسؤلیتونه په ښه درایت سره اداء کړای شي خو له بده مرغه زموږ د مشرانو میراث له بې کفایتۍ، شخصي ناروا ګټو، بې مسؤلیتۍ او سپکتوبه بل څه نه دی؛ زموږ  لپاره د خپل مشر سیاسي نسل په باب داسې تبصره کول لا هم وجدان لړزونکې ده خو چې د دوی ماهیت له دې پرته بل څه نه دی نو پر روښانو واقعیتو خو سترګې نه شو پټولای؛ تاسو خپله د ښاغلي عبدالله پر څو یادونو خپله قضاوت وکړئ چې زموږ د ځوان نسل لپاره څومره انساني- منطقي وزن لرلای شي او زموږ زلمی کول ور څخه د خپل انساني- سرلوړي راتلونکې لپاره  څومره استفاده کولای شي.

محترم عبدالله، چې له خپلې آرامې ورځې سره – سره، لکه جوشنده دېګ سره ایشېدی، د ولسمشر غني په باب  وویل: دا درې میاشتې یې له ده سره  یو وار هم نه دي کتلي نو هغه څوک چې د خبرو زغم نه لري، د ریاست لیاقت هم نلري؛ ده په ډېره غوسه وویل چې د شنبې په ورځ به ور سره وګوري، زیاته یې کړه: «هیله لرم چې سلیم عقل او د افغانستان  له واقعیتو څخه سم درک وي؛ نور نو هغه  وخت تېر شوی دی چې له چا سره دې په خوږو و کلچو یا غوړه ژبه سره چل وشي.»

جناب عبدالله دا هم وویل: «حکومت فلج دی، اصلاً وزیران د خبرو چانس نه لري، چې یو ساعت خپله لکچر ور کوي، نو نیم ساعت یا لس دقیقې خو دې د وزیر عذر و مشکل هم واوري.»

د خبرو په یوه بله برخه کې یې وویل: «د افغانستان  محترم ولسمشره! ته چې په درو میاشتو کې دوه یا یو ساعت  له خپل اجرائیه رئیس سره د یو په یو لیدو وخت نه لرې نو ستا بزرګوار وخت په څه شي تیریږي؟ » بل ځای یې وویل:

« باید په مشوره کارونه وشي، په بې مشورې کارو سره غونډ د ملي وحدت حکومت له پوښتنې سره مخامخیږي، خلک زموږ څخه همدا هیله لري؛ که د ملي وحدت حکومت هوکړه لیک د ولسمشر د خبرې د ویټو په مانا نه دی نو د خپلسرۍ په  مانا هم نه دی… ملي وحدت حکومت پر یوه شخص باندې د بل د مهربانۍ، یا یوه کس ته د بل یا یوې ډلې ته د بلې ډلې د خیرات نتیجه نه بلکې دا د هغې قربانۍ پایله ده چې موږ ور کړه، دا قربانې د یوې چوکۍ د ګټلو لپاره نه بلکې د افغانستان ژغورنې لپار وه…د هیواد وضعیت څنګه دی خو د لویانو شوق بل څه دی؛ ته به وایې چې له درختې څخه بلګ هم نه دی لوېدلی.»

 د دې تر څنګ د محترم عبدالله د اورنۍ غوسې یو لامل دا هم ښوول شوی چې په دې وروستیو کې ولسمشر غني د اصلاحاتو کمیسیون مشر ډاکتر احمد مشاهد له دندې لیري او پر ځای یې نادر نادري وټاکی؛ ښاغلي مشاهد د جمعیت اسلامي تنظیم مهم غړی وو، اجرائيه رئیس د ښاغلي نادري ټاکنه د هوکړه لیک خلاف وګڼله او هغه یې یو بې تجربې کس وباله، خو ځینو بیا دغه شخص د هر فصل سړی یاد کړ.

دوه- جمعه د اسد پر ۲۲- مه ولسمشرۍ ماڼۍ، د ډاکتر عبدالله د پورتنیو توندو څرګندونو په غبرګون کې، له یوې خوا اعلامیه خپره کړه؛ یو ځای یې لیکلې ول: «له بده مرغه چې د ښاغلي ډاکتر عبدالله پرونۍ خبرې د دولتولۍ له موازینو سره برابرې نه وې؛ ځکه چې د حکومتولۍ بنسټ پر قانوني اصولو و ضوابطو ولاړ دی او د هغه پر اساس اجرائات کيږي.»

له بله پلوه، همدغه ورځ ولسمشر غني د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ارګ په سلام خانه کې سلګونو ځوانانو ته په تلویحي توګه د خپل سیاسي مخالف کمروزې وښوده، ګواکي پر مخ یې په چپلاخه وواهه؛ موږ فکر کوو دا د ځوان افغان نسل لپاره ډېر ناوړه سیاسي درس دی چې په خورا دردوونکي ډول ور کول کيږي، هلته چې ښاغلي غني وویل:

«حکومت د فساد پر ضد مبارزې ته ژمن دی خو کله چې په دې برخه کې اقدام کيږي نو ځینې هغه کسان چې ګټې یې په خطر کې وي نو د واک د انحصار تور لګوي.» غني دا هم  وویل چې څوک پر ده باور نه لري نو دی پر هغه باور نه لري.

کله چې یو ولسمشر خپل ځوان نسل ته د خپل سیاسي حکومتي شریک په اړه، په داسې حال کې دا ډول د ناباورۍ او سیالۍ څرګندوني کوي چې ټول هیواد د نړیوال تروریزم د وحشتو و جنایتو  په دوږخ کې سوځي؛ نو زلمي کول ته به یې پیام او میراث څه وي؟ آیا دا نه ور ښیې چې سیاسي دښمنان و مخالفان خو پرېږد، آن له خپلو سیاسي شریکانو سره باید په څنګه بې حوصله ګۍ او تندۍ سره چلن وکړي؟ او آیا دا یو ډېر نامعقول او غیر سیاسي روش نه دی؟ کله چې ولسمشر ځوانانو ته وایي چې د فساد پر ضد ږغ پورته کړئ نو لکه د دولت و نظام پر ضد چې همدا یو د ځوانانو ږغ لا پاته وي چې نه دی پورته شوی؛ ځکه دا دولت خو ټول له پوښښه تر تهدابه په فساد کې غرق دی او آیا د فساد پر ضد چیغه وهل خپله د دا غونډ دولت پر ضد درېدل نه دي؟

درې- د اسد پر ۲۴- مه (یکشنبه) اشرف غني د ځوانانو پارلمان د ملي شورا په ودانۍ کې پرانیست او بیایې هم خپل سیاسي شریک ته په اشاره سره وویل: «تاسو دلته راغلي یاست چې د خلکو استازیتوب وکړئ او ولسواکي تمثیل کړئ، دا د ویاړ ځای دی چې ځوان نسل او متحرک نسل غواړي د افغانستان دردونو ته دوا شي.» نوموړی ټینګار وکړ چې «ځوان نسل د وصل نسل دی، نه د فصل؛ دا کار مو د ژور درک او فکر څرګندویه دی، هغه دا چې دا هیواد د خپلسرۍ او دکتاتورۍ ځای نه دی.» ده زیاته کړه: «هیڅکله به تېر ته ستانه نه شو ځکه چې د افغانستان لاسته راوړنې آینده ته ګوري.»

ښاغلي غني څرګنده کړه چې «د هیواد مشران او رهبران لکه کاغذ پران داسې دي چې تار یې د خلکو په لاس کې دی، هر کله چې خلک وغواړي پورته کوي یې او هر کله یې چې وغوښتل پر ځمکه یې ویشتی شي.» هغه زیاته کړه: «رهبرې په غبرګون نه شي کېدای، رهبر باید خپل چاپېریال بدل کړي؛ کله چې جمهور رئیس د جمهوري ریاست پر چوکۍ ډډه لګوي، باید له شخصي احساساتو را بهر شي؛ صبر، حوصله او تحلیل د یوه ښه  جمهور رئیس خصوصیات دي.»

له بده مرغه ګورو، هغه څه چې زموږ سیاسیون وایي نو په عمل کې یې څرک ډېر لږ لیدل کيږي، یا یې تحلیلونه ناسم وي او په کوم ځای کې چې سم وي نو هلته یې بیا خپله عمل ته ژمن نه وي او که چیري ژمن هم اوسي نو بیا ډار دومره پر سپور وي چې ځان هم نه شي ځنې ښورولای.

څلور- سږ کال د اسد ۲۸- مې ته تر نورو کلو لا  ډېري تیارۍ نیول شوي دي؛ له نورو هراړخیزو ناخوالو سره- سره، وینو چې د افغانستان د خپلواکۍ لمانځنې روحیه او له ځوان پاچا اعلیحضرت امان الله شاه غازي سره د عشق جذبه له یوه کاله بل ته لا پسې زیاتیږي؛ دا هغه زېری دی چې کرار- کرار  زموږ د دغه ځوان واقعي روشنفکر په اصلي ماهیت، افکارو، ارمانو او هدفو زموږ د ملت سر خلاصېږي او د هغه نیمګړي ارمانونه، چې د تېرو څلوېښتو کالو مسلسلو خونړیو جګړو له امله نمیګړي پاته شوي ول او د کورنیو و دباندنیو متعصبو، تنګنظرو، مرتجع او تاریک ذهنو له خوا لا ډېر وځپل شول، یو وار بیا یې د پوره کېدو لپاره ملي اراده را ژوندۍ کېدونکې ده.

پایله:

سږکال د اسد په میاشت، په تېره بیا وروستیو لسو ورځو کې یې، د ځوانانو په باب بحثونه او مناسبتونه خورا زیات ول خو له بده مرغه چې د دې بحثو دولتې برخه یې له معقولیت، منطق او مسؤلیت څخه تشه وه؛ که له یوې خوا مو ٪۲۶ کار ته جوړ ځوانان وزګار ول، یوه لویه کتله یې د ګډوالۍ په دوړو کې ورک ول، ۳ میلیونه وګړي مو په نشه روږد ول، بې حسابه حصه یې د افراطیت په تورو لیکو کې جذب او په وحشت بوخت ول، نو له بلې خوا مو سیاسي رهبرانو هغو را پاته هغو ته د تفرقې او ناندریو سرناوې ږغولې، خو د خوښۍ خبره بیا دا ده چې ښه ډېر شمېر ځوانانو مو بیا د وطني مینې په سرشاره روحیه سره د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۷- یمې کلېزې لمانځنې ته په بې صبرۍ سره شېبې شمېرلې.

زموږ  ځوان سیاسي- مدني بهیرونه باید د علمي- عملي چوکاټو په دننه کې زموږ ځوان نسل رامنسجم کړي او د نورې پرمختللې دنیا غوندې یې د اعلیحضرت امان الله شاه غازي د سترو انساني- روشنفکرانه ایډیالو و روښان مسیر ته ور برابر کاندي.

موږ باید خپل ځوان نسل و تېرو او اوسنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو سیاسي لوبو ته متوجه کړو، د خپلو تېرو او ننیو سیاسي مشرانو کفایت او بې کفایتیو ته یې پام ور واړوو؛ د روشنفکرۍ کرښې ور ته تعریف، د ارتجاع، اختناق، دکتاتورۍ، تور ذهنیت او بنسټپالنې اضرار ور وښیو؛ په پای کې خپل ټول ملت او مملکت په خپل درایت و ظرفیت سره له موجودو بحرانو څخه خپله را وباسو او د ښاغلې لایق دا شاعرانه وجیزه یوبل ته سره زمزمه کړو:

ځوان هغه دی چې فاتح له دنیا تېر شي

نه هغه چې په دامونو کې چارپېر شي

چې اعمال یې یادګارونه د زمان وي

نه هغه چې له پېړیو څخه هېر شي

سرليکنه/ اداره

بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۹ مه / پرلپسي ۹۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۲۷/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *