راټولونه: حامد حقمل

۱ــ کله چې د یو شخص په توګه د چا درناوی کوئ، نو د هغه ستاینه کوئ. کله چې یې د یو ملګري په توګه درناوی کوئ، نو د هغه پیروي کوئ.

۲ــ هر څومره چې یو څوک د رهبرۍ وړتیا ولري، هماغومره ژر د نورو په وجود کې د رهبرۍ وړتیا تشخیصولی شئ.

۳ــ یو رهبر ته د درناوي کچه هغه مهال معلومېږي، چې کله یو رهبر په یوه اداره کې د بدلون رامنځته کولو هوډ وکړي.

۴ ــ طبیعي او د کارو زیار له امله تر لاسه شوې وړتیاوې، د رهبرانو په وجود کې د رهبرۍ شعوري لید رامنځته کوي.

۵ ــ هغه رهبران چې غواړي بریالي شي، نو خپله شتمني او سرچینې د خپلې ادارې لپاره ځانګړې کوي.

۶ ــ پیاوړي رهبران هغو وړتیاوو ته وده ورکوي، چې له لارې یې کولای شي د خپل قوت او ضعف ټکي او همدا راز خپل روحي وضعیت مطالعه او وڅېړي.

۷ ــ هغه کسان چې له خپل ځان سره په معامله کې ریښتني نه دي، د پام وړ هېڅ کار هم نشي کولای.

۸ ــ هر کله چې رهبران له کومې ستونزې سره مخ کېږي، سمدستي د ستونزې کچه معلوموي، په هوارولو یې پیل کوي او د سم لید څخه کار اخلي.

۹ ــ رهبري تر ډېره پوهه نه، بلکې هنر دی.

۱۰ ــ که غواړئ رهبري مو تر ډېره دوام وکړي، نو د سم لید او ځیرکتیا قانون عملي کړئ.

۱۱ ــ غوره او اغیزناک رهبران تل د غوره خلکو په لټه وي.

۱۲ ــ رهبران هغه خلک د ځان پر لور ورماتوي، چې د هغوی په څېر وي.

۱۳ ــ یو رهبر دې د ځان خلاف څوک ومومي او هغه دې وګماري، خو غوره رهبران پوهېږي، چې د بریا یو راز د خپلو خالیګاوو ډکول دي.

۱۴ ــ که چېرې تاسې فکر کوئ چې کار کوونکي مو بد کسان دي، نو ښه به دا وي، چې تاسې پخپل چلند بیا کتنه وکړئ.

۱۵ ــ په دې فکر مه کوئ چې ستاسو هېواد تاسو لپاره څه کولای شي، په دې فکر وکړئ چې تاسې د خپل هېواد لپاره څه کولای شئ.

۱۶ ــ هر څومره چې تاسې خپله غوره رهبر یاست، هماغومره ځانته غوره رهبران جذبوی شئ.

۱۷ ــ که فکر کوی هغه کسان چې تاسې یې په ځان را ټولوئ تر تاسو غوره دي، نو ددې وخت را رسېدلی چې خپل ځانته وده او پرمختګ ورکړئ.

۱۸ ــ اغېزناک رهبران پوهېږي، چې د نورو د لاس خپلولو پر ځای باید د هغوي زړونه خپل شي، همدا د اړیکو ټینګولو قانون دی.

۱۹ ــ هیڅکله هم تاسو خلک پر دې مکلف نشئ ګرځولی، چې په خبره مو عمل وکړي، خو هغه مهال چې احساس یې خپل کړئ. د سر خوځولو پر وړاندې باید سر وخوځول شي.

۲۰ ــ څومره چې له افرادو سره د خبرو پر مهال اړیکه په سمه توګه ټینګه شي او د هغه زړونه خپل شي، هماغومره یې لارویان له رهبر سره مرسته کوي.

۲۱ ــ ستر رهبران د دې وړتیا لري، چې هم په فردي او هم په ډله ییزه توګه د وینا پر مهال له خلکو سره اړیکې جوړې کړي.

۲۲ ــ له نورو سره د خبرو پر مهال د اړیکې جوړولو لپاره یوه اړینه موضوع داده، چې د وینا پر مهال یوې ډلې ته داسې وینا وشي لکه یو څو کسانو ته چې کېږي.

۲۳ ــ د رهبر دنده داده، چې له خلکو سره د اړیکو جوړولو لپاره له بصیرت څخه کار واخلي.

۲۴ ــ د ځان د رهبري کولو لپاره له ماغزو او د نورو د رهبري کولو لپاره له زړه کار واخلئ.

۲۵ ــ تل وړاندې تر دې چې چاته د لاس ورکولو هوډ وکړې، لومړی د هغه زړه خپل کړه.

۲۶ ــ د هر رهبر ځواک د هغه له شاوخوا کسانو معلومېږي. دا مهمه نه ده چې ما له کارکوونکو سره څه وکړل، خو هغوی تر ما وړاندې هیڅکله هم نه دي توانېدلي کلیسا هغه ځای ته ورسوي، چې د یوه سازمان په توګه باید ورته رسېدلی وای.

۲۷ ــ په یوازیتوب کې رهبري نشته. فکر وکړئ، که تاسې یوازې واؤسئ نو هیڅوک نه رهبري کوئ، آیا رهبري کوئ؟

۲۸ ــ د تجربې خاوند وارن بنیس وایي (( رهبران یو یوالی او مشري د خلکو په منځ او ډله کې تر لاسه کوي او بیا د هغې ډلې له غړو سره مرسته کوی څو هغوي هم پخپل وجود کې ومومي.))

۲۹ ــ تر ټولو لومړۍ وړتیا، چې باید یو رهبر یې ولري دا ده، چې لومړی باید ځانته انګیزه ورکړي.

۳۰ ــ د یو رهبر لپاره تر ټولو ارزښتناک کس هغه دی، چې نور خلک پیاوړي کولای شي دا هغه نسل دئ چې د رهبرۍ څو ګونی نسل تولیدوي.

۳۱ ــ هر څومره چې کولای شئ ښه کارکوونکي وګمارئ، هر څومره چې کولای شئ هغوی پیاوړي کړئ او هرڅومره چې کولای شئ هغوی ته واک ورکړئ.

۳۲ ــ بریاوې د هغه کسانو له امله تر لاسه کېږي، چې ته یې پوهه لرې. بلکې د هغو کسانو له امله تر لاسه کېږي چې ته یې پيژنې او دا چې ته څه ډول هغوی هر یو ته ځان نږدې کوې. په دې خبره کې ډیر حقیقتونه نغښتي دي.

۳۳ ــ تر ټولو ښه مدیران هغه دي، چې د خپلو چارو تر سره کولو لپاره د پیاوړو خلکو په غوره کولو فکر کوي او دا وړتیا لري، چې د کارکوونکو له لوري په تر سره کېدونکو کارونو کې له لاسوهنې ځان لرې وساتي. ټیوډور روزولټ

۳۴ ــ (( د هغې رهبرۍ لار چې نورو ته واک او ځواک بښي، له موقفي واک او ځواک توپیرلري.)) یوازې ځواکمن خلک موندالی او په کار اچولای شي.

۳۵ ــ د چارو په ترسره کولو کې د کارکوونکو ظرفیت هغوی ته د خپلو رهبرانو یا مدیرانو له لوري، د ځواکمنتیا له بښلو سره تړاو لري.

۳۶ ــ یوازینۍ لار چې ته خپل ځان ارزښتمند کړې داده چې [ نورو ته د ځواک پښلو] ځان بې ارزښته کړې.

۳۷ ــ ((سر کارونه هغه مهال تر سره کېدلای شي، چې تاسو دا فکرونه لرئ، چې د کار تر سره کېدو امتیاز د چا په برخه کیږي.))

۳۸ ــ هیڅوک نشي کولای نورو ته هغه څه ورکړي چې خپله یې نه لرې، پلویان نه شي کولای رهبران و روزي.

۳۹ ــ  یوازې پیاوړو کسانو ته اړتیا ده، څو نور پیاوړي کسان و روزي. یو رهبر ته اړتیا ده ، څو بل رهبر و روزي.

۴۰ ــ رهبران لومړی موخه مومي او بیا خلک، خو خلک لومړی رهبر مومي او بیا موخه.

۴۱ ــ خلک لومړی موخې او لید لوري ته نه ګوري که څومره هم غوره وي، بلکې لومړی غوره رهبر پسې ګرځي، چې غوره لید لوري وپنځوي.

۴۲ ــ کله چې یو رهبر او دهغه لید لوري نه مني، بل رهبر لټوي.

۴۳ ــ کله چې رهبر د خلکو نه خوښیږي، خو د هغه لید لوری یې خوښیږي، نو په دغسې حالت کې د بل رهبر په لټه کې کېږي.

۴۴ ــ کله چې رهبر د خلکو د خوښې وړ وي، خو لید لوری یې نه، خلک پخپله هغه نه بدلوي، بلکې لیدلوری بدلوي.

۴۵ ــ بریالي رهبران هغه څوک تشخیص کوي، چې بریا ته د رسېدو لپاره یې ترسره کول اړین دي او هغه څه چې یې په واک کې دي، بریا ته د رسېدو په موخه یې په کار اچوي.

۴۶ ــ کړکېچ تر ټولو پیاوړي او ناکاره رهبران له یو بل جلا کوي.

۴۷ ــ مندېلا وایی: (( زه یو عادي انسان یم، خو له فوق العاده وضیعت او چاپیریال سره د بېسارې مبارزې له امله رهبر شوم.)) هغه وایی، چې د خپل شخصیت د قوت او کمزورۍ ټکو ته د ژمن پاتې کېدو له امله په پیاوړي رهبر بدل شوی دی.

۴۸ ــ کله چې فشار زیات وي، نو د سترو رهبرانو لپاره د ځان ثابتولو دا تر ټولو ښه وخت وي، هر هغه څه چې یې د ننه په وجود کې وي، رابر سېره کیږي.

۴۹ ــ که چېرې د یو ټیم لوبغاړي هر یو بېلا بېلې اجنډاوې او نظرونه ولري، نو هیڅکله هم اتلولۍ ته نشي رسېدای.

۵۰ ــ تاسو به د ګټلو لپاره بریالي لوبغاړي راټول کړي وي، خو یوازې یې په هغوی نشئ ګټلی. که ورسره غښتلی روزونکی هم ولرئ، نو هرومرو به یې مثبته پایله و وینئ. لود هولټز

۵۱ ــ هغه رهبران چې د بریا په قانون باور لري، له بریا پرته په بل څه نه راضي کیږي.

هغوی بریا ته د رسېدو له پلان پرته بل پلان نه لري.

۵۲ ــ رهبر هغه څوک دی، چې تر ټولو دنګې ونې ته خیژي او ټوله سیمه له خپل نظره تېروي او ارزوي یې: اسټیفن کووې.

۵۳ ــ بریالي رهبران د لومړیتوبونو قانون پر اساس خپل ژوند برابروي. پوهیږي چې یوازې فعالیت د چارو بشپړونکی نه دی، خو تر ټول غوره رهبران د لومړیتوبونو قانون څخه ښه ګټه پورته هغه دي، چې د هر کار لپاره لومړیتوب په پام کې نیسي دا په حقیقت کې هغوي ته دا وړتیا وربښي چې خپل تمرګز زیات کړي او پخپلو کارونو کې
ګډوډي راکمه کړي.

۵۴ ــ د رهبرۍ معنې داده، چې د نورو لپاره، باید یوه بېلګه واؤسې. کله چې ته د رهبرۍ موقف کې یې، نو خلک ستا هر حرکت څاري. ایکوکا

۵۵ ــ په رهبرۍ کې د قربانۍ ورکول یوه دوامداره پروسه ده، په یوه وار نه تر سره کیږي.

۵۶ ــ کله چې تاسې رهبر شئ، نو د ځان په اړه د فکر کولو حق له لاسه ورکوئ. ګرالډ پردوکس

۵۷ ــ هغه کسان چې غواړي د رهبرۍ تر ټولو لوړو پوړیو ته ورسېږي، باید تر نورو سترو قربانیو ته هم چمتو شي.

۵۸ ــ یوازې لار چې کولای شئ د بېسارې ودې قانون تجربه کړئ، دا ده چې د چارو محاسبه هغسې وکړئ چې رهبران یې کوي.

۵۹ ــ رهبري یو له هغو شیانو ده، چې تاسې یې بل چا ته حواله کولای نشئ، یا به یې پخپله عملي کوئ یا به ترې ګوښه کیږئ. روبرټو ګویزوییټا

۶۰ ــ غوره او سم میراث هغه دی، چې یو څوک څپله کمپنۍ داسې حال ته ورسوي چې د هغه په نشتوالي کې هم خپلې چارې په ښه ډول پر مخ یوسي.


حامد حقمل د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پښتو څانګې محصل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *