بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان عظیم ولسه!

جناب کرزی صاحب، محترمو سیاسي او جهادي مشرانو، د افغانستان د مختلفو اقشارو محترمو استازو، خوېندو او ورونو!

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

د نن ورځې جلسه د روغې جوړې یا مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ لومړۍ جلسه ده.

دغې شورا کې محترم سیاسي او جهادي رهبران، علمای کرام، ځوانان، مدنې ټولنې، د ښځو استازي، د خصوصي سکتور استازي، د قضایه قوې محترم استازي، دغه راز د مقننه قوې رئیسان او دا ټول حاضرو مشرانو سره مو وروسته له ډېرو سلا مشورو دا شورا تشکیل کړې ده.

د ویاړ ځای دی چې ووایم، دغه ناسته د څه باندې دوه میاشتو هلو ځلو، خبرو اترو او مفاهمې نتیجه ده چې له ټولو د زړه له کومې مننه کوم

جناب استاد له تاسې او له نورو ټولو مشرانو ، جناب خلیلي صیب او نورو نه مننه کوم.

جای خوشی و افتخار است که به‌خاطر رسیدن به آرمان مقدس مردم افغانستان یعنی صلح، زیر چتر دولت جمهوری اسلامی افغانستان، رهبران حکومت و رهبران سیاسی و جهادی بیرون از چارچوب حکومت و نمایندگان دیگر اقشار اجتماعی کشور با اتحاد و اتفاق همراه با ملت خود، به‌خاطر پيش‌بردن پروسۀ صلح، در یک صف واحد قرار دارند و با اتفاق کامل به‌خاطر آیندۀ بهتر کشور مان در مورد اهداف این پروسه و همچنان ترکیب تیم مذاکره کننده، فیصله‌های مهم را انجام خواهیم داد.

زه یو ځل بیا د ټولو محترمو مشرانو او د ټولنې د مختلفو اقشارو له استازو څخه مننه کوم چې په ډېر صداقت او نېک نیت یې دغې جلسې ته تشریف راوړی او ګډون کوي، تر څو وکولای شو چې د خدای تعالی په فضل او د دغه مشرانو په همکارۍ او مرسته افغان وژنې ته د پای ټکی کېږدو او زموږ په ګران وطن کې وینه توئېدنه بنده شي.

طبعا، په دغه ناسته کې د ټولو مشرانو خوښه ده چې په کوم ډول او په کومو معیارونو د مذاکراتي ټیم لپاره غړي ټاکي، خو هغه معیارات چې په تېرو میاشتو کې افغان ولس راسره په مشورو کې شریک کړي دي، هغه ته باید جدي توجه وشي. مثلا، د هغه افرادو له ټاکلو څخه دې ډډه وشي چې په واضح ډول د تېرو اتلسو کالو د لاسته راوړنو په ضد غږیږي، د نظام په ضد غږیږي او د ولسواکۍ پروسې په ضد غږیږي.

 او دا هم باید یقیني کړو چې مذاکراتي ټیم باید د افغانستان نویو واقعیتونو ته په کتو د ښځو، ځوانانو، مدني ټولنې او د نورو مطرح اقشارو استازیتوب هم وکړای شي.

دوستان عزیز!

دو موضوع مهم شامل اجندای جلسۀ امروزی ما می‌باشد.

یک، در مورد تعین اعضای تیم مذاکراتی با ترکیب هیأت، انشاالله فیصله خواهد شد.

دوم، در باره چگونگی اجندا و اشتراک کنندگان کنفرانس پیشنهادی صلح  در قطر در مورد افغانستان که قرار است در دوحه پایتخت آن کشور برگزار شود، فیصله‌های خواهیم داشت.

از توجه همه تشکر

به امید یک صلح پایدار در کشور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *