تاند- د افغانستان د سولې په مشورتي جرګه کې زرګونو تنو راټولو شویو استازو، چې له طالبانو سره د سولې د احتمالي روغې جوړې په اړه خبرې کوي، غوښتنه وکړه چې په لومړي ګام کې دې اوربند وشي.

په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې په داسې حال کې د افغانستان له ټولو ولایتونو او ولسوالیو څخه ۳۲۰۰ استازي راټول شوي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي. دې ډلې په لویه جرګه کې د ګډون بلنه هم رد کړې ده.

خو د جرګې یوه برخوال عبدالحنان رویټرز خبري اژانس ته نن وویل«موږ دلته د دې لپاره راغلي یوو چې اوربند اعلان کړو. جګړه یوازې هغه وخت پای ته رسېږي چې دواړه خواوې د سولې د دایمي موافقې تر لاسلیکولو مخکې جګړه بس کړي.»

مشورتي لویه جرګه

د تاند د معلوماتو له مخې، نن د جرګې اکثرو کمېټو د خپلو پرېکړو راپور چمتو کړی خو ګومان کېږي چې سبا به، چې د مشورتي لویې جرګې پنځمه ده، وروستۍ اعلامیه خپره کړي.

کاري کمېټې به نن خپلې مشورې د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

د مشورتي لویې جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف وایي، تر هغو چې د دې جرګې ټول غړي سلا شوي نه ‌وي د دې جرګې وروستۍ اعلامیه به خپره نه‌ کړي.

د لویې جرګې برخوالو ښځو په خپلو ویناوو کې وویل چې د سولې په هرراز جوړجاړي کې تیارې نه دي چې د ښځو پر حقونو سترګې پټې شي.

دوی وویل، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو معنا باید دا نه وي چې ښځې دې په کور کښېني.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جرګې ګڼو برخوالو د طالبانو او د حکومت د سیاسي اپوزیسیون د ځینو غړیو دا غوښتنه رد کړه چې د روانې میاشتې په پای کې دې د ولسمشر غني د حکومت د دورې له پای ته رسېدو وروسته موقت حکومت جوړ شي.

One thought on “د مشورتي لویې جرګې اکثره غړي د اوربند غوښتنه کوي”
  1. د مؤقت حکومت غوښتنه یوه خائنانه او دسیسانه او حتی دووسانه غوښتنه ده او ځینی کسان غواړی د مؤقت حکومت په مؤقت چوربازار کی خپل پلید جیبونه ډک کی
    د مؤقت حکومت فضیلت او عمومی ګټه په څه کی ده؟
    مؤقت حکومت خو به هم بلآخره د آزادو ټاکنو کولو ته متعهد وی که نه؟
    که متعهد وی نو خپل او د نورو انتخاباتی قدرت دی د فعلی حکومت لخوا په ټاکنیزی پروسه کی وکاروی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *