تاند، جمعه، د سنبلې لومړۍ: د ایران کېش ایرلاین د یو شمېر افغان مساپرو په زیات ټینګار د مشهد او هرات تر منځ خپل پروازونه بیرته پیل کړل.
د ایران د خراسان هوايي ډګر مسوول محمد باقر قاسم زاده نن جمعه خبریالانو ته د دغه نوي هوايي خط د پرانیستل کېدو خبر ورکړ: (( دا خط له هرات سره د فرهنګي، سیاسی، مذهبي او اقتصادي اړیکې له کبله او دغه راز د افغان مساپرو په زیات ټینګار پرانیزو.))
قاسم زاده زیاته کړه، د مشهد د خراسان له هوايي ډګر نه به هره جمعه د افغانستان هرات ولایت ته پروازونه کېږي.
د مشهد له هوايي ډګر څخه تر اوسه استانبول، کویت، مسقط، دوحه، دوبۍ، شارجه، بغداد، نصیریه، نجف، کابل، مزار شریف، دوشنبه او کندهار ته پروازونه کېدل خو اوس له څه مودې ځنډ وروسته هرات ښار هم په کې اضافه شو.